ژباړه: ذبيح الله قرار –
(ودې ويرولم … بي بي جانې … زه…) د نجمې رنګ سپين الوتی و، په نيولي غږ او تړتړۍ ژبه يې دا خبره راته وکړه، پرټنډه يې د خولو څاڅکي ځليدل، له ډيرې ويرې يې سترګې رډې راختلې وې.
زه يې په دې خبرو حيرانه کړم، آيا هغه ټوکې کوي که رښتيا وايي؟ خو نه، هغې ټوکې نه کولې. کيدايشي زما زړه به نه غوښتل چې د هغې په خبرو باور وکړم.
نو دا په دې مانا چې نجمه به نوره له دې ځايه ځي ځکه چې په لومړي ځل ما د هغې په سترګو کې ويره ليده. چا چې د غرڅې غوندې په پټيو او ځنګل کې ترپکې وهلې، څوک چې په نيمه شپه به يې د مامولي کړپ په اوريدو دروازه خلاصه کړه او بيرون به ګرځيده، که د څارويو اواز به يې واوريد نو لالټين په لاس به د ځناورو په لټه وه، څنګه ويريدلی شي؟
زه په يوه پروګرام کې د ګډون له پاره د هغوی کلي ته تللې وم، د ميلمنو له پاره په يوه دولتي ميلمستون کې د اوسيدو ځای برابر شوی و، ميلمستون د غره په لمن کې پروت و . له غره سره دومره نږدې چې ځنګل له همدې ميلمستون نه پيليده. دا يوه دوه منزله وداني وه چې لويې، لويې کوټې يې درلودې او د هرې کوټې چت په رینده باندې له هوارو شويو او ځليدونکو تختوڅخه جوړ و. د چت بيرونۍ برخه يې هم له چادر څخه جوړه شوې وه چې شين رنګ يې درلود. مخ ته يې يو وړوکی ګلبڼ و چې له کاڼو څخه جوړ شوی ديوال ترې تاو و. پرديوال رنګا رنګ ګلونه ډير ښکلوي ښکاريدل. د ودانۍ شاتني ديوال يوه واړه دروازه درلوده چې څنګ کې يې يو وړوکی پخلنځی او د ساتونکي کوټه جوړه شوې وه. ساتونکي به د ميلمنو له پاره ډوډۍ هم پخوله. هغه شپه ساتونکی ميلمنو ته د شپې له ډوډۍ ورکولو وروسته روان شه او د مخامخ څړځي پرکنډو خپل کلي ته واوښت. کوم اړين کار يې درلود. موږ يوازې دومره خبر شوو چې پرځای يې کوم بل څوک ميلمستون ته راځي. ټول د خوب خونو ته لاړل. د شپې څوک راغلل او که نه؟ دا پوښته چا اړينه ونه بلله .
زما کوټه په دويم پوړ کې وه چې کړکۍ يې د ګلبڼ پرلورې وې. د شپې خدای خبر د چا په ښکالو راويښه شوم. يو څو شيبې اړخ په اړخ واوښتم، بيا وروسته پاڅيدم او کړکۍ ته نږدې ورغلم. پرده مې کش کړه، هرڅه د سپوږمۍ رڼا په غېږه کې اخيستي؛ويده پراته وو. کړکۍ مې خلاصه کړه. د هوا يوه سړه څپه مې پر مخ ولګيده. هوا د ځنګل له خوشبويۍ سره د ګلبڼ خوشبويي هم ترما راورسوله. د ګلانو رنګونو زړه ته لار کوله، د سپوږمۍ په رڼا کې ګلبڼ داسې ښکاريده لکه کوم انځورګر چې خپل رنګين انځور ته نازک سرمايي رنګ ورکړی وي. چوپه چوپتيا وه. يو دم مې د پښو غږ تر غوږ شو، له کړکۍ مې سر وويسته او ښکته مې وکتل. لاندې له برامدې څخه ښکته کېدونکې لرګينې زينې ته مې پام شو، لومړی يوازې دوه پښې ښکاريدې خو لږ وروسته مې وليدل چې يوې دنګې جينۍ لالټين په لاس کې نيولی، پرزينو ښکته روانه ده. په ميلمنو کې خو داسې کومه جينۍ نه ده راغلې، نو بيا…؟
دا هرڅه مې پروړاندې داسې تيريدل لکه د فلم صحنه. هغه بې له دې چې ښي او کيڼ لورې ته وګوري، سیدا روانه وه، د پاټک زنځيريې خلاص کړ، د دروازې مامولي کړنج چوپتيا د څو شيبو له پاره ماته کړه. جينۍ پايڅې رابډوهلې وې، نه يې پرسر ټيکری و او نه يې په پښو څپلۍ. پر نرۍ ملا يې غټه کوڅي ځړيده.
جينۍ څوک وه… چيرته روانه وه…په دې چوپه چوپتيا کې… په دې نيمه شپه… ما پر پيريانو او ښاپيريانو باور نه درلود خو…
کله يې چې په يو لاس د دروازې پله بندوله نو پام مې شو چې په بل لاس کې يو اوږد ځليدونکی شی ورسره دی. له دروازې چې بيرون شوه نو ديوال پناه کړه. مخامخ په شنه ميدان کې هيڅ شی نه ترسترګو کيدل، يوازې يوه پخوانۍ ونه ولاړه وه. د يوه ځناور اواز مې ترغوږ شو، په ياد مې شول چې زه همداسې يوه اواز راويښه کړې وم. بیا مې د يوې غټې ډبرې اواز واوريد، له همدې سره د چټکو قدمونو غږ، لکه يوڅوک چې منډه وهي. له يوڅه چوپتيا وروسته مې ترسترګوشول چې جينۍ له ديوال نه د ونې پرلور روانه ده. د لالټين رڼا دا هم راښکاره کړل چې سپي ته ورته يو ځناور له ونې سره نږدې پروت دی. جينۍ لالټين ورنږدې کړ، په ځير يې وروکتل بيا بيرته د دروازې پرلور راروانه شوه. فکر مې سم کار نه کاوه يا يې کيدايشي کاوه. د کوټې څراغ مې روښان کړ. اوريدلي مې و چې پيريان له رڼا تښتي. جينۍ انګړ ته راننوته او دروازه يې بنده کړه، زما د کوټې څراغ يې چې روښان وليد( سلام بي بي جانې!… خوب نه درځي؟ … چای، کافي څه شی دروړم؟)
له ښکتيه يې په لوړ غږ دا خبرې وکړې، کيدايشي پر شونډو به يې موسکا هم خوره وه خو دسپوږمۍ په تته رڼا کې يې مخ سم نه مالوميده، دا هم نه مالوميده چې هغه ويريدلې او که نه؟ يو څو شيبې مې سترګې هملته خخې وې.
– څوک يې؟ په ډيره سختې مې دا پوښتنه ترې وکړه، په زړه کې مې راوګرځيدل چې اوس به يې نو لاس دومره اوږد شي چې هان تر دويم پوړ به راورسي، ما به له غاړې ونيسي او ښکته به مې ګوزار کړي، خو داسې ونه شول.
(زما نوم نجمه دی آغلې…زما پلار دلته ساتونکی دی) لالټين يې خپل مخ ته نږدې کړو او ويې ويل. هغه يوه شپاړس کلنه يا اوولس کلنه ښايسته نجلۍ وه.
– نو په دې وخت چيرته تللې وې نجمه؟
– غرنۍ پيشو راغلې وه، دا څو شپې به راتله او چرګان به يې خوړل ، عادت شوې وه، ما يې هم کار وروکړ، ومې وژله، ګورې يې؟ په دومره لوړ غږ يې خبرې کولې لکه د ا وخت چې غرمه مهال وي، نيمه شپه نه وي.
– نه مننه، خوب راغلی ويده کېږم.
سهار مې چې سترګې پرانيستې نو له ګلبڼ نه د خلکو خبرې راتلې، په وژل شوې غرنۍ پيشو خلک راټول وو، د پيشو پر غاړه د تبرګي ژور ټپ ښکاريده.
بيچاره پيشو…خو هغه نجلۍ… په ياد مې شوه. دروازه وټکيده، هغه د چايو له پتنوس سره راننوته.
( سهار دې په خير بي بي جانې… چای چې وچکې لاندې راشه زه به هغه غرنۍ پيشو درښکاره کړم… بوره؟) هغه د چايو په جوړولو بوخته شوه.
(يو کاچوغه… نو ته څه پوهېدې چې هغه به غرنۍ پيشو وي، که کوم پړانګ مړانګ وای بيا؟) ما له هغې څخه د چايو پياله واخيسته، د هغې سترګو ته مې کتل. موسکې شوه ( هسې خو ماته له اوله دا پته وه چې هغه غرنۍ پيشو ده، خو هلته مې په زړه کې راوګرځيدل چې هسې نه ليوه يا پړانګ څه شی نه وي) ويې خندل.
– نو… ته ونه ويريدې؟
– نه که هر څه وای اوس به مړه پراته وای. سترګې يې يو څه راوويستې، تاو راتاو يې کړې، فرش ته يې وکتل بيا يې وويل:
– ويريږم به ولې… ويره له يو خدای نه په کار ده.
د نجمې واده په دوه، درې کلونو کې کيدونکی و، خو ما يې مور او پلار راضي کړل چې هغه له ځان سره ښار ته ددوو، درو کلونو له پاره بوځم، ما هم په ښار کې يوازې ژوند کاوه. مور او پلار يې هم راسره ومنل.
زما کور په درې پوړيزه ودانې، دريم پوړ کې و. د بام په يوه کونج کې مې يوه کوټه جوړه وه، له کوټې اووه اته ګزه لرې تشناب و. نور نو ګلدانې يښې وې، ځينو يې ګلان درلودل او ځينې يې همداسې خالي پرتې وې، بوټي يې وچ شوي وو.
يوه اوونۍ کې نجمه په دې نوي ځای کې داسې بلده شوه لکه کال يې چې تېر کړی وي. سهار وختي به پاڅيده، شاور به يې واخيست، ګلانو ته به يې اوبه ورکړې،لاندې به راښکته شوه. زه به نيمه ويښه، نيمه ويده پرته وم، دې به دروازه خلاصه کړه. يو تازه سلام به يې وکړ، د پخلنځي پر لور به لاړه، لږ وروسته به د چايو له پتنوس سره راننوته، پتنوس به يې په جالۍ لرونکې ميزکيښود، ماته به يې زما بکس راکړ، پيسې به یې واخيستې او بازار ته به لاړه. بيا به نو د ورځې کارونه پيل شول. کله به يې ځای پاکاوه، کله به يې جامې مينځلې، کله به مو خبرې کولې او کله به مو هم دمه جوړه کړه. کله، کله به مې ټوله ورځ يوازې پريښوده او زه به چيرته ترې لاړم خوچې بيرته به کورته راغلم هغه به د تل په څير خوښه وه، که اړتيا به شوه نو ماښام به يې له بازار نه سودا راوړه. هغه لومړی ځل ښار ته راغلې وه خو له هغې سره ددې خبرې هيڅ پروا نه وه، نه خوشاله، نه خپه، نه حيرانتيا، نه تلوسه، بس له خپل کار سره يې کار و. نه په شنه سهار کې پر سرک له يوازيتوبه ويريده او نه په تور ماښام کې له تيارې.
نو… نواوس له څه شي ويريدلې؟ پاس خو داسې څه نه وچې هغه دې ترې وويرېږي…خو هغه ولې وويرېږي…
(ته هم له چا ويريدای شې….) ما په ټينګار دا پوښتنه وکړه.
(ټوکې خو به نه کوې… )په داسې ډول مې له هغې وپوښتل چې نه مې ګمان کوی شو او نه باور. دروازه مې پورې کړه، د هغې خوا ته ورغلم.
– پاس… پاس څوک دي… په نيولي غږ يې وويل.
– کوم پيری ميری خو به نه وي راغلی. ما په دروغجنې حيرانتيا ترې پوښتنه وکړه او موسکۍ شوم.
– زه له پيري ميري نه نه ويرېږم. ويره يې يو څه کمه شوه، له سترګو يې ويښته واړول. پرمخ يې د خولو څاڅکي و، ټيکري ته يې لاس کړ او مخ يې پاک کړ.
– نو دا بيا څوک و چې ستا غوندې زړوره جينۍ يې ويرولې؟ د هغې پر سرمې لاس تېر کړ. يو څو شيبې يې راته وکتل بيا يې سترګې ښکته کړې. خپلو نوکانو ته يې وکتل. چې ورته پام مې شو نو له سترګو يې بهيدونکې اوښکې پراننګيو روانې وې.
(څه شوي… ماته ووايه کنه؟) په مينه مې ترې وپوښتل، هغې دواړه لاسونه مخ ته ونيول، سلګيو واخيسته.
(دلته وګوره… مه ژاړه… ته خو يو ځل ماته ووايه… څه شوي؟) ما هغې ته وروکتل او ومې ويل.
(دروازه مې بند کړه، له کوټې نه تشناب ته روانه وم، نو يو عجيبه…غږ مې واوريد) هغې په ټيکري پوزه او سترګې پاکې کړې، په غلي غږ يې وويل.
(لکه څوک چې په غوږ کې راته لګيا وي… خبره واوره، نوم دې څه شی دی؟ ما يوه خوا بله خوا وکتل،ټول بام خالي و، فکر مې وکړ چې دا به زما وهم وي)
(بيا…؟ څوک نه و که نه… نو بيا ولې وويريدې…) ما خپلې وروځې سره ټولې کړې، د ولې کليمه مې د سرپه خوزولو وويله.
(نه بي بي جانې…يوڅوک و. ما هسې وهم وګڼلو، دا خبره مې هم په ذهن کې تاو شوه چې په تشناب کې څوک نه وي، رڼا هم دومره ډيره نه وه) هغه يو ځل بيا سلګيو ونيوه.
(اوهو… ژاړه مه…بس کړه… اوښکې دې پاکې کړه…بس؟)
هغې خپلې اوښکې پاکې کړې.
( د تشناب پرلورې مې دوه قدمه نه و اخيستي چې بيا مې غږ واوريد.
اې واوره کنه… څه نومېږې… زه دلته له تاسوسره خوا کې اوسم… په همدې څنګ کور کې کار کوم…دلته وګوره… ولې له ما شرمېږې ته راوګوره… دلته پورته… ما پورته وکتل…بيا مې د ښې لورې ديوال ته سترګې واړولې نو…نوبي بي جانې…) د هغې خبرې بيا په ژړا کې ورکې شوې.
(هلته…په ديوال باندې يوهلک ځړيدلې پښې ناست و، نري بريتونه يې په مخ راشنه و… زما د کوټې له دروازې سره بيخي نږدې … هلته په ديوال باندې… زه ترې وويريدم.)