په یاد مې دي چې خدای بښلي پلار مې د شهید سردار محمد داود خان د وخت لیکل شوی کتاب د حساب برخې د زدکړې لپاره راته راوړی وؤ. په دې کتاب کې هر څه ډیر په سولیز تفکر سره انځور شوي د بیلګې په توګه د ویش یا تقسیم د زدکړې په برخه کې داسې مثال ورکړل شوی وؤ چې که چیرې موږ لس مڼې ولرو او هغه وغواړو په پینځو ملګرو باندې وویشو نو هر یوه ته به دوه دوه مڼې ورسیږي چې دلته مڼې مقسوم، مونږ پینځه ملګري مقسوم علیه او د دو عدد خارج قسمت دی.‌ دې کتاب په ذهن کې عجیبه ښکلا انځوروله، زړه به دې کیدو چې څو څو ځله همدا یو مثال تکرار کړې ځه چې هم به په دې ویش کې دوه مڼې در رسیدې او هم به دې د طبعیت ښکلا په ذهن کې تخلیق کیدله. څه موده وروسته مې د جګړې په دوران کې د مجاهدینو لخوا د طرح شوي نصاب د ریاضي کتاب لاس ته راغی په هغه کې د ویش برخه داسې تشریح شوې وه.‌که چیرې مونږ په خپل ټوپک کې لس ګولۍ او پینځه خلقیان ولرو نو د هر خلقی د مرګ لپاره دوه دوه ګولۍ کافي دي چې دلته ګولۍ مقسوم،‌خلقیان مقسوم علیه او د دوو عدد خارج قسمت دی.‌دې کتاب نو بې له مرګ او وژنو بل هیڅ تفکر په ذهن کې نشوای تخلیق کولای چې په دې سره به دې ښکلي طبعیت هغه کرغیڼ انځور په ذهن کې در تیر شو کله کله خو به دې دا هم په ذهن کې در تیریدل چې د دې ویش عملي بڼه به څنګه وي؟‌ ارواپوهان وايي چې لمړی وړکتون او بیا هم ښوونځی هغه ځای ده چې د انسان د شخصیت او ذهنیت په وده کې خورا ارزښتناک رول لوبوي نو په همدې بنسټ د دغو دوو نصابونو لوستونکي یوه له بله بلکل په متفاوت ذهنیت او آیډیالوژي را لویدل. یوه به د مڼو د باغونو د جوړښت لپاره هڅې ګړندی کولې او هغه بل به بیا تل د خلقیانود وژنو لپاره د خپل ټوپک ګولۍ شمارلې. دا بلکل منم چې جهاد فرض دی خو آیا ضرور ده چې د یوه ماشوم زدکونکې په ذهن کې د مرګ ژوبلې انځور مجسم کړو ؟ په هر حال ‌زه دلته نغواړم په دې باندې بحث وشي چې څوک په حق وؤ او څوک ناحق ؟ دلته د مثبت او منفی ذهنیت او تفکر د را مینځ ته کیدلو په سر بحث دی.‌

په دې ورستیو کې یو چا راته د دوولسم ټولګي لپاره د فزیک نوی لیکل شوی کتاب د کتلو لپاره راکړ، کتاب ته مې نظر واچاوه چې د پټې خزانې په ادبیاتو باندې لیکل شوی دی او ځیني ځیني برخو کې خو داسې ادبیات لیکل شوي چې زه ډاډه یم چې لیکوال یې هم په هیڅ ډول د لیکلو هوډ نه درلود.‌ په هر حال د ادبیاتو ستونزې به یې ادب پوهان پسې چڼي، راځو د کتاب لیکولو میخانیکیت او له هغه څخه اخیستونکي ذهنیت ته.

د کتاب په وروستي څپرکي کې د هستوي تعاملاتو په اړه خبرې شوي خو د دغه بحث یوه ستره برخه د اټومي بمونو په اړه مطلب ته څانګړې شوې، په دې کې هیڅ شک نشته چې اټومي وسلې درلودل هم د دې زمانې یوه اړتیا ده خو آیا ضرور ده چې دا اړتیا له ښوونځی څخه پیل کړو؟ د هستوي وسلو جوړول تر ډیره په یوه غیر مشروع ډول یوه سیاسي واک ته د رسیدلو لپاره دي خو که چیرې واک ته د رسیدلو دغه ناوړه ډول د ښوونځي له دورې پیل کړو آیا مونږ د افغانستان د دغې اوږدې جکړې د تداوم لپاره لا نور ذهنیتونه نه وي روزلی ؟ ولې باید په لوی لاس د خپلو زدکوونکو ذهن جګړیز کړو ؟ آیا له څلور لسیزو جګړې وروسته مو لا اوس هم په هره جمله کې د سولې کلمې لیکلو ته تنده د جنون حد ته نده رسیدلې ؟ هستوي انرژي نورې پراخې سولئیزې کارونې هم لري خو آیا ضرور ده چې مونږ یواځې بمونه یاد کړو او سولیزو کاروونو ته یې پیکه رنګ ورکړو ؟‌ ولې مو سولې ته زړه نه کیږي ؟ ولې غواړو لا هم د جکړې کرکه په ذهنونو کې خپره کړو ؟ د یوه داسې ځوان په حیث چې خپل دری لسیزې عمر د راکټ په غږ پیل کړی او لا هم په کې سوځم د ښوونې له محترم وزارت څخه هیله کووم چې ورستیو لیکل شویو کتابونو ته دې یو ځل بیا نظر واچوي او هغه مطالب چې په یوه نه یوه ډول زمونږ په زدکوونکو کې دجګړې تفکر ته وده ورکوي له کتابونو څخه لرې کړي تر څو راتلونکي نسل په سولیز او سوله خوښونکې نسل بدل شي. د همداسې یوې ورځې په هیله.

بدلون اوونیزه\ لومړی کال\(۱۱) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۱۲\ ۱۳۹۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *