زمری پاچا The Lion King کارتون لومړی ځل په ۱۹۹۴م کال کې د والټ ډيزني انيمشن له خوا جوړ شو. دا د والټ ډيزني ۳۲م کارتوني فيچر فيلم دی. د دې کارتون کيسه په افريقا کې د زمريانو په يوه پاچاهي کې جوړه شوې ده. د دې کيسې سرچينه د ويليم شکسپيېر له افسانې هامليټ Hamlet څخه اخيستل شوې ده. د دې فيلم اصلي سندرې مشهور موسيقار ايلټن جان Elton John ليکلي دي. د دغه فیلم د کرکټرانو ږغونه د انګلیسي ژبې د مشهورو فلمي ستورو دي.

د زمري پاچا کيسه د يوه کوچني زمري ده چې سيمبا نوميږي. د ده پلار مفاسا نوميږي چې د وياړلو مځکو په نوم د يوه ځنګل پاچا دی. خو کله چې د سيبما کاکا، سکار، مفاسا ووژني، سيمبا فکر کوي دی د خپل پلار د مرګ مسئول دی نو له ډېره غمه له خپله کوره تښتي.

سيمبا دوه ملګري پيدا کړي او وروسته په سکار پسې خپل کور ته بيرته ځي.

دغه کارتون د نړۍ یو ډېر مشهور کارتوني فلم دی، په ډېرو ژبو ژباړل شوی او هر څوک يې ډېر په خوند ګوري. په پښتو کې د دې کارتون نورې برخې به له تانده وخت په وخت خپريږي.

د فلم د لیدو لپاره دا ځای کلیک کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *