دا ټول منو چي موږ د نوري نړۍ په نسبت ډېر وروسته پاته یو. زموږ کلیوال هم اوس د نوري دنیا له پرمختګونو خبر او انکشافاتو ته يې ګوته په غاښ نیولې. له دې سره چي نن رسنۍ د نړۍ د لر او بر خبرونه په څو دقیقو کي تر موږ را رسوي او زموږ خبرونه نوري نړۍ ته رسېږي، لا هم موږ له دنیاوالو سره داسي جوت توپرونه لرو چي د ټیکنالوجي په دې دور کي بايد نه وای.

په نوره نړۍ کي خلګ د تعمیري ابتکاراتو په سوچ کي وي او موږ د تخریب په برخه کي هره ورځ نوي پرمختګونه کوو. نور انسانان د انساني ژوند لپاره کار کوي او موږ يې د مرګ په غم نیولي يو. د ټولي اسلامي دنیا عالمان، ویناوال او مفتيان خپلو متلونو، دولتونو او پوځونو ته دعاوي کوي، زموږ دا په هر لمانځه، هره وینا او هره ناسته کي ښراوي ورته کوي.

خلګو ته ژوند خوند ور کوي او موږ تر هر څه مرګ ته ترجیح ور کوو. موږ نه یوازي خپل مرګونه غواړو بلکي نور هم خپل ژوند ته نه ایله کوو. د نوري دنیا خلګ د خپل هیواد په پرمختګ خوشالېږي او زموږ هغو ته د کفر جال ښکاري او پرې خپه کېږي. نوره نړۍ خام سړکونه نه لري او که وي هره ورځ يې د پخولو هڅه کوي، خو موږ پاخه نه لرو او که وي نو هره ورځ يې د الوزولو فکر را سره وي.

زموږ په وطن کي په میلیونو ډالرو جوړ سوي پلان د بل په اشاره یوه ثانیه کي انفجار سي، خو نورو انسانانو ته د خپل ژوند په شان اهمیت لري. زموږ د رودونو اوبه لا هم نورو ته بهېږي او هغوی استفاده ځني کوي، خو له موږ پرته نور بیا پر یوه غوړپ سر ماتوي. زموږ پر بندونو هغه خلګ حملې کوي چي ځانونه يې د دنیا او اخرت ټیکداران معرفي کړي، خو د نوري نړۍ دا قشر تر بل هر چا د خپلو ملي کټو لپاره ژمن وي.

زموږ عامه بازارونو کي لا خلګ وژل کېږي او نوره نړۍ کي د ګټو او کارموندنې ځایونه دي. موږ لا د خلګو په ایمان تللو بوخت یو، له همدې څخه په ګټې اخیستنې ګاونډیانو د مرګونو سوداګر را څخه جوړ کړل، البته نورو بیا هر څه ته د ګټو او مفاد له زاویو کتلي.

زموږ نامنیو هغه ځای ته هم لار ومونده چي خلګو خدای ته د عبادت سر پکي لګاوه او وژنې هم هغه څوک کوي چي له خدایه د ویري تر ټولو ډېره دعوه کوي، خو نوره دنیا کي د هر مذهب معابد له خوندي کیدا سره د احترام وړ هم بلل کېږي.

زموږ مسلمانان له خپلو غټو ادعاوو سره غرب ته په تېښته دي او هغوی بیا له دې سره چي کافران دي، دوزخیان دي، نجس دي او د خدای په افتونو لړلي دي، نه موږ ته را تښتي، نه له موږ مرسته غواړي نه را ته احتیاج دي.

زموږ خلګ له سره تر نوکه د نورو په شیانو کي پټ دي، خو له دې سره پر نړۍ د حکومت خوبونه ويني، په تش لاس د نړۍ د غلامۍ فکرونه کوي، د ټیکنالوجي له نوم سره شناخته نه دي التبه د نړۍ د پر مختللو هیوادونو د فتحه کېدای ادعاوي کوي، مګر د دې برخلاف له نوري نړۍ سره هر څه سته خو نه يې مسلمان غلامان کړل، نه يې د نړۍ نقشه بدله کړه، نه يې د خلګو ایمانونه وتلل، نه يې معابد وران کړل او نه یې عبادت کونکي ووژل.

نوره نړۍ بريښنا را جوړوي او موږ يې یوازي مصرفوو. کافران موټر راته چمتو کوي او موږ پکي سپرېږو. دوی وسلې را کوي او موږ سره په وژنو. هغوی سوژې را کوي او موږ ګرده عمر په بوخت یو. هغوی د دروغو خبره کوي او موږ يې حقیقت ته په رسېدلو کي کلونه ضایع کوو.

د نړۍ تر ټولو هوښیاران ځانونه ګڼو، اما په واقعي ژوند کي تر ټولو وروسته پاته یو. د لوی تاریخ دعوه لرو، مګر حالا هيڅ نه لرو. هیلې مو سترې دي، البته کار ته ځان نه ټینګوو. له رشوتخوره مو بد کېږي، خو که خپله راته ورسېږي، نو تر تیر نه یو. فاسد پسي پشالا خبرې کوو، که مخامخ راسي، تر ټولو زیات احترام یې موږ کوو.

ادعا کوو چي ښځو ته یوازي انساني حقوق موږ ور کړي، مګر تر ټولو بدې خاطرې هم له موږ څخه لري. د خدای پالنې سترې ادعاوي مو ټولي نړۍ ته رسولې، اما د ثبوت لپاره يې عملي یوه بیلګه نه لرو. خیراتونه د دنیا او اخرت لپاره ښه بولو، خو په ټولو مسلمانانو د خپلو مسلمانو لپاره یوه خیریه موسسه نه لرو.

د نوري نړۍ جرمونه پسي شمارو، خپلو ترمخ جرایمو ته مو پام نه وي. د بل سپی ساتل بد راته ایسي، خو موږ له انسانانو د سپيو کارو اخلو. غلا بده بولو، مګر له مالي تر ادبي غلاوو د غټو غلاو لوی لیستونه ټول زموږ دي. د غرب فحاشي راته د منلو نه ده، اما زموږ په کليو او ښارونو کي هلکان د شوو لپاره ګرزول کېږي. موږ له ښځې سره یارانه بده ګڼو او هلکان بیا زموږ د کلتور برخه ده.

په بدي کي د ښځې ورکړه راته اسلام و انسانیت ښکاري، له دې ناوړه عمل سره د جنت فکر هم را سره وي، اما پر ټلویزون بیا د سندرغاړې سندره سوچ کفر را مالومېږي او د هغو له ژونده مو بد کېږي. د هغې دا کار د بد کارۍ یوه بیلګه وي، خو زموږ په بدي کي د ښځې ور کول را څخه هیر وي.

وژونکې ډلې زموږ دي او ملامتوو بل. ایډیالوژي زموږ ده او ګرم نور دي. د خلګو په سرونو فوټبال موږ کوو او بې انسانیته نور ګڼو. غوبل موږ جوړ کړی او بد بل دی. وطن مو خپله وران کړ او دې کار ته مو د تقدس نوم هم ور کړ خو لا هم نه منو چي نورو استعمال کړو. نو په دې حالت کي موږ ملامت یو که بل؟  زموږ او د نورو دا توپيرونه دي.

۲۰۱۷/ اکتوبر/ ۲۶

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *