کله چې د زړورتیا جګړه وي نو پښتون یې فاتح وي، خو کله چې د ټکنالوجۍ جګړه وي نو بیا د پښتون ملا پکې ماته وي. زموږ ګران هېواد افغانستان د نړۍ په کچه زرخیزه ترینه زراعتي ځمکې، د معدنیاتو مالامال او ډک غرونه، جنت مثله او بی نظیره سردرې، سرشاره او مست سیندونه، څلور فصله زراعت، مالګه، قیمتي ډبرې، ګاز، اوسپنه، میس، ډبروسکاره او دې ته ورته نور ډېر کانونه لرو، خو زموږ د جفاکشه مشرانو په موجودیت کې زموږ ټولینز ژوند د بربادۍ او حلاکت په کندو ولاړ دی. او داچې د نورې نړۍ سره ولې سیالي نشو کوالی، نو ددې اصلي سبب هم همدا دی، چې موږ نه تنها د تعلیم په ډګر کې شاته پاتې یو بلکه په نړۍ کې د دهشت ګردۍ او فساد کې هم لمړی مقام لرو، خو داسې نه ده، په اصل کې موږ د سون مواد یو. جنګ د بل چا او ګیم د بل چا دی، فقط زموږ بې سوادي زموږ لوی دښمن دی، چې له امله یې موږ رنګارنګ استعمالیږو.

د سیاسیونو دعوې او دنګلې په خپل ځای، مګر حقیقت دادی، چې زموږ په پخواني او اوسني سیاسیونو او واکدارانو کې تعلیم او معلم ته کومه خاصه ترجیح نده ورکړې، په داسې حال کې، چې نورو ټولنو کې تعلیم ته خاص توجو او پوره بودجه ورته په نظر کې نیسي، همدا وجه ده چې د کوم قوم تعلیم او تحقیق ته توجو خاصه وي، نو خلک یې پیاوړی حکومت او خپل قوي دفاعي ځواک لري او د نړیوالو سترګه ترې هم سوزي.
موږ کوښښ کړی، ترڅو د نوي عصر د پرمختګونو سره ځانونه جوګه کړو، خو بدبختي مو پدې کې ده، چې کوم زموږ مشران شي هغوې تعلیم ته په خپلو موخو کې کوم خاص ځای نه لري او دا ځکه، چې دده خپل اولاد په بل هېواد کې زده کړې کوي.
موږ که د خپلواک افغانستان چغې وهو، خو د بحث وړ خبره داده چې موږ فقط په خوله او د کاغذ پرمخ خپلواک یو زموږ حتی د تعلیم چوکاټ هم په بل ځای کې ترسیمیږي، موږ د اقتصادي او ټولنیز ژوند په پالیسو کې هم خپلواک نه یو د هر کال په پای کې د بل کال د بودجې لپاره مو خوله کپه بل ته نیولې وي ترڅو یو ډونر پېدا کړو او خپلې بودجې پرې تمویلې کړو، چې بیا د اداري فساد له لارې د ګوتو په شمار جیبونو ته انتقالېږي.
زموږ بدبختي پدې کې ده، چې نه یواځې د حکومت د مشرانو په سطحه فساد لرو بلکې په ټیټه کچه کې مو هم فساد اوج ته رسېدلی که په ټیټه کچه کارمندان مفسد نه وي بیا یې په هغه دفتر کې وخت کم وي نو اړ دی، چې د خپل مشر په نقش و قدم لاړ شي. زموږ د مشرانو او وکیلانو د کاندیداتورۍ په کمپاینونو کې مامول داسې دی، چې هر کاندید باید د فساد پر وړاندې د کامیابۍ په صورت کې د جهاد اعلان وکړي، خو چې موقف ته ورسېږي تر ټولو لوی فاسد بیا همدا شخص وي. نو دادې د پارلمان نتایج هم فاینل شوې او نوی پارلمان به ولرو، خو خدای دې وکړي، چې درنو وکیل صاحبانو، چې د ولس سره کومې ژمنې کړي وفا پرې وکړي.
په زړه پورې مطلب دی تاند اوسې!