موږ په داسې حال کې د کوشنیانو د نړیوالې ورځې (د عقرب ۲۹- مه) یادونه کوو چې د ملګرو ملتو د فرهنګی څانګې (یونسکو سازمان) په وینا مو ۱۱- میلیونه افغانان د سواد له نعمته بې برخې دي او دا فاجعه مو په هلمند کې لا په اوج کې ځکه ده چې له لښکرګاه ښار پرته، نور مو ټول ولایت د هغو وسلوالو په لاس کې دی چې له علم و فرهنګ سره په مرګ مخالف دي؛ دوی د خپلې واکمنۍ پر مهال ثابته کړه چې یوه مکتب و تعلیمي مرکز ته به هم د فعالیت اجازه نه ور کوي او چې دلته و هلته یې خال- خال کوم ښوونځی پرانیستی وو نو هغه یې هم د نړیوالو د تېرایستنې لپاره؛ چې وښیي، دوی د علم و ساینس مخالف نه دي.
همدا اوس د هلمند په سلګونو ښوونځي بند او زرګونه هلمندي کوشنیان د خدایتعالی له فرض کړه شوي تعلیم له نعمته محروم دي؛ هغه لږ شمېر چې هم، یوازې په ښار کې ښوونځیو ته ځی نو د پرلپسې وحشیانه جنګو، ډاروونکو ټکانو او بېرحمانه دربي و درزي له وهمه، په آرامو اعصابو درسونه نه شي ویلای؛ د دې تر څنګ، د جګړو له امله کتابونه نه ور رسیږي.
دا هغه ناانساني هدف دی چې زموږ نه پخلاکېدونکي دوښمنان یې تل زموږ لپاره لري او زموږ یوشمېر ساده وطنوال یې د ناروا جنګ په دوام سره، مفت و جفت ور پوره کوي؛ په ځانګړې توګه، ایران و پاکستان دوه هغه ناځوانه هیوادونه دي چې همېشه یې زموږ پر علم و فرهنګ، زموږ پر حیثیت و عظمت او زموږ پر اقتصاد و ټولنیزو بنیادو مسلسلې تباکوونکې ضربې واردې کړي دي؛ یووار یې د مجاهدینو په شکل له ټولې مادې و مانیزې هستۍ څخه خلاص کړو او نن مو بیا د طالب په نوم له علم و فرهنګه، تعلیم تربیې او روښانې آیندې څخه بې برخې کوي.
همدغو افغان ضد شومو پلانو ته باید وطپرست افغانان په جدي توګه متوجه اوسي او که هر څومره هم ښوونځی را ونړوي، شاګردان مو را وبېروي، کتابونه و کتابچې مو را وسوځوي او د قلمونو ملاوې مو را ماتې کړي، خو بیا هم باید خپل خواږه اولادونه د پردیو د خبیثو پلانو ښکار نه کړو او په هر قیمت چې وي، د تعلیم و تربیې په باعزته لباس یې ملبس کړو؛ موږ پوهیږو چې له دې بدترین ناانساني وضعیت سره مقابله ډېره سخته ده، خو بیا هم باید د افغانستان او افغان انسان د قسم خوړلو غلیمانو علم- ضد شیطاني دسیسو ته تسلیم نه شو، ځکه څومره چې د علم و پوهې رڼا خپریږي نو هغومره ور سره د افراطیت و ترهګرۍ ټغر ټولیږي.
لېډينګ سټوري/ اداره
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۵۱ سمه / پرلپسي ۱۰۳ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۲۶/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *