په دې وطن کې هر سړی شاعر دی هر کس لیکوال دی که ډاکټر دی که انجینر یا د کوم بل مسلک خاوند  خپل کار ترې پاتې دی بس په سیاست اخته دی. ته  او خدای چې دا وطن اوس یوه  پوه ډاکټر ته ډیره اړتیا لري که شاعر ته  یو مسلکي انجینر به مو ډیر په درد وخوري که یو سیاسي مبصر د زراعت یا د اقتصاد یو ماهر ته اړتیا زیاته ده او که تش په نامه کارپوه ته. مریضان مو هند او پاکستان ته روان دي ډاکټران مو افسانې لیکي اوردبلي مو د بهره راځي او انجینران مو په سیاست اخته دي. د خدای روۍ ومنۍ هاغه څه چې مو لوستي یا وړتیا یی لرۍ دا هیواد هغې ته ستا د سیاسي لیکنې نه ډیره اړتیا لري.

زما په اند یو خو بی شمیره او غیر معیاري رسنۍ ددې لامل شوي چې هر څوک ګډې وډې ولیکي خپریږي بلخوا د هیواد نامتو شاعران او لیکوالان هم پکې ډیره ونډه لري  بس ټول ځوانان شاعرۍ او لیکوالۍ ته هڅوي. ګوره شعر یو خدايي استعداد دې چې پټ نه پاتې کيږي همداشان لیکوالي هم خپله یو هنر دې.  اوس هر لیکوال خو عابد او تراب ندې او هر شاعر خو سایل او کاروان ندې چې لیکنې او شعر یی د پند سره سره خوند هم لري.

زه باور لرم چې دا وطن به هله په سمه روان شي چې زما د انجینرانو مسلکي ټولنې (Engineering Councils) د شاعرانو د بهیرنو څخه پياوړې او غښتلې شې د ډاکټرانو، کمپيوټر او اقتصاد پوهانو ټولنې مې د تش په نامه (Think Tanks)  څخه زیاتې او مسلکې شي. علمي ژورنالونه (Scientific Journals) مې د ادبي مجلو په پرتله ډیر شي.

بس ښه کاروبار دې کله چې په ساختماني، لوجستیکي او امنیتي شرکتونو کې ګټه وه هر چا به یی جیب کې دوه درې جوازه ګرځول د این جي او دور مو هم ولید او د فکري بنسټونو او مدني ټولنو کاروبار خو لا تر اوسه هم ډیر تاواني نه دی او یو څه غریبي پکې کیږي.

لویه ستونځه دا ده چې ټولنه مو کاملاً سیاسي شوې ځوان دې که زوړ بس په سیاست اخته دې. په ټولنیزو رسنیو کې (لکه فیسبوک یا ټویټر) که د یو ځوان لخوا کوم رومانټیک اظهار یا حرکت وګورم راته طبعیی ښکاري او پرې خوشالیږم خو که د یو بل ځوان سیاسي څرګندونې وګورم پرې ځوریږم هر کس مو فلسفي شوې یا یی پيښې کوي چې  دواړو حالتونه د ټولنې په ضرر دي.

د ځوانانو دومره حد ته سیاسي کول چې اصلي هدف ترې پاتې شي په هیڅ وجه د وطن په خیر ندي بلکه خپل ځوانان باید د سیاست څخه لرې وساتو او پریږدو چې دوۍ ټوله توجه په خپلو زدکړو وکړي څه ته چې دا هیواد تر هر څه زیاته اړتیا لري.

زه د خپلو پوهانو پام دې مهمې موضوع ته رابولم چې جدي فکر پرې وکړي. چې  څنګه وکولاۍ شو خپله ټولنه ددغه افراطي سیاسي شوي حالت څخه راوباسو او ځوانان صحیح لورې ته برابر کړو تر څو د هیواد د تلپاتې پرمختګ سبب وګرځي.

2 thoughts on “زمونږ یوه بله ټولنیزه ستونزه/ زردشت شمس”
  1. ښاغلي ليکوال ته د روژې په درشل ډولۍ ډولې سلامونه او نېکې هيلې!
    ښاغلی پېشوا صيب! زه له تاسو يوه پوښتنه لرم او هغه دا چې تاسو د سياست تعريف يا پېژند وړاندې کړی، چې موږ هم پرې پوه شوه، چې څه ته سيسات ويل کېږي، خو دومره بايډ ياده شي، چې د عامې روغتيا وزارت بايد يو کارپوه وچلوي، خو تر څنګ يې ډېرو څانګپوهو ډاکټرانو ته هم اړتيا شته ده، چې د دغه وزارت تيوريتيک بنسټ جوړ او وده ورکړي او تر څنګ يې په منجمنت او اداره کې هم پوهه ولري!
    نو ستاسو څخه پوښتنه دا ده، چې ځوان تر کوم عمره ځوان دی، يو ډاکټر په ۲۴ يا ۲۶ کلنې لوړې زده کړې پای ته رسوي، نو دغه ځوان د خپل مسلک په ادراي سياست ځان پوه کړي او که نه؟ له دولتي چارواکو سره د خپل وزارت بوديجه د ټولنې د سياسي او اداري امکاناتو سره سم سمبال کړي ا وکه نه! زما په ګومان د ځوانانو شړل له سياسي ډګره له ټولې ټولنې سره جفا ده، ځکه ځوانان نن سبا د ټولنې ۴۵ تر ۵۵ سلنه نفوس تشکيلوي او بايد هم د ټولنې د سياسي زعامت او اداري منجمت په اړه هم زده کړې وکړي او هم په نېغه ګډون پکې وکړي، څنګه چې ټولنې پرته له مشرانو سمه نه اداره کېږي، نو پرته له ځوانانو يې وضيعت نور هم خراب وي، نو د خپلې ليکنې د محتوا په اړه يو ځل بيا غور وکړی.

    ښه روژه او توفيق مو په برخه شه
    معه سلاموکم الاهلل سنون
    ملا ميوند آخوند

  2. لیکوالي نن سبا یو پارټ ټایم جاب (وبخښه) په پښتو کي رانه اصل توری ورک شو. ددې مانا دا نه ده چي ډاکټر چي لیکوالي کوي نو ډاکټري ځندي پاته ده. انجینر د ورځي خپله انجینري کوي او ماسخوتن راسي لیکوالی ته کیني. په دې کي نو څه خبره ده؟ لیکوالي خو یوازي د بیکاره او بې روزګاره سړي کار نه دی!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *