زموږ د چم یو بل چنار ونړېد، هغه چنار چې تل به یې خلک له سیوري مستفید وو، هغه چنار چې د کلي سپین ږیرو به ورته تل تکیه وهله، هغه چنار چې ځوانان به ترې د پتنګ غوندې چاپېره تاویدل او له دروند او خواږه سیوري څخه به یې خوند اخیسته، دا داسې یو چنار وو چې سیوری یې په کورونو کې د وړو او زړو او پېغلو سایه وو او د شمال خوږې وږمې او د سپېڅلو پاڼو د شمال سره مله غږ به یې د ټولو اورېدونکو زړونو ته سکون ور کاوه.
سهار مې لمونځ کړی و جای نماز لا غوړېدلی پروت و، سترګې مې پټې پټې کېدې د جانماز ترڅنګ مې بالښ را کش کړ او پوره لس دقیقې به مې لا سترګې پټې شوې نه وې، چې ځوې مې مبایل راوړ، چې تر څو یې مبایل تر ما رارسوو زنګ خاموش شو، کله مې چې وکتل د ښوونځي د ملازم زنګ وو. وارخطا شوم چې خدای مکړه په ښوونځي کې به څه چل شوی وي، نو ژر مې زنګ ور ووهه؛ (هلکه خدای دې خېر کړي څه خبره ده ملا اذان دې زنګ وواهه؟؟؟)
په ژړغوني غږ یی وویل؛ (صفی الله مولیی صیب یې ویشتو) په سترګو مې تیاره راغله. په ځان پو نه شوم، یوه کړیکه مې له خولې ووته، ناڅاپي مې کور کې منډه کړه، سلګۍ مې ستوني کې ونښتې، حک پک شوم، اوښکې مې سترګو کې وچې شوې.
یو عالم وایي( د ژوند راز دا دی چې له مرګه مخکې ومرئ پوه به شئ چې اصلاً د مرګ په نوم څه نه شته).
مادرواخله لویه خدایه دې ظالمې دنیاګۍ نه
زه مظلوم ژغورلی نه شم د ظالمو د مرمۍ نه
قتل عام دی شروع شوی ستا په دې سپېڅلی خاوره
دلته سا اخستی نه شي ستا مخلوق له بی وسۍ نه
ستا د دین عالمان وژني دانو څه رقم جهاد دی
ددستار سړي مې اخلي پریکوی یی سر له پګړۍ نه
داناتار لیدلی نه شم ځی لمبی می له چشمانو
بس چی وړوند شم دابه ښه وي چې بیغمه شم نړۍ نه
دیو ځوان به جنازه وي پنځه نور پکې شهید شي
موری لمونځ دې په لمن کوم لری نه ځم ستا ځولۍ نه
پدې یوټکي می سر شفیقه! هیڅ کله خلاص نه شو؟
بې ګناه او بی قصور مې ولې سا باسي مرۍ نه
وايي سل دې ومره، د سلو سر دې مه مرمه. مولوي صفي الله حنفي د سر سړی و، له عامو خلکو سره یې اړیکې وې. هر ورځ به یې د ممبر له لارې د حق غږ زما او ستا تر غوږو رسوو، په خبره یې لوی واړه پوهېدل. پېچلې دیني مسلې یې په ډېره ساده ژبه بیانولې. هغه ډېر فسیح او د ښکلي غږ څښتن و. پدې وروستیو کې یې یوه برنامه د فیسبوک له لارې په لاره اچولې وه چې دیني مسایل به یې د یوې مشخصې موضوع تر عنوان لاندې خپلو مینوالو ته بیانول.
د ښځو په اړه به یې په ممبر ښکلې مسلې کولې، یوه ورځ یې سړیو ته په خطاب کې وویل چې د کور په ښځو مهربان واوسئ. پخلي کې او د کور نورو کارونو کې ورسره مرسته کوئ.
دا چې ځړېږي مخامخ درته په دار سرونه
په دې وطن کې خو همدغه و د کار سرونه
درویش درانی
ماسپښین دی، ډېری میندې به پدې طمع ناستې وي، چې مولوی صیب به بیا ممبر ته خېژي او بیان به کوي، خو خبر نه دي، چې د صفی الله غږ خپ شوی او د تل لپاره خپ شوی. مرګی شته، او دې وطن کې تر بل هر ځای ډېر او ارزانه دی. موږ د داسې هېواد اوسيدونکي یو چې، حتا د خدای په کور د خدای په نوم له بې وخته مرګي په امن نه یوو.