په نوره نړۍ کې سیاستوال په ټوله مانا خپلو ملي ګټو ته ژمن وي، له هېواده بهر خو لا څه چې ان په خصوصي غونډو او ناستو کې هم خوله په ډېر احتیاط ښوروي او تل  ځیر وي چې د ملي ګټو خلاف کوم څه یې تر خولې ونه وځي، ان د ګور پرغاړه چې وي بیا هم هیڅکله تر خولې او قلم داسې څه نه راوباسي چې د خپل هېواد ملي ګټو ته یې اوس او یا هم ډېره موده وروسته زیان ورسوي. د بېلګې په توګه اندري اندري ګرومیکو چې ۲۷ کاله د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر او د ژوند په وروستیو کې شاوخوا دوه کال په تشریفاتي بڼه د هغه هېواد د رییسه هیت صدر( ولسمشر) پاتې شوی و، کله چې د شوروي پخواني واکمن میخایل ګرباچف له دندې پسې واخیست او پر کور یې کنیاوه، خو ده بیا هم د   یادونو په خورا پنډ کتاب کې ان یو توری هم د خپلو پخوانیو همکارانو او مشرانو تېروتنو په اړه نه دی لیکلی. سره له دې چې هغه(ګرومیکو) له ستالین، خروسچف، برژنف، اندروپوف چرنیکو او ګرباچف سره له نږدې کار کړی او له تردید پرته چې په ډېرو خبرو پوهېده، د ډېرو مسلو لکه د کیوبا توغندویي کړکیچ، د برلین دیوال، پر افغانستان، چکسلواکیا او هنګري د سرلښکرو یرغلونو- تېریو او ډېرو نورو پېښو شاهد و، د خپلو د یادونو کتاب لیکلو پر وخت شوروي هم د شړېدو په حال کې و یو څه د وینا ازادي هم راغلې وه نو ځکه یې د لیکنو او څه ویلو مخه چانه نیوله خو هغه (ګرومیکو)ترمرګه هم ځکه خوله خلاصه نه کړه او داسې څه یې ونه لیکل چې په فکر یې کوم خت د روسانو ګټو ته زیان ورسوي.

خو زموږ ځینې سیاست وال دومره لنډ فکره دي چې په وازه خوله ان بې سنده داسې څه تر خولې راوباسي چې د افغانستان او افغان تاریخي غلیمان یې همدا اوس په افغانستان کې د لاسوهنې له پاره ډنډوره کوي او هره ورځ تر همدغه شعار لاندې د سلګونو افغانانو وینې تويوي او خپلې بې شرمه لاسوهنې او افغان دوښمنه کړنو ته مشروعیت ورکوي. د بېلګې په توګه پاکستاني پوځیان په ښکاره نارې وهي چې دوی ځکه افغانستان کې لاسوهنه کوي او په افغانستان کې بغاوت لمسوي چې هندوستان د افغانستان خاوره  د پاکستان پرضد کاروي. د پاکستان پخواني پوځي حکمران په ډانګ پېیلې ویلي و چې خپلو استخباراتو ته یې دنده ورکړه چې طالبان را پیدا او مرسته یې وکړي ځکه چې دده په وینا حامد کرزي په افغانستان کې هندوستان پراختیا ته زمینه برابره کړې وه. په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکو په دې اړه تراوسه هیڅ راز، سند نه دی وړاندې کړی خو د دې عکس د افغان دولت کورنیو او بهرنیو وسله والو مخالفینو سر لارې لکه اسامه بن لادن، ملامنصور او نور په هغو سیمو کې ووژل شول چې پاکستان قبضه کړې دي. د کابل په شمول ټولو ولایتونو کې خونړي بریدونه د پاکستان پوځي استخباراتو پلان او تر سره کړي چې په اړه یې کره لاسوندونه هم وړاندې شوي ان په خپله لوړ پوړو پاکستاني چارواکو منلې وه چې په زنبق څالور لارې کې د خونړۍ چاودنې کارول شوی ټانکر له پاکستانه افغانستان ته تللی و.

خو پاکستان بیا له افغان خاورې د پاکستان پر ضد د هند  ګټنې په پلمه د ټولو نړیوالو قوانینو خلاف د افغانانو وینه تویوي او په اړه یې تراوسه کوم سند نه اوس وړانېد کړی او نه یې به راتلونکې کې وړاندې کولی شي ځکه چې داسې کومه له سره نه شته. خو د سید اسحاق ګیلاني په نوم یو څوک چې ځان ته د افغانستان تبعه وایي، د افغانستان ولسي جرګې غړیتوب یې درلوده، د افغانستان ولسمشري ته یې ځان نومولی و، سره له دې چې په خټه افغان هم نه دی خو د افغان په نوم او تذکره یې خورا زیاتې ګټې کړي، راو لاړېږي او اسلام اباد کې د پاکستاني چارواکو خوشالولو په خاطر له هیڅ ډول سند پرته وایي چې هندوستان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کاروي؟! د ښاغلي ګیلاني دغه عمل ته خو په سیاسي ادبیاتو کې له ملي خیانت پرته بل نوم نه شي پیداکېدی. لومړی خو دغه څه چې سید اسحاق ګیلاني وایي د ای اس له ډنډورې پرته چې په افغانستان کې د ستراتېژیک عمق او په کابل کې د پاکستان لاسپوڅي رژیم واکمنو لو پر هڅو د برغولي له کېښودو پرته بل څه نه دي، خو ان که رښتیا هم افغانستان دغه توان ولري چې د پاکستان د لاسوهنې مخنیوي او له ولکې یې د خپلې پلرنۍ خاورې بېرته اخیستلو په پار دغه ډول کوم کار هم وکړي، بیا هم څوک چې ځانته د افغانستان تبعه وایي، هغه ته دغه ډول څرګندونې نه ښایي  دا ځکه چې په دې سره ملي ګټو ته زیان رسېږي او څوک چې ملي ګتو ته زیان رسوي عمل ته یې له ملي خیانت پرته بل خه نه شي ویل کېدی.

دې ورته روسان چې له افغانانو او افغانستان سره تاریخي دوښمني پالي او هغه شرمونکې ماتې یې کله هم نه هېرېږي چې پر افغانستان یې د یرغمل پرمهال خوړلې، نو ځکه خو تل هڅه کوي له افغانانو او امریکا د خپلې ماتې غچ په افغانستان کې د لاسوهنې له لارې واخلي، په بېلابېلو پلمو او شعارونو په افغانستان کې خپله بې شرمه لاسوهنه توجه کوي او د افغانانو او افغان دولت مخالفین پر شاټپوي او ملاتړ یې کوي. روسان کله وایي چې په افغانستان کې د لږکیو حقونو ترپښو لاندې کولو په اړه بې توپیره نه شي پاتې کېدی او په پټه او ښکاره په افغانستان کې غیرقانوني ملیشې او د مافیایي ډلو وسله والو ملاتړ کوي او کله هم په ډېره سپین سترګۍ وایي چې منځنۍ اسیا ته د داعش وسله والو نفوذ مخنیوي په موخه د دولت مخالفې وسله والې ډلې(طالبانو) ملاتړ کوي.

کله هم دعوه کوي چې د افغانستان شمال ته داعش وسله وال په چورلکو کې راوړل کېږي چې په ښکاره یې اشاره امریکایانو ته ده.

روسان کله وایي چې داعش د افغانستان په شمال کې له امریکایانو سره جګړه نه کوي بلکې داعش جګړه مار په منځنۍ اسیا کې د روسانو پر ضد جګړې ته ځانونه چمتو کوي. روسان په همدې پلمو په افغانستان کې لاسوهنه کوي، په پیسو او وسلو یې د بې ګنا افغانانو وینه تویه او په افغانستان کې د سولې او ټیکاو بهیر تکنی کېږي، خو د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی بیا راولاړېږي او خدای خبر د کومې موخې له پاره په مسکو کې د روسانو تبر ته لاستی وراچوي او وایي چې د افغانستان په شمال کې د چولکو په واسطه د داعش جګړه مارو لېږد پوښتنې راپورته کړي دي. سره له دې چې تراوسه چا په دې اړه نه کوم فلم او یا انځور ښودلی. روسان چې له امریکا سره هرڅه لري، لري به یې خو په افغانستان کې له داعش ډلې د امریکا ملاتړ په نوم د افغانانو وینه تویول مشروع ګڼل هغه هم د هغه چا له خولې چې ۱۳ کاله یې پر افغانستان په ټوله مانا د امریکا پوځي، اقتصادي او سیاسي ملاتړ ترسیوري لاندې ښه په درز کې د فساد واکمني چلولې، ځان، کورنۍ او بنډل بڼدل لوټماران یې میلیاډران کړي، نو ځکه د روسانو ویندویي له پاره له ما سره نوم نه پیداکېږي. په دغه ځای کې د حمید بابا هغه بیت راخلم چې پخوا نورو ښاغلو هم په خپلو لیکونو کې راوړی دی:

      لکه سر د پسه په اور غاښونه سپین کا      هسېز ماته هم له غمه خندا راشي

که دغو ښاغلو ( کرزي او ګیلاني) سره یوه زره هم د ملي ګتو غم وی او یا د ستراتېژي په مانا لږ شانته هم پوهېدی کله یې هم دا دول څرګندونې نه کولې خو داسې ښکاري چې دوی سره نه د ملي ګتو غم شته، نه د خپل ولس د وینو، بلکې دوی د هغه چا له پاره کارکوي او هغه څوک خوشالوي چې همدا اوس د افغان ولس نابودي او بربادي له پاره پر دسیسو بوخت دي.  

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *