د اماني فکر کتاب مې ولوست، د غازي امان الله خان په اړه په داسې ډېرو موضوعاتو پوه شوم چې مخکې نه پوهېدم. دا چې پاچا څومره دینداره و او له عالمانو سره یې څومره مینه لرله او د ډېر احترام له کبله یې ځینو ته بهترین لقبونه ورکړل ، د مثال په ډول: فضل محمد مجددي ته یې (شمس المشایخ ) او د هغه ورور ته یې ( نور المشایخ )… همدارنګه له خپل وطن سره یې بیساری مینه لرله او کومې هیلې او امیدونه یې خپل هېواد او ولس ته درلود…

مګر د دې هیلو او امیدونو څخه د ګوتو په شمېر عملي شول؛ تر ټولو لوی لامل چې د دې پلانونو د عملي کېدو خنډ شو د انګریز جاسوس چې د ملا په جامه کې و ، په یوه فتوا سره چې ویلې به یې پاچا کافر دی ، د پای ټکی کېښود. خلک یې د پاچا پر ضد راوپارول ترڅو د امان الله خان هغه کړنې چې د هېواد د جوړېدو لپاره یې په خپل فکر کې لرلې مخه یې ونیسي. دا کارونه انګریز د غازي امان الله خان څخه د ویرې په خاطر کول. انګریزان پوهېدل چې غازي امان الله به ډېر ژر افغانستان یو پرمختللی هیواد وګرځوي.

همدارنګه د استقلال په جګړه کې انګریز له خپلې ماتې شرمېده چې یو سوپر طاقت هېواد څنګه یو ورسته پاتي او داستعمار لاندې هېواد څخه ماته وخوړه او د دې د جبران لپاره یې د ۴۰۰ شاو خوا جاسوسان په مختلفو څېرو کې افغانستان ته راولېږل چې یو یې ډيويډ جونز ( بغدادی پیر) په څیره کې ځان د سپین غر سیمه کې ځای کړ او له ډېرو هڅو ورسته خپلو موخو ته ورسېده. بلاخره حالاتو غازی اړ کړ چې ارګ پریږدي او د کندهار په لور لاړشي. له هغه وروسته روم ته کډنې شي او د ژوند تر اخري سلګو یې همالته پاتې شو. پاچا کولی شول مقاومت وکړي ، ولس په زور سره مات کړي ، وینه وبهوي، مګر د وطن او ولس مینې د دې اجازه ورنه کړه چې یوه قطره وینه وبهوي . دې ته ورته پیښه درې کاله وړاندې په شاهې دو شمشېره زیارت کې رامنځته شوه ، تعاویزګر چې ځان يې ملا ګڼلو د شاهې دو شمشېره زیارت مخې ته چیغه کړه چې دغې کافرې نجلۍ ( فرخندې ) قرآنکریم ته اور ورته کړ، حال دا چې د کوډو او جادو څو کاغذونو نه پرته بل څه نه ول.

خلکو بغیر له فکر کولو څخه فرخنده په داسې مرګ مړه کړه چې یو کافر ته داسی مرګ څوک نه ورکوي ، کولې شې ویډیو ګانې یې په یوټوب ، فسبوک… کې وګورئ .

د اسلام ستر پیغمبر (حضرت محمد ص ) د کافرو سره له جګړې مخکې صحابو ته وفرمایل: تاسو به د دښمن د جسد بې احترامي نه کوئ، د هغوی بدن به نه ټوټې کوئ ، که هغوی له تاسو سره داسې یو چلند وکړي بیا به هم تاسو هغوی ته ورته عمل نه تکرار وئ. د هغوی ماشومان مه وژنئ . ښځې یې مه ازاروئ. دې ته وایي اسلامي اخلاق ، خو دې فرخندې په ویډیوګانو کې د هغې په جسد موټر خیژوي، له بام یې غورځوي، سنګسار یې کړه او د یو هندو په شان یې اور ورته کړ. زه حیران په دې یم که د غازي امان الله خان پروخت پاڅون وشو نو د ولس تحصلي کچه ټیټه وه ، نو نن خو ولس کافي پرمختګ کړی وو، بیا هم داسی پیښه! له دې نه معلومیږي چې انسان په خپل وجود کې یو ځناور هم دی ، کله چې کوم څه په خپل زیان وګوري له مخې یې لري کوي او دا ځناور هغه وخت راوښیږي کله چې انسان خپل (خدای ج ) نه غافله شي نو د شېطان او دنیا په لور راون شي. راځئ دا ځناور له منځه یوسو او د د ښو انسانانو خوی ځان کې پیدا کړو ، په خپل دین کې پوره معلومات ولرو ترڅو د غازي پاچا د وخت ولس په شان د نورو د لاس آله ونه ګرځو ، نور مو د خپلو موخو لپاره و نه کاروي . (و من الله توفیق) ناشر صادق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *