د حقوقو د وروستي کال محصله –

ټولټاکنې، ډموکراسي، موازې حکومت، تجزیه یا کوم بل څه! د جان کیري په حضور کې زموږ د هیواد د برخلیک ټاکلو په ټاکونکې غونډه کې په موبایل تلیفون د ښاغلي سفیر لوبې او یا هم کوم بل څه؟! خداۍ خبر چې څه به یې کول خو په ما ډیر درانه تمام شوه.

څه حال دۍ؟ ولې په موږ دومره ناروا کیږي؟ موږ د کومې کړې ګناه په تور د چا د غچ په لمبو کې سوځو؟ ولې د نړۍ د خندا سو؟ د هغې نړۍ څې درناوۍ مو کاوه، ګاونډیانو په درنه سترګه موږ ته کتل او دا ځکه چې خلک مو د یو افغان په نامه یو موټۍ وه. په دې خاوره چې د نړۍ هر زورور کوښښ کړۍ یرغل وکړي ماته یې خوړلې، دلته هر جابر په ګونډو شوۍ او له دې ځایه یې پښې سپکې کړي! او لا به ګورو. د افغانستان میړني ولس په شلیدلو څپلیو او خړ څادر لوۍ لښکر په شا کړي. او په دې هم ویاړم چې د دغو میړنو تر شا او یا هم د دوۍ په څنګ کې افغانو پیغلو په خپلو پړونو ملا تړلې او د هیواد بیرق یې اوچت ساتلۍ چې ویاړ یې تر پرونه رارسیږي.

خو نن په هیواد داسې ورځې راغلي څه زموږ د خلکو سرنوشت د بل په لاس جوړیږي او یا هم ورانیږي؟ سفیر صاحب په موبایل په څه لګیا وه او څه یې غوښتل کتونکو ته ښکاره کړي؟ د زموږ خلکو ته په نه ژبه څه پیغام ورکړۍ؟

دا ټول د چا له لاسه؟ ولې په کومه بیه؟ د افغانستان دې حالت ته راوستونکۍ ټولې نړۍ ته په ښکاره معلوم دۍ. هغه به خپله هم ښه ځان پیژني خو د خپل ناروا اقتدار په نشه کې یو انسان باید څومره ځان ورک کړي چې خپله زانګو هم په پردیو خرڅه کړي؟ هغه یو موټۍ پردۍ پاله او هغه څوک چې د بن تر غونډې لا پخوا له امریکایانو سره په خلاص لاس د خپل ملت د وژنې، تړنې او سپکاوۍ ننګیني تړون له لاسلیک نه بیا د جان کیري په پښو کې په وار وار وغورځید. هغه څې د ټول ملي بنسټونو سپکوۍ، په هیڅ شي رحم نه کوي او یوازې د خپل اقتدار له پاره هر څه شرمول غواړي، د هیواد خرڅول غواړي خوله اقتدارنه نه تیریږي- ټول ملت یې ښه پیژني! هغه په هر قیمت اقتدار غواړي او له پردیو یې غواړي!

د انتخاباتو او د ځوانې دموکراسۍ د سپکیدو او ناکامیدو بیه څوک ورکوي؟؟ – هغه پلار چې د ټاکنو په ورځ یې د خپلې خوږې لور مړۍ پټ وساته تر څو چې د کلي خلک له رایه اچونې پاتې نه شي -هغه مور او پلار چې ماشومانو یې په خوږه او نازولې ژبه په ننګرهار کې په خپله ماشومانه او پاکه ژبه د روښانه راتلونکې له پاره زنده باد ویلي، خو یو څو ځناورو، له خدایه منکرو او د قدرت تږو یې په سرونو کې په مردکو سوځیدلي سوري جوړ کړه، چې هغه داغ به یې مور او پلار ټول عمر زړه کې ساتي – هغه ځوان نسل چې په هیواد کې د دموکراسۍ د ټینګښت لپاره او په هیواد کې د بدلون په خاطر پوله په پوله، کور په کور، کلي په کلي کمپاین وکړ او هم یې د خلکو د رایو ساتنه کوله. – هغه درنې کورنۍ چې وایي ( چا یې پلو لیدلۍ نه وه-اوس د ټاکنو صندوقونو ته ځي سرتور سرونه). هر چا خپله لور، میرمن، وریندار، خور اوانګور تر لاسه ونیوه او د رایو اچونې مرکزونو ته یې په خواریو ورسولې. دې خوارانو ته چا شابسۍ ورنه کړ چې په دې حالاتو کې د خپلو سرونو تیر شول، بلکې د پسو نوم یې هم پرې کیښود. – او بلاخره هغه ښځې چې ماشومې هیلې او د ژوند شریکان یې له فرعونیت د خلاصولو او هیواد کې د بدلون لپاره قرباني کړي.

که د میوند په جګړه کې ملالۍ لنډۍ ویلې او ځوان ننګیالي یې د جګړې په سره میدان کې د هیواد د ساتنې او په وطن کې د سرونو کیښودو ته وهڅول، خو د نن پیغلې هم ترې کمې نه وې! دوۍ په میړانه د وروڼو تر شا ودریدې، د ټاکنو بهیر کې یې بیدریغه ونډه واخسته. د یوې ښې راتلونکې لپاره، د بدلون لپاره، د یو ملي مشر د ټاکنې او بریالیتوب لپاره په پوره زړورتیا کار وکړ خو هر څه په اوبو لاهو شول.

یو چا د خپل اقتدار لپاره ولې دومره ناروا او ظلم وکړ؟ د افغانستان په شان د یوه میړني هیواد ټول برخه لیک یې د یوې ښامار په لاس ورکړ! ټول هیواد او خلک یې د پردیو د خندا او د لوبو کړل! د هیواد په ستوني یې چاړه ایښې وه. د هیواد ویشنې ته لکه وږۍ ښامار ناست وه. هیڅ یې نه منل یواځې د اقتدار لپاره دا ټول په دې ارزیدل؟ ګل مرجانه! ته ښه پوهیږې چې د دموکراسۍ، انتخاباتو او آزادۍ بنسټونه ستا له لاسه نور په دې هیواد کې هیڅ حساب دي. ګل مرجانه په شرمو وشرمیږې، وطن د خرڅ کړ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *