زموږ په سيمه کي د ښوونځيو د نه شتون له امله له وخته دا رواج دی چي د کلي ماشومان په جومات کي پر طالب يو ملا صیب قاعده بغدادي، د قران کريم لومړۍ سپارې، شروط الصلات، قدروي او تر پنج و ګنچه سبقان وايي. د کلي ملا یا طالب يې سهار تر چايو وروسته او ماپښين تر لمانځه وروسته اړ دی چي جومات ته د کلي راغلي هلکانو ته ورشي او سبق او لمونځ ور ته ووايي. په کومو سيمو کي چي مکتبونه نه شته دا يو ښه رواج دی چي د کلي وروسته پاتي ماشوم ته قران، لمونځ او يو څو پښتو توري خو ور زده کړي. البته يوه خبره شته چي د مکتب په ورکولو کي نو ملاصیب ښه رول لوبولی دی، له دې امله اړ دی چي دا تشه ډکه کړي.

زما پلار چي په ټول کلي کي په دينداري او دين پالنه مشهور وو، زه او زما مشر ورور هر وخت د کلي جومات ته استولو او طالب به سبقان راته ویل. زموږ د کلي په حجره کي يو طالب وو چي لويې څڼې يې درلودې او په ډېر خوندور اواز به يې اذان هم کاوه، موږ به ورته څڼېور طالب ویل. دا ډېر زیات خندنی او د ښو اخلاقو خاوند وو، د خپل دې صفت له امله په کلي کي له ماشومانو تر بوډاګانو، له نجونو تر لويو مېرمنو ټولو پېژانده.

د کلي ماشومانو ته سبقان هم ډېر وخت څڼېور طالب ویل، ما چي قاعده بغدادي ویله ده به هر وخت را سره ګپې کولې. د کوټ د خولۍ تر غوږو به يې ونیولم او راته ویل به يې چي نه! ستا سبقان دلته نه ویل کېږي، خامخا کوټې ته ولاړ شه. هغه وخت چي به څوک پاکستان ته د سبقانو لپاره تللی وو په سيمه کي به زیات مشهور وو او خلګو به د ډېر لایق طالب په نوم پېژاند. ځکه هغه مهال د سيمې زیاتره ملایانو په همدې سيمه کي اوسېدلي ول او ډېر کم ان بیخي کم يې پاکستان ته د سبقانو لپاره تلل. هغه وخت د حجرې څڼېور طالب يو زده کوونکی وو، دينې درس يې وايه او بیا به يې خلګو ته ښودی، ده هم له خلګو سره مينه کوله او موږ هم ور سره محبت کاوه. رښتيا وايم چي پر ما تر ننه هم ګران دی او د ښو اخلاقو له امله که يې نن هم ووينم نو زیاته به ورته خوشاله شم.

د هغه وخت د حجرې زده کوونکي طالبانو د نن سیاسي رنګه طالبانو په شان نه ول چي له ستوغې خبرې او څپېړې ماسیوا خلګو ته بله خبره او نور څه نه لري. ډېر کلونه پخوا چي زما پلار له حجه راغی نو د نورو خلګو علاوه يې د کلي ملا او طالبانو ته له تسپو، خرما، زمزم اوبو پرته ځانګړي قلمونه هم ور کړل. هر وخت چي به مو لاندی وکړ او که به د لوی اختر قرباني وه، نو د ملا او طالبانو برخه به په کي وه. له هغه وخته زما هيڅ نه دي یاد چي بوډا یا ښځې یا نورو خلګو دي ملا یا طالب ته بد ویلي او یا دي ور باندي بوج شوی وي. له دې خاطرې ماته نن ښکاري چي د هغه وخت زده کوونکی طالب تر نني سیاسي طالب په اخلاقي او عملي لحاظ ښه وو، د هغه وخت زده کوونکي طالب د نن تر سیاسي طالب د خلګو په زړونو کي زیات ځای در لود. زما په ګومان که طالب او ملا خپلې تګلارې ته بدلون ورکړي نو ښايي پخوانی مقام بیا تر لاسه کړي او که د اوس په شان مخ ته ولاړ شي کېدای شي ټولنه يې نور هم ګوښې ته کړي.

وری/ ۱۳۹۵

One thought on “زموږ د حجرې څڼېور طالب/ ليکنه: زبير افغان”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *