د بیا ویښتیا یا ( رنسانس ) دورې یوه ځانګړنه دا وه، چې علوم او تخنیک د انساني ژوند د شرایطو د ښېګڼې په انډول مهم ګڼل کېدل. په دې دوره کې الاهیاتو او کلیسايي علومو خپل ځای تخنیک او ساینس ته پرېښوده. ټولنیزې پوهنې هم د بشري ټولنو د اړیکو د تنظیمولو او یا د انسانانو داروايي هوسایینې لپاره نوې تیورۍ رامنځته کړې.
ازمېښتوال Pragmatists) ) فېلاسوفان مهم ګڼل کېدل او په هره برخه کې تجربې پیل شوې، فزیک، بیولوژي، طب، کیمیا او نورو علومو وده وکړه. نجوم ( ستور پېژندنه) د دې پرځای چې د خلکو د تقدیر پېژندنې، بخت و قسمت په اساطیري بحثونو پسې ولاړ شي، د زمکې د خوځښت او د لمر پر شاوخوا د راڅرخېدو مسئلې ته ځانګړی شو.کوپېرنیک او ګالیلو د جلادانو ترساتور لاندې هم دا حقیقت روښانه کړ، چې زمکه پرلمر راڅرخي. ددغو بدلونونو بنسټ پر دې تفکر ولاړ و، چې : د پوهې او علومو د زده کړې غرض او هدف باید دا وي، چې د انسان ژوند ښه کړای شي.
د ازمېښتوالو فېلاسوفانو او پوهانو ټولنیز دریځ دومره لوړ شو، چې انګریز (فرانسېس بېکن ) پرلپسې لوړې دولتي څوکۍ ورخپلې کړې، تر دې چې په ۱۶۱۸ زیږدي کال کې تر صدارت پورې ورسېد. بېکن د دولتي کار او تر کورناستي (تقاعد) وروسته هم په خپلو علمي تجربو پسې و، ددغه نامتو فېلاسوف او پوه د مرګ حکایت په زړه پورې دی، وايي: په ۱۶۲۶ ز . کې له لندن څخه هایګېت ته پر اس سپور روان و، ژمي او واورې یې پام ورواړاوه، ناڅاپه یې په زړه کې وګرځېدل، چې په کنګل او یخه هوا کې به غوښه څومره خوندي پاتې کیږي؟ هماغلته له اسه راکوز شو، له یوه ګرځنده پلورونکي څخه یې چرګ واخیست ، ویې واژه او په واوره کې یې کېښوده، خو هماغلته یې د ناروغۍ احساس وکړ، بېکن یې د ناروغۍ له امله د ( لرد) ماڼۍ ته ولېږداوه او پر کټ پرېوت. دغه نامتو پوه د ژوند په وروستیو شېبو کې پر یوه کاغذ ولیکل : ( تجربه په بریا بشپړه شوه ) او په دې توګه ومړ.
په دغو پېړیو کې د سیاسي علومو، حقوقو، جغرافیې او ان تاریخ لیدلوری دې خوا ته وګرځېده، چې څنګه له استبداد او بې عدالتۍ پاکه ټولنه رامنځته کېدلای شي؟ په اقتصادي مناسباتو کې د پرمختګونو تګلوری همدا و، چې د کاریګرو او خواریکښو انسانانو د ژوند او رښتو خوندي ساتل تضمین شي.
په حقیقت کې ټولنیزې پوهنې د طبیعي او طبیعي هغه د ټولنیزو پوهنو د مرستې او بشپړتیا لپاره وکارول شوې، په ښوونځیو او پوهنځیو کې دهغو پوهنو خوا ته تمایل ډېر و ، چې په ورځني ژوند کې په کارېدلې، پوهنه د کار او کار د پوهنې لپاره سره ملګري شول.
زموږ د ټولنې یوه لویه ستونزه دا ده، چې زموږ زده کړه د ( سند اخیستلو) لپاره ده، نه په عملي ژوند کې له هغې څخه د ګټې اخیستنې لپاره . د دې ستونزې د جرړو موندلو لپاره باید دغه پوښتنې ځوا ب کړلای شو:
• ایا زموږ د زده کړو او عملي ژوند ترمنځ تړوا سنجول شوی او منطقي دی ؟
• ایا موږ د خپلو اړتیاوو پربنسټ د زده کړو څرنګوالی او څومره والی ټاکلی؟
• ایا موږ د بیا ویښتیا د زمانې په څېر دې لومړیتوب ته ساتلی، چې زده کړې مو باید په انساني ژوند کې مثبت بدلون راولي؟
• موږ د ښوونې او روزنې په کومه زمانه کې یو؟
موږ وایو : افغانستان یو کرنیز هېواد دی. د دې پربنسټ څومره د کرنې متخصصین لرو؟ دغه متخصصین څومره په کروندو، فارمونو او کرنیزو چارو کې بوخت دي؟
موږ وایو : افغانستان د نړۍ تر ټولو بډایې کاڼي زېرمې لري، چې شاوخوا درېیو یا شپږو ټریلیونو ډالرو ارزښت لري، نو پر دې بنسټ د کانونو او کاني علومو څومره متخصصین لرو؟
ایا په دومره ډېرو کانونو کې به د افغاني متخصصینو شمېر کافي وي؟ چې له استخراجه را نیولې تر افغاني پروسس ، بازارموندنې او پلور پورې ټولې چارې پخپله بشپړې کړای شي؟
موږ وایو : افغانستان تر ټولو ښه ترانزیتي موقعیت لري، چې درې بشري حوزې ( منځنۍ اسیا، منځنی ختیځ او جنوبي اسیا) سره نښلوي. نو د ترانزیت، لویو لارو، وسپنې پټلیو، پلونو جوړولو، ترانسپورت او ګمرکي چارو څومره متخصصین لرو، ایا دوی به د افغانستان دغه بالقوه شونتیاوې بالفعله کار او هڅو ته راولېږدولای شي؟
ددې په وړاندې افغانستان یوې کوشنۍ دیپلوماتیکې دستګاه او کوشني سیاسي سیستم ته اړدی ، اوس نو موږ څومره دیپلوماتان ، د نړیوالو اړیکو فارغان او سیاستوالو ته اړتیا لرو؟
شمېرنې ښيي، چې هېندوستان، ایران، تورکیې، روسيې ، امریکا او اروپا ته تللیو افغان محصلینو، اتیا سلنه نړیوالې اړیکې، سیاستپوهنه او دیپلوماسي لوستلې ده، په تېرو څوارلسو کلونو کې د دوی شمېره لږ ترلږه تر لسو زرو اوړي. اوس نو لس زره دیپلوماتان د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت په کوم ځای کې ځایولای شو؟ ديپلوماسي ډېره مهمه ده (زه هرې زده کړې ته درناوی لرم ) ، خو که نیمايي نفوس دیپلومات او سیاستپوه شي، نو د بامیانو د کچالو په کروندو کې به څه وکړلای شي؟
زه شاهد یم، چې په اداري برخه کې پینځم بست خالي شي او مامور یې باید وارده او صادره وکړي،نو د سیالۍ لپاره یې همدا اوس لا څلور پینځه د سیاسي علومو ماسټران، تر څلویښتو لېسانسه ګان او په سلګونو بکلوریا( دولسم پاسان ) نوملیکنه کوي.
خو د حاجي ګک وسپنې کان د استخراج، پروسس، لېږد اوپلور لپاره تر یوه عادي لابرانت پورې باید لوستي له چین، روسیې یا هېندوستان څخه راشي.
ستونزه یوازې دا نه ده، چې زموږ د لومړنیو، منځنیو او لوړو زده کړو نصاب او منځپانګه زموږ له اړتیا وو سره سمون نه لري، ستونزه تر دې ژوره ده، موږ لا د دې ټولنیز شعور نه دی را خپل کړی، چې خپلې ورځنۍ ستونزې، اړتیاوې، نیمګړتیاوې او محرومیتونه د زده کړو په مرسته له منځه وایستلای شو.
ټولو پوهنیزو او روزنیزو څانګو ته په درناوي :
که افغانستان د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ او څاروي روزنې یو مهم اقتصادي بنسټ لري، نو موږ په ټولنه کې د وترنرۍ فارغانو ته په کومه سترګه ګورو؟
په کانکور کې ولې د حقوقو تر دریځه د کرنې دریځ ټیټ ګڼل کیږي؟ پر حقوقو د زیاتې سیالۍ او سرماتوونې لامل خو به دا نه وي، چې قاضي او څارنوال له عادي معاش ورهاخوا تورې پیسې هم ګټلای شي؟ ایا حقوقو ته ورتلونکي زده کوونکي خو به له هماغې لومړۍ ورځې څخه ددغو تورو پيسو لپاره دغې څانګې ته ځان نه ورکشوي؟
ولې په افغانستان کې د روغتیا ( طب ) څانګې تر ټولو ډېر شوقیان لري؟ ایا افغانستان تر نورو ټولنو ډېر ناروغان لري ؟ که د ډاکترانو مارکیټ ښه دی ؟ ایا د ډاکترانو ښه مارکیټ او لوړ کارو بار د ټولنیزې بدمرغۍ نښه نه ده؟ ایا دا په دې مانا نه ده، چې موږ یوه ناروغه ټولنه یو؟
ولې د هرې ( اینجیوNGO) کارکوونکي ته اینجینیر صاحب وایو؟ د دې لپاره چې اینجینیري یې لوستلې ده یا د دې لپاره چې لوړ معاش اخلي؟
د ساینس او زمکپوهنې تر پوهنځیو ولې د ژورنالیزم او سیاسي علومو شوقیان ډېر دي؟ ځوانانو لیدل، چې په باد راوړیو پیسو د مرخېړیو په څېر رسنۍ راشنې کېدلې او ژورنالیستانو ته یې ډالري معاش ورکاوه،خو د ساینس او زمکپوهنې فارغانو ته به کلونه کلونه چا په پینځم بست کې ماموریت نه ورکاوه. هیچا دا پوښتنه نه وه کړې، چې افغانستان کانپوهنې او یا هم په تولیدي کارځایونو کې دکیمیا یوه متخصص ته زیاته اړتیا لري، که په زرګونو ژورنالیستانو ته، چې په پردیو پیسو داسې تربیونونه او دریځونه وچلوي، چې له هغو څخه افغانان یو بل وښکنځي.
زموږ په ملي سیاست کې ( تولید) ته ځای نه شته، ځکه خو د هغو څانګو شوقیان کم دي، چې په ملي تولید کې په کاریږي.
ښوونکی ولې ترټولو خوار پوړ ګڼل کیږي؟ ولې یو مهال چا خپله لور و خور ښوونکي ته نه ورکوله ؟ ایا د ټولنې بچیانو ته، تر ښوونې او روزنې شریف مسلک شته ؟
په ملي سیاست کې د نورو بیاکتنو ترڅنګ زموږ د پوهنې او لوړو زده کړو سیاست باید له سره وکتل شي. موږ باید دا شعور عام کړو، چې زده کړه یوازې د لېسانس، ماسترۍ یا تر دې لوړو اسنادو اخیستل او بیا پرې مقرري نه ده، بلکې زده کړه د دې لپاره ښه ده،چې د ټولنې اړتیا او احتیاج ته ځواب ووایي. په بله ژبه ؛ له دې ستونزې څخه د وتلو لاره دا ده، چې زده کړې مقررۍ او کارګومارنې ته د ځان رسولو په پار نه ، بلکې زده کړ ې دې د تولیدي او خدماتي اقتصادي سکتورونو د څومره والي تابع شي.
د کار، خدماتو او تولید ترمنځ دې پرې شوې او ماته شوې کړۍ روغه شي، دا په دې مانا چې باید وسنجول شي، چې اوبه څنګه پر شاړه زمکه ورسمې شي، بیا کوم کرنیز توکي پرې وکرل شي، بیا څنګه بازار ته په خپل وخت ورسول شي، صادرات یې په کومو لارو ترسره شي، د ساتنې لپاره یې کومې لارې چارې بشپړې شي، د دې ټولې پروسې مدیریت څنګه وشي؟ پرهمدې بنسټ څومره د اوبو، خاورې او کرنیزو تخنیکونو ماهران، اینجینیران او بیا دکرنې متخصصان، د سوداګرۍ ماهران او د ترانسپورت و ترانزیت فارغان، د مارکیټ موندنې پوهان او مدیران په کار دي؟
بېشکه چې هېڅ پوهنیزه څانګه بې ضرورته او اضافي نه ده، ټولو څانګو ته اړتیا شته، خو په هرڅه کې تناسب، د اړتیا او وړتیا انډول او د ټولنې لومړیتوبونه په پام کې ساتل د معقول سیاست نښې دي.
یوځل مې له هېندوستاني لوري سره پر دې خبرې کولې، چې ولې زموږ محصلان طب، اینجینیري، کرنې، وترنرۍ او نورو پوهنیزو څانګو ته نه منئ، چې ټول په پولیټیکل ساینس، دیپلوماسۍ یا نړیوالو اړیکو کې روزئ؟
راته یې وویل: ستاسو زده کوونکي یوازې په ماته ګوډه انګریزي پوهیږي، نه یې کیمیا زده، نه فزیک، نه په ریاضي پوهیږي، نه په هندسه او نه هم په نورو اړینو پوهنو، نو موږ دوی یوازې په همدغو څانګو کې منلای شو. راپه یاد شو، چې موږ په ښوونځیو کې د ساینسي مضامینو ښه ښوونکي نه لرو، ځکه یې نه لرو ، چې په قدر یې نه پوهیږو، معاش یې کم دی او د پوهنې سیستم مو کمزوری دی، د دې باطلې لړۍ او کړۍ لکۍ تر هغه ځایه رسیږي، چې موږ د ټولنې احتیاج په پام کې نه دی ساتلای.
د ویښتیا، روښانتیا او بدلون یو بنسټي لومړیتوب همدا دی، چې د تولید، ټولنیز پرمختګ، اقتصادي ودې او پرخپلو پښو درېدلو د شعور په رڼا کې د خپلو زده کړو او کار ترمنځ منطقي تړون ته پام واړوو.
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۰ مه / پرلپسي ۹۲ مه ګڼه/چهارشنبه/ سنبله /۳/ ۱۳۹۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *