افغانستان زموږ کور او زموږ ګور دی. همدلته مو عزت او همدلته مو ژوند دی. خو متاسفانه موږ عام ولس د پلک او سندان ترمنځ یو. له دوو خواوو دردونه او غمونه زغمو.له یوې لخوا چارواکو دومره بی کفایته، نااهله او خاین دی چې هسې کار نه کوي، چې زموږ غریب او بې وزله ولس یې غواړي. له بلې خوا زموږ دښمن دومره بې رحمه او سخت زړی دی، چې هېڅ زړه سوی نه را باندې لري.
اوسنۍ جګړه ټوله استخباراتي جګړه ده. افغان طالبان او نور مخالفین تش د [کوتک] او یا د سطرنج د دانو په توګه پکې کارول کېږي او متاسفانه دومره ناپوهه او نادان دي، چې له څلويښتو کلونو وروسته هم په دې نه پوهېږي، چې دا جګړه د مسلمان افغانستان په سراسري تاوان ده. هغوی دومره ناپوهه دي چې د نړۍ په نورو اسلامي هېوادونو کې د مسلمانانو پر ضد له روانو توطئو او جګړو هم پند نه اخلي. لنډ او ژوندی مثال یې حلب دی. جګړه روس، ایران، امریکا وکړه شدت هم هغوی ورکړ، وسلې هم هغوی ورکړې او بیا وروسته د همغوی په موافقه ودرېده. بېوزله حلبیانو له وژنو، قتلونو، ظلمونو، ورانیو پرته نور هېڅ نه ولیدل. ټول دې ووايي چې له پنځه کلن جنګ وروسته د سوریې مخالفینو څه ترلاسه کړل!!!! افغانستان همداسې دی. د افغانستان جګړې ته که په ځېر وکتل شي له هغو سره توپیر نه لري. یوازې ځای او لوبه کوونکي یې بدل دي.
د افغانستان روانه او ظالمه جګړه یوازې د طالبانو د زور او قوت پایله نه بلکې د افغان حکومت ناغړی هم په کې له ورایه ښکاري. تر نورو ناغړيو به تیر شو خو څرنګه چې جګړه استخباراتي بڼه لري نو یوازې د ملي امنیت څو هغو کارونو ته به اشاره وکړو، چې هغوی باید ترسره کړي واي:
- طالبان په استخباراتي لحاظ د افغان حکومت هرې ادارې ته ځان رسولی شي، خو ملي امنیت تر اوسه په کوټه، پېښور، کراچۍ، قبایلي سیمو، وزیرستان کې د طالبانو د ځای ځایګیو اړه معلومات را غونډ او نشر نه شو کړی ترڅو حد اقل خلکو ته دا ثابته کړي چې طالبان د ای اس آی ګوډاګیان او مشران یې په پاکستان ارام ژوند لري.
- طالبانو او آی اس آی په فیسبوک کې زرګونه اکونټونه جوړ کړي او د عامه اذهانو د جوړولو پرخه کې کار کوي. خو ملي امنیت هېڅ داسې کار نه دی.
- طالبانو د نن ټکی، کابل، امارت، شهامت، توره بوړه، ځلاند…او … او په نامه ډېرې ښې قوي ویبپاڼې لري خو امنیت بلا وهلی چې په مسقیم او غیر مسقیم ډول دېته ورته نشرات ولري. خلک جذب کړي، لیکوال جذب کړي….په دې سره عامه ذهنیت خپل کړي او طالبان د پاکستان ګوډاګیان ثابت کړي.
- پاکستان ، ایران او نور استخبارات په افغانستان کې د مذهبی، قومي سمتي جګړې په اړه خپرونې لري. شایعات خپروي… خلک مصروفوي، خو زموږ امنیت آرام ناست دي، چې ډېر زور یې ورسېږي د طالبانو کومه پاڼه بلاک کړي. ښه نه ده، چې ملي امنیت د پاکستان د مظالمو، د هغه د پوځ د ظلمونو. د بلوڅانو د مظلومیت په اړه مستندات تمویل کړي، کتابونه ولیکی… خپاره یې کړي او په پاکستان کې خلک مصروف وساتي.
- طالبانو د افغانستان اکثره محرابونه او ممبرونه قبضه کړي او د ملایانو ذهنیت یې خپل کړی، ښه نه وه، چې ملي امنیت د پاکستان په څېر له علماوو سره ښه راشه درشه کولی، هغوی یې خپل کړی وای… آی اس آی د لشکر طیبه، جنګوي، مصطفوي …. ټول مشران په کنټرول کې لري… خو د طالبانو تحریک مشران او نور ملایان د امنیت له کنټروله بیرون دي.
- د پاکستان ای اس ای کارمندان خپل وطن ته دومره ژمن دي چې تر هر څه تیر دی خو زموږ د امنیت تربیه دومره ضعیفه ده، چې ملی تر ډېره قومي او سمتي فکرونه لري او ملي او ديني ارزښتونه یې هير دي.
- پاکستان د خپلو پلانونو د تطبیق لپاره له دین څخه ګټه اخلي او ټولي مدرسي یې خپلې کړي مګر دلته چې کومه مدرسه شته امنیت له هغوی سره د طالب چلند کوي او هغو ته د شک په سترګه ګوري. حال دا چي د هغوی مرسته یې کړای وای او د هغوی ملګري یې خپله کړې وای.
- عامه اذهان جوړول د جګړې په سمت او لور کې ډېر نقش لري، طالبان همدا کار کوي.. خو زموږ امنیت بیا د حقوق بشر… او هغه دغه بانه هېڅکله ولس ته د طالبانو د وحشتونو د صحنو ښوول نه کوي.
- امنیت تر ټولو ښه پوهېږي چې داعش هم پاکستان رهبري کوي مګر د طالبانو اعلاناتو ایران، چین او روسیه او نور په دې قانع کړي، چې داعش د افغانستان د حکومت لخوا تمویلېږي او دې همدې په اساس طالبانو د روسیې او ایران حمایت خپل کړی. تر ټولو بده لا دا چې په دې برخه کې پاکستان سپینه کوتره ده او هغوی هم د چین او روسيې لخوا د اعتماد وړ ګڼل کېږي.
- پردی پاکستان کولی شي افغانان دېته وهڅوي چې خپل پلونه والوزوي، سړکونه وران کړي، خپل ښوونځي وسوځوی، خلک له ښوونځیو منع کړي، د هر پراختیايي کار مخه و نیسي خو زموږ امنیت داسې نه شي چې حد اقل د طالبانو مشران په نښه کړی، په هغوی پسې خلک واچوي. تعقیب یې کړي او یو په بل یې ووهي. او خپل ولس دېته وهڅوي چې د پردیو غلامۍ ته زړه ښه نه کړي…