د ډېرو هیوادونو ډېر کمزوري مطبوعات د خورا زورورو چارواکو د مجازات او ګوښه کولو قوت لري، خو زموږ له ډیرو زورورو مطبوعاتو څخه حتی د ډیرو کمزورو چارواکو سترګه نه سوزي.
د ویکي لیکس ویبپاڼې او یا څو ورځې وړاندې د پاناما د موندنو راپورونو پراخه غوغا جوړه کړه او د ولسمشرانو تر کچې ډیر چارواکي یی ولړزول.
یو بل نږدې مثال یادوم، په ننګرهار کې د «ډیوې» په نامه افغانې نجلۍ قضیه چې د محکمې یوه لوړپوړي قاضي ترې د دوسیي د حل په خاطر د واده غوښتنه کړې وه، د بي بي سي لخوا افشا شوه، دې رسوايۍ قاضي مجبوره کړ چې دنده او حتی وطن پریږدي.
دا بېلګې د ځینو مطبوعاتو قوت ښئ او دا ثابتوي چې مطبوعات د دولت د درې ګونو قواوو څارونکي وي. خو ولې زموږ د هیواد مطبوعات له داسې ځواکه برخمن نه دي؟
دا ستونزه ممکن ډیر عوامل ولري او ترهغې چې هر یو یی تعریف او برسېره نه شي، د حل لارې چارې یې نه شو پیدا کولای. مګر دلته فقط پر یو عمده عامل یې غږیږم چې ډیر جوت دی:
په ژورنالیزم کې یو مهم اصل بې طرفي ده، یعنی رسنۍ باید ځان هیڅ سمت، ژبې، ګوند او شخص پورې ونه تړي، په تیره بیا هغه چې ځان ناپيېلې او خپلواکې ګڼي. اما په افغانستان کې اوسني فعال اکثره مطبوعات دا اصل له پامه غورځوي. دلته لا هم ډیرې رسنۍ په سمت، ژبو، ګوندونو او افرادو پورې تړلي دي. د دوی په اکثرو خپرونو، خبرونو او راپورونو کې د ژبې، قوم او ګوند پالنې روحیه محسوسیږي.
کله چې خبره د بې طرفۍ کوو نو دا په دې معنا نه ده، چې د یو هیواد مطبوعات د خپلو ملي او عامه ګټو پر وړاندې هم چوپه خوله پاتې شي او طرف ونه نیسي. بلکې ملي او عامه ګټو ته ژمنتیا باید د ټولو او بالخصوص خپلواکو رسنیو د پالیسۍ اساس وي.
که یوه رسنۍ د ملي ګټو پالیسي تطبیق کړي نو ملي محبوبیت مومي، او کله چې ملي محبوبیت خپل کړ، بیا د هر چارواکي او زورواکي د شخصي ګټو او فساد مخې ته خنډ کیدلای شي.
اوس که ګورو نو هره رسنۍ خامخا یو لوری تعقیبوي. حتی BBC،CNN او ګڼ نور مشهور نړیوال مطبوعات چې ځان د بې طرفۍ اصل سرلاري بولي، یوې نه یوې منبع پورې تړلي، چې خپلې ملي ګټې خوندي کوي، خو دوی دا کار په دومره مهارت مخې ته بیايي چې څوک یی په اسانۍ سره نه شي درک کولای. برعکس، زموږ مطبوعات بیا هر څه په ډیرې سپین سترګۍ کوي او دې ته نه ګوري چې که یو شمیر محدود خلک ورته ښه وايي، نو ډیر نور یی بد بولي.
زما دا خبره ټولو مطبوعاتو ته راجع نه ده، ځکه ځینې داسې رسنۍ هم لرو چې ملي او عامه ګټو ته ژمنې دي، خو دا چې شمیر یی کم دی، نو د نورو تر سیوري لاندې دي او په خورا مهمو مسایلو کې غږ تر خلکو نه رسیږي.
لنډه دا چې که مطبوعات مو لوی اهداف پریږدي او ځانونه همداسې په وړو وړو دایرو کې محدود وساتي، نو ورځ تر بلې به هم خپل ټولنیز محبوبیت بایلي او هم سیاسي حیثیت. له داسې مطبوعاتو بیا د چارواکو څه چې د عادي مامورینو هم حیا نه کیږي، ځکه دوی پوهیږي چې ولسي ملاتړ نه لري.
۳۰/حمل/ ۱۳۹۵
کلید راډیو دفتر