په یوویشتمه پیړۍ کې لا زموږ کلي هغه د مصر د فرعونیانو د وخت په څیر وروسته پاتي دي. لا هم ژوند په افسانوي شکل روان دی ،لا ژوند ډیر ستړی، ابتدائي، له کړاوونو، له دردونو ډک، خوار او په هر افت لړلی دی .ولې ښارونه بیا په نسبي ډول ښه دي، خو په هغه اندازه هم نه لکه چي باید وای! هو دلته ټولي اسانتیاوې موږ پرښار راګرځوو.په یوشمیر ښارونوکې سهولتونه برابریږي،کلینیک،ښوونځی،سړک،ټلیفون،انټرنیټ، بریښنا پوهنتون اوکاروبار ته زمینه برابریږي دعصری کیدوپرلور ګام اوچتوي چې باید نور هم پرمختګ وکړي، د نړیوالو سره ځان سیال کړي.

د نړۍ دسیالۍ لپاره باید شپه او ورځ پرځان یوه کړي زیار وباسي کار وکړي خو دا فرصت باید دکلي اوښار ترمنځ په مساوي ډول وشي.ځکه تل موږ دښاري او کلیوال ترمنځ درامنځ شوي واټن له کبله دجګړي شاهدان یو.کلیوال داسانتیاوو دنه لرلو له کبله بدبین شوي دي،عقده یې اخیستي چي تل دا عقده په دښمني اوښتي ده دښار اوکلیوال تر منځ جګړه په خونړي انقلاب اوښتي چي تل مو دګټي پرځاي تاوان کړی دی.ځکه خو زموږ انقلاب شعوري نه وي،ترمیم په کې نه شو راوستلی ځکه خو یوشمیرو دانقلاب له وجي ګټلي،ګټه او هرڅه ورته توپک په لاس ورکړي دي.بیا هرکس دتوپک اوکوتک لار نیولي ده چې ددي لاري بدلون راولي چې بیا هم ډیرو ته دسر په بیه تمام شې ځکه چي د پوهي کچه یې تل ټیټه وي دپوهي پربنسټ نه رامنځ ته کیږي،شعوري انقلاب لوستي اوباشعوره کسان غواړي ولي زموږ انقلاب د لوږي،بیکارۍ او محرمیتونو له کبله رامنځ ته شوي دي اوبیرته په لویو بي عدالتیواوښتي بیا هم ورکې محرومیتونه رامنځ ته شوي دي.چې موږ تل دښاري اوکلیوالي جکړي ښکار شوي یو چې هرڅه موهمدي بي عدالتیو اخیستي دي.دا دیارلس کاله هم دا بي عدالتي روانه کلیوال ژوند مو له ډیرو کړاوونو سره لاس اوګریوان دی خلک بي حده ستړي دي هیڅ اسانتیا ورته ونه رسیده چیري چي نه یوه سالمه اداره وي،نه کار وي،نه روزګار وي،دیوه پرځاي دڅلور حکومتونو سره مخ وي یو: ددولت په نامه ډیره فاسده، بي کفایته ،ناپوه اوخودخوا هغه چي یوازي اویوازي پرځان راټول وي. دویم: دطالب په نامه ظالمه ،وژونکي بي رحمه اوپه تیاره کې ساتونکې اداره.

1دریم: دبهرنیانو دشپني او ورځني عملیاتو په نامه چي ددي اوس واک له منځه تللی دی.

څلورم: دغلو په نامه چي درباندي برابر شو بیا هرڅه درڅخه وړي هرڅه دځان حق بولي چې دا هم دبهرنیانو په څیر دخلکوکورونو ته لویږي هرڅه چوره وي.

ها ښه نوپه دي وخت کې چي لا هم خلک ددومره ستونزو سره لاس او ګریوان وي نو ژوند څه مانا لري؟

چي نه دي کار وي،نه اسانتیاوي لري،نه کلینیک،نه ښوونځي،نه سړک،نه بریښنا،نه حکومت اوعدالت نه په نس موړ وي نو دا څه ژوند دی؟ حتا اوس دیوه تر بله کلي پوري تګ ګران دی چي په لارو کې ورته ماینونه ښخ دي یوازي اویوازي په خپل کلي کې بندیان دي.

هغه دیو شاعر بیت را یاد شې چي وایې:

ژوند موواخله که په کار دي چیرته راشي

زما هسي هم په دواړو اوږو بار دی.

هو رښتیا چي داسې وي بیا ژوند د اوږو بار شي یا بي ارزښته شي.

یا د معزوریار دا بیت رایاد شي.

د ښادۍ کړی مو نسته په ټول ژوند کې

که داژوند دسره نه وي څه تاوان دي؟

که دا ټولي ناخوالي وګورو نه ددوي خلکو ژوند هو څه مانا نه لري،ایا دا خلک په رښتیا ژوند لري ؟ژوند هم دي ته وایې ؟ نه ځکه خو ډیر ځوانان مو له ژونده بیزاره دي پرهر یوه نامعلوم لوري ځي که دسر خطر هم وي ولي بیا یې هم پروا نه کوي چي یوه ګوله ډودۍ څنګه کاله ته پیدا کړي.

دعربو په چوپړ کې هرسخت کارافغان ځوانان کوي، د اورپایې هیوادونو په سمندرونو کې هم هروخت افغان ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، دپاکستان دډبرو سکرو کانونو هم زموږ دځوانانو عمر پرنیمي ودراوه ځکه هغه په ډیره سخته سهار ترماښامه په (۳یا۴)سوه کالداري لګیا وي ښایسته ځوان به خو چي ورته وګوري دډیر عمررنځور به درته ښکاره شي،ځکه خوارۍ به یې عمرخوړلی وي په مخ کې به یې دځوانۍ یوه نښه هم نه لیدله کیږي.اوف، اوف …..

خودلته بیا یوشمیر هغه دنجباوو او اشرافو ژوند لري هرڅه لري حتا یوشمیر داسي کسان دي چي په پنځلس مرمۍ ضدموټرونو کې ګرځي د ورځي زرګونه ډالر عاید لري ولي یو بیا پنځوس افغانۍ نه شي پیداکولای چي دا بي عدالتیو هم یوه بیله جګړه روانه کړي ده،باور ورځ په ورځ له لاسه ورکوو پر دولت هم لویه بي باوري همدي بي عدالتیو رامنځ کړي ده.همدا بي عدالتي ده چي دښاراوکلي تررمنځ مو واټن رامنځ ته شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *