استاد نور احمد عايل ليکلي و چې د فرانسې په نورماندې ښار کې يو کيلو متر سړک د قير په ځای په شمسيو وپوښل شو، د دغه سړک رغولو پنځه کاله وخت غوښتی او که ښه پايله ولري راتلونکو پنځو کلونو کې به فرانسه د خپلو هېواد ۱۰۰۰ کيلو متره سړکونه په شمسيو وپوښي.

د همدې خبر په لوستو مې د خپل هېواد لارې او سړکونه د سرفلمي غوندې په ذهن کې اتومات تداعي شول، د دغه تداعي خيال يوړم او هغه وران پولونه او پولچکونه چې باروتو خوړلي، هغه لارې چې بمونو غار غار کړې او هغه چې لاهم لوېشت لوېشت خاورې پرې پرتي دي او د موټر له تېرېدو سره سپره دوړه آسمان ته تر جګيږي… را يادې شوې.هغه لارې هم رادې شوې چې له خپلې ټولې ورانۍ سره سره يې د سلګونه افغانانو ژوند تر ستوني تېر کړ او لاهم لکه لېونۍ اژدهاوې خلک خوري.

محب الله آرمل
محب الله آرمل

د لارو نا امني له پخوانو خلکو را پاتې رواج دی، پخوا زمانو کې به غلو په کاروانونو حملې کولې، لوټل به يې او پدې طريقه به يې ژوند کاوه، خو نن ورځ لارې يو بل ډول هم نا امنه دي. غل له غلا سره کار لري خو وژني د نه البته که يې مجبور نکړې، خو اوسنئ لارې داسې غلو نا امنه کړې چې موخه يا د غلا وړ توکی يې يوازې #ژوند دی!

ما د ښونځي په وخت کې له خپل يوه ښوونکي اورېدلي وو چې لار جوړول جاريه صده ده، جومات هم صدقه يې جاريه ده خو که لار خرابه وي نو جومات د ړنګ شي خو لار د جوړه شي. اوس اوس د خپل ښوونکي خبره هم را ياديږي. که مې همدا ښوونکی کله و وينم ورته وايم به چې ولې دغه جاريه صدقه د خلکو له پام لوېدلې ولې يې ورانوي؟ پداسې حال کې چې روغول يې د ثواب کار دی ؟

حکومت لارې جوړې کړې، د امريکا ډالر يې پرې مصرف کړل خو ويې نه ساتلې او داسې ښکاري چې ساتلی يې نشي! د کابل کندهار لاره د وردګو په ساحه د پول صراط په نوم مشوره شوه، دواړو غاړو ته به يې د سوزېدلو ټانکرونو او نورو موټرو تور دېوال جوړ وو خو امن يې نکړه.

د پکتيکا غزني تر منځ لار چې د اندړو ساحه کې نا امنه وه او ده،که د دقيق حساب وشي ممکن د سلګونو کسانو ژوند يې اخستی وي مګر امن نه شوه… داسې په سلګونو لارې لرو چې نا امنه دي. که ټول وطن امن نه وي، جوړ نه وي … نو لارې خو د امن وي چې خلک خو تګ راتګ وکړای شي، چې له ښار سره، له دولت سره، له علم او پرمختګ سره … خو د کليو اړيکي پرې نه وي!

تر نا امنۍ وروسته د لارو د ويجاړۍ بله دستګاه خپله د دولت تلې دي، په تلو کې د دولت مامورين ناست دي، د خپلو ګټو په خاطر د وطن شتمني د تباهۍ کندې ته اچوي. لس ټايره موټر چې کوم قانوني بار وړی درې او آن څلور چنده دروند باريږي، په تله کې وزن کيږي مخنيوي يې کېدای شي خو دوه درې زره افغانۍ له موټر چلوونکي اخستل کيږي او ورته ويل کيږي چې بېغمه ځه … حکومت شايد ددې واړه کار مخه هم نشي نيولی يا يې نه نيسي، درنو موټرو له لارو ويالې جوړې کړې او باروتو کنډې کپرې کړې.

عام مخلوقات هم د خپلو لارو د ساتلو چندان علاقه نلري، دوی ښه پوهيږي چې کال کې يې نوی موټر په خرابه لار زړيږي خو لار نه جوړوي دولت ته يې لاس اوږد کړی چې که يې ور جوړه کړي، له دې سره سره يې د نا امنۍ مخنيوی هم نکوي او هره ورځ ويني چې يوه خپل يې پکې ژوند لاسه ورکړی وي.

زموږ د پخواني وخت لنډۍ ده چې وايي :

باران که اوري و د اوري

واوره د نه اوري چې لارې بندوينه

خو نن له داسې ناولي ټولنيز پاراډوکس سره لاس او ګرېوان يو چې واورې وشي لارې خلاصې شي، امن شي او تګ راتګ پرې آسانه شي. ځينې شايد استدلال وکړي چې لارې د عامو خلکو په مخ خلاصې دي. مګر داسې نده! موږ وليدل چې د ناوې موټر په بمونو وختل، موږ وليدل چې عامو خلکو پکې د مرګ جامونه نوش کړل او موږ وينو چې عام خلک هم په نا امنه لارو ډاډه نشي تلای.

په پای کې مسئولو چارواکو ته چې شايد يو وخت به مامورين يا عام وګړي ول او د وطن خړې لارې به يې ليدلي وي، ور معلومې به وي، چې څنګه وې! موږ  اتمنان ورکوو چې اوس هم هماغسي دي تاسې بدلون وکړ، تاسې مخکې لاړئ، وزیران ، واليان … شوئ خو هېواد بدلون ندی کړی …دا لاندې ټپه هغوی ته ډالۍ چې د لارو د رغولو مسئوليت لري خو خپل دا مسئوليت ترې هېر دی:

يوارې بيا په دې لار راشه

په پخوانو پلونو د پرېوتل ګردونه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *