د پښتو ژبې د کتابي تبصرو په اړه د اسلامیه کالج پېښور فاضل فورفیسر انعام الله جان قیس وايي ( د اردو، فارسي، عربي او انګريزي ژبو نه علاوه په پښتو ژبه کې چې کومې تبصرې زما د نظره تېرې شوي دي، په هغو کې یوه تبصره هم د اصولو او شرایطو په علمي معیار پوره نه ده، د دې نه دا حقیقت په ډاګه کېږي، چې هیڅ یو مبصر ته دا علم نشته چې تبصره څه ته وايي.) د قیس صاحب د دې خبرو خوا وشا دوه لسیزې کېږي او طبعي ده، چې په دې دوه لسیزو کې به د تبصرو په اړه موږ یو شمير ډېرې ښې تیوریکې لیکنې او خبرې اورېدلي او لوستلي وي؛ مګر له بېخي لږې استثا سره وس هم زموږ تبصرې هغه ډول نه دي، چې د تبصرې د علمي معیار ترڅنګ د قیس صاحب خبرې دې پرې وننګوو.
تبصره چې د ژانر تر حده ځينې ځانګړنې لري، وس يې حتی د ډېرو موضوعي ډولونو لامله په ژونالېزم پورې هم محدود نه شو ګڼلی، یعنې د ادبي، سیاسي او اجتماعي برخو په کتابونو تبصرې ممکن يو ډول ونه بولو ځکه خو تبصرې د موضوعي ډولونو ترڅنګ په فني ډول هم مختلفې دي، په کتابونو تبصرې وس د ژورنالېزم د عمومي ډول تبصرې نه دي ځکه چې هره تبصره د هغه کتاب د څانګیزې تبصرې په نوم یادوو، په همدې تاکید په مبصر اول شرط دا دی، چې په هغه موضوع چې دی پرې تبصره کوي باید څانګوال (متخصص) یې وي او دا د تبصرې تعریف هم دی؛ یعنې علمي باریکۍ بل ته په ګوته کول تبصره ده، وس که څوک د یو علم اړوند پوهه او مالومات ونلري او یا د همغه علم علمیت ورسره نه وي، طبعي ده چې نه به یې خبرې معقولې وي او نه به يې علمي باریکۍ!!
قیس صاحب په تبصرې او تجزیې نومې کتاب کې د مبصر په اړه دا هم لیکي ( یو مبصره د یو لیک فني او علمي ژوروالۍ د هغې علمي میدان د معیار په رڼا کې نور هم ښکاره کوي او که څه فني کمزوري ورته پکې ښکاره شي؛ نو هغه هم خلکو ته په ګوته کوي.) تر دې ورسته مبصر د تبصرې تمهید راوړي، د تبصرې په تمهید کې د کتاب او موضوع او یا هم د لیکوال په اړه څرګندې خبرې کېږي؛ یعنې د کتاب جوړښت او د موضوع پر شالید او اهمیت او یا د لیکوال په اړه لنډې خبرې وي؛ خو په وسنیو تبصرو کې تمهید ډېر مهم نه ښکاري بلکې د عامې لیکنې په څير سیده موضوع پيلول مهم دي؛ مګر سره د دې چې تمهید به مهم نه وي؛ خو د تبصرې په ځانګړنو کې راځي او د یوې نسبتاٌ ښې تبصرې په رامنځته کولو کې نقش لري.
د تبصرې بل شرط چې د اصل شرط په نوم یې باید یاد کړو هغه دکتاب او موضوع په اړه خپله خبره کول دي؛ یعنې هغه څه چې په کتاب کې دي، په دې اړه مبصر خپل نظر په صریح ډول لیکي او خپل نظر څرګندوي، ښېګړې او نیمګړتیاوې بیانوي؛ البته نیمګړتیاوې دې په هغه کچه نه وي، چې له تبصرې خبره کره کتنې ته واوړي او د عامې لیکنې بڼه غوره کړي.
بل شرط د تبصرې دا دی چې د تبصرې د منځپانګې سره سم د کتاب او موضوع په اړه مجموعي رايه ورکول وي، چې یو مبصر د خپلې تبصرې د نتیجې ترڅنګ هغه ټولې مهمې خبرې چې د تبصرې په اوږدو کې یې مهمې بولي په مختصر ډول لیکي. دا هغه څه دي چې په نسبي ډول یې د یوې ښې تبصرې شرطونه بللی شو. مګر تر دې یې هم په اسانه مانا داسې هم په ګوته کولای شو، چې ښه تبصره همغه وي چې لوستونکي یا اورېدونکي ته واضحه کړي چې دا کتاب یا موضوع څنګه ده؟ او څومره اهميت لري او یا ولې لیکل شوی دی؟ دا هغه سوالونه دي چې په ځواب کې یې بهترینه تبصره رامنځته کېدلای شي.
زموږ په مخکتنو او موضوعي غونډو کې اکثر د لیکلو تبصرو او مقالو سر و بېخ ځکه هم نه وي مالوم چې اصلاٌ موږ د مقالو او تبصرو په بنیادي توپير نه پوهېږو، ډېر کله په مخکتنو کې د تبصرو پر ځای مقالې بې خوندي رامنځته کوي یا برعکس په چاپي رسنیو کې د تبصرو پر ځای د تبصرو په نامه مقالې چاپوو، دا نو داسې څه دي، چې په خپل ځای نه ورته مقالې ویلی شو او نه تبصرې؛ همدا علت دی چې نه مو په کامیاب ډول ښه اثار خلکو ته ورمعارفي کړل او نه مو هم په هغه ډول لکه مناسبه چې وه ښه اثار وارزول. د ښو تبصرو لیکلو ګټې دومره دي لکه څومره چې ښه کتابونه ګټې لري، په پښتو ادب او فرهنګ کې د ښو تبصرو لپاره خورا ډېره اړتیا لېدل کېږي، که په واقعي مانا ښې تبصرې لیکو؛ نو پورته شرطونه یې داسې څه دي چې د يوې نسبي ښې تبصرې په لیکلو کې راسره مرسته کولای شي