اکبر کرګر

م·اكبر كرگر

لومړی برخه

ارزښتونه د انسان هغو باورونو اوعقايدو ته، چې افراد پري ولاړ وي اود خپل چال چلند له پاره د هغو پر اساس يوه ځانگړې اوخاصه لاره غوره کوي، ويل کيږي. په انگريزي کې ورته Values وايي.  په بل عبارت ارزښتونه هغه معنوي اصول دي چې يو شخص يا ټولنه له هغو څخه د يوهدف د ترلاسه کولو په موخه خاصه تگلاره غوره کوي او د هغو پر اساس پر مخ ځي . په ټولنه کي کلي تگلارې، چلندونه، مادلونه، نمونې او مثالونه د دې سبب کيږي چی هغه د شخصي اوفرهنگي ارزښتونو بيلگې شي. داسې چې په جمعي توگه د ټولو له خوا ومنل شي. په محدوده مانا کې کله هم د فرهنگي اخلاقي اوديني ارزښتونو يادونه هم کيږي چې دا هم د يو ډول ټولنيز يووالي اوبيا د دغه د منل کيدو او پراختيا سبب کيږي. په دې اساس عدالت، انسان دوستي يو ټولنيز ارزښت دی.

ارزښت د عقيدي او باورونو په بنسټ يو ډول دوامداره او د زيات وخت له پاره د انسان په ذهن کې په يو شي يا دستور باندې ثابت دريدل هم دي. کلي مادلونه جمعي احکام اوکرداري عادتونه ټولنيز ارزښتونه جوړوي. دا ارزښتونه عموما له شخصي، فرهنگي اوقضايي ارزښتونو نه جلا نه دي . په دې کې هغه ټول ارزښتونه راتلای شي چې يو ه ټولنه يا ټولنيزې ډلې پرې توافق وکړي يا يې کړی وي .

ارزښت يو داسې مفهوم دی چې زياتره څيړونکي ورته په بيلابيلو ساحو اوحوزو کې پام کوي، چې دا کار پخپله د ابهام او پيچلتيا سبب کيږي .په ټولنيزو پوهنو کې د ارزښت مفهوم بيلي بيلي ماناوې لري چې په درې درجو کې پرې بحث کيږي . لکه اقتصادي ارزښتونه، ټولنيز ارزښتونه او فرهنگي ارزښتونه. خو د ويليام رامونډ په قول په دوه اصلي اواساسي ماناوو کارول کيږي. چی يو يې ټولنيز ارزښتونه نوميږي او هدف يې هغه ارزښتناک او گټور شيان دي چې ټولنه پري پام کوي اوهغو ته د رسيدو اوترلاسه کولو له پاره هڅه کوي. په دويمه مانا ارزښت د مختلفو چارو په باره کې يو اخلاقي قضاوت کول دي . چې هغو ته فرهنگي ارزښتونه ويلی شي .

د فرهنگي چلندونو اوکړو وړو يو معياردا دی چې د ټولني غړي یی يو له بله توقع لري. دا نظر يا دا توقعات له يو فرهنگ نه تر بل فرهنگ پوري توپير لري. فرهنگي برخوردونه اوچلندونه دهر فرهنگ پورې اړه لري. دا چلندونه بيلابيل شکلونه غوره کوي چې يو يې هم ارزښتونه دي. ماروين اولسون په دې برخه کې څلور عنصره عمده بولي : باورونه، ارزښتونه، چلندونه اوتخنيکي مسايل. په واقعيت کې ويلی شو چې ارزښتونه، هغه ژور احساسسات دي چې دټولني غړي په کې شريک دي. همدغه احساساست غالبا هغه اعمال اوچلندونه دي چې د ټولني د وگړو کړنلاره ټاکي . نو په هره ټولنه کې د ټولني فرهنگي مقولات، معيارونه با ارزښته بلل کيږي. د ځينو له نظره ارزښتونه د قضاوت اوپيژندنې له پاره ديو معيار په توگه ياديږي چې له عقايدو جلا وي. ارزښتونه هم د احساساتو برخه اوهم د شناخت ټولگه کيدای شي.

هغه څه چې د لويديځې نړۍ ټولنپوهانو ته ډير اعتبار لري دا دي چي ارزښتونه د عقل توليدات بولي. دهغو د تعريف له مخي ارزښتونه يوه اعتقادي مساله ده. چې د ټولنيزو څيړنو اويا ارواپوهنې له مخې چې صدق او توجيه يې امکان نه لري چې موجوديت يې کشف شي. په عين حال کې ارزښتونه د هر ډول منطقي اوهدف مند اواگاهانه کړنو نهايي سرچينه هم ده. مارکسيستان د ارزښتونو د ټاکلو له پاره اقتصادي گټي اوطبقاتي جگړه ټاکوونکي بولي .

د سنتونو او ارزښتونو توپير په دې کې دی چی سنت له ديني پلوه يو اسماني حقيقت اوسپيڅلي صبغه لري. او د نويو او پرله پسی اضافاتو لاره ده په دې اساس سنتونه ډير ارزښت لري خو د ټولنپوهنې له نظره د چلند او فعاليت يوه لاره ده ، چې د زيات تکرار په وجه د عاداتو په توگه رابرسيره کيږي اوپه گډ ټولنيز ذهنيت کې يا د ټولنې په روان کې ځای نيسي. د انسانانو دا ډول تگ او چلند نه شي کولای د چلند کوونکو له کړنو څخه گوښې اوبې اړيکې وارزول شي.

همدارنگه ارزښتونه اداب او رسوم هم يو له بله سره اړيکه لري. ارزښتونه داسې معيارونه دي چې د ټولني په کلي فرهنگ کي ځای نيسي او ټولنې ته مانا اوهويت ورکوي. چې په هغو مشخصاتو پيژندل کيږي ۔ د مثال په ډول پښتانه د ميلمه پالنې ازادۍ، غوښتني، ميړانې اوپه مجموع کې د پښتنوالي په کودکس باندې وياړي او د هغو ټول د ارزښتونو ټول بولې. له بلې خوا ارزښتونه د شخصي قضاوت پورې نه رابطه، د افرادو ترمنځ نږدې اړيکي، د خلکو په منځ کې له ارزښتونو سره ملگرتيا او په دې لار کې د تداوم د رعايت څخه عبارت دی . خو رسوم اواداب د ټولني د ټولو وگړو ترمنځ عادي اوگډ خصلت دی چې د ټولو ارزښتونو سره درجه بندي کيږي . چې هر فرهنگ ته ځانگړنه ورکوي .

د ټولنيزو ارزښتونو بيلابيلي خواوي يا د ټولني مختلفي خواوي په يو هيواد کې مختلف ارزښتونه رامنځ ته کوي. اوس په نړيوال ډگر کې ديو گډ نړيوال فرهنگ بنسټونه رامنځ ته کيږي . ارزښتونه هم مادي اوهم معنوي اړخ لري.

په يوه ټولنه کې د بيلابيلو ډلو اوگروپونو فرهنگي مشترک عناصر هم شته خو ځيني توکي لکه شرافت نجابت ،دابرو ساتنه داسې ارزښتونه دي چې ټول ورته په گډه ارزښت ورکوي .

ارزښتونه په دوه سطحو کې تحليل کيږي : د ټولنيز وفاق له مخې اويا هغه شيان چې د فرد اويا د ټولني د فرهنگ په اساس ښه ارزول کيږي د ارزوني دغه شرايط د فرد له واک نه بهر دي اومنبع يې هم د فرد په نسبت بهر ده. په مجرده اوانتزاعي توگه شخص د ټولنيزو ارزښتنو منبع هم ده. دا چې يو شخص د خپلو اعمالو مسوليت په غاړه اخلي ښه عملونه يې د ستايني وړ اوبد يې د نه منلو وړ دي . چې دا د شخص په نسبت دروني منبع لري .

سره له دې چې فرد ځانته هدفونه ټاکي، خو فرهنگ په کلي توگه ځينې اهداف خپلو وگړو ته وړاندي کوي . ټولنيز ارزښتونه له اخلاقي پلوه د يوې پديدې د سمښت او اهميت ټاکوونکي دي . ارزښتونه دپوهيدنې وړ دي عاطفي دروندوالی هم لري دزياتو افرادو اوډلو تر منځ شريک هم دي .

 په ځينو ټولنو کې ځينې ارزښیونو ته زيات اهميت ورکول کيږي اوځينو ته کم . د ارزښتونو بدلون پر ادابو اورسومو اوسنتونو هم اغيزه کوي . له کومه ځايه چې ارزښتونه اوتمايلات د فرهنگ له مخی پيژندل کيږي نو له يوې ټولني بلې ته توپير لري .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *