حمیدالرحمن کریمزی

لیکونکی حمیدالرحمن کریمزی  

مونږ ډير کله اورو چې له دولتي ښوونځیو خصوصي تعلمي مرکزونه څو چنده بهتر دي او پدې هم پوهیږو چې د بهتر والي علت یې وطن دوستي نه بلکه بازار موندنه یا مارکیټینګ دی.

د افغانستان په تعلیمي نصاب کې ډير بدلونونه راغلي، خو دا بدلونونه تر ډيره په ابتدایه دوره کې ډير تر سترګو کیږي. مثلاً مخکې به په له ځینو عنوانونو پرته په نورو ډيریو کې د جګړې پیغام ورکول کیده حتا د حساب په څلور ګونو عملیو کې یې هم د جنګي وسایلو علامې لکه کرتوس، بمونه او ټوپک  ځای په ځای شوي وه چې د نوي ماشوم زده کوونکي ذهن به یې ۲ + ۲ = ۴ په ځای دې وسایلو ته ډیر کیده.

زما خپله هم ډير کله پدې کتابونو کې ډير پام انځورونو ته وه، خو د جنګي وسایلو انځورونه به راته ډير جالب وه، ځکه چې ماشوم تل په تخریب ډیر خوشحالیږي او هڅه یې دا وي، چې هر څه خراب کړي، لکه نن زمونږ ماشومان چې د تلویزني جنګي سریالونو ورته اکټونه زده کړي او د کور مشران یې تر پوزې ته راوستي.

سره لدې چې د هیواد په تعلیمي قانون کې پخوانۍ نصاب د اذهانو د خرابولو له ویرې بدل کړ او په ټولو تعلمي ادارو کې یې د نوي نصاب د تدریس فرمان صادر کړ او عملي شو، خو بیا هم کله کله داسې پېښیږي چې لدې نصاب څخه هم یو څوک محروم پاتې کیږي.

دا کارونه تر ډيره په خصوصي ښوونځیو او نورو تعلیمي ادارو کې کیږي، چې ټینګار یې ډیر کله نړیوالو نصابونو باندې وي ، چې کله هم یو زده کوونکی له دولسمه فارغ شي له انګلیسي پرته چې هغه یې هم په معیاري توګه نه وي زده نور په هیڅ نه پوهیږي.

خو دا کار دلته د مؤسس لخوا د خپل تعلیمي مرکز د زیات جذب لپاره وي چې  په زده کوونکو دا فشار زیاتوي، چې د خپل تعلیمي نصاب ور ها خوا باید انګلیسي، فرانسوي او په نورو ژبو کې زده کړې وکړي او زمونږ ډیری خلک هم د دوی  دا کار خدمت او ښه بولي.

خو زه له دې کار سره ولې مخالف یم؟

ځکه نوره نړۍ هیڅکله اجازه نه ورکوي، چې د خپل نصاب په پرتله بل نصاب مهم وبولي او همدا علت دی، چې زده کوونکي یې په خپل نصاب کې زده شوي مواد په عمل کې هم ثابتوي.

مونږ اوس هم د لابراتوار ارمانجن یو او چې په کوم ښوونځي کې یوه عادي تجربه ترسره کیږي، د دې سیمې  ټول زده کووونکو په خوله کې همغه تعلیمي مرکز وي، نو لدې معلومیږي چې مونږ په خپل نصاب کې څومره وروسته پاتې یو، چې تر اوسه مو تیوري زده کړو ته عملي جامه نه ده ور اغوستې.

بله ستونزه د خصوصي لیسو کې په پردي نصاب ډير ټنیګار دی، مونږ وینو چې په ډیری خصوصي لیسو کې د پردي نصاب تدریس د خپلې بریا یو راز بولي هڅه یې دا وي، چې د خپل نصاب ترڅنګ نور خارجي نصابونه هم تدریس کړي او تر ډيره یې ټینګار هم دا وي، چې د خپل نصاب په پرتله خارجي نصاب ښه زده کړي او د ښوونکو هم هڅه دا وي، چې زده کوونکو ته کورنۍ وظیفه په خارجي نصاب کې ورکړي.

یو ورځ یو ملګري سره مې خبرې کولې د دوی یو ورور په یو اروپایي  هیواد کې دنده درلوده، کورنۍ یې هم ورسره اوسیده، خو ده ویل چې کله کله داسې هم کیږي، چې د دندې د بدلیدو له وجې دوی هم مجبوریږي چې ټوله کورنۍ له ځان سره د نوي دندې ځای ته  بوځي.

بیا نو له ما سره دا فکر پیدا شو، چې ښه که دوی یو هیواد پریږدې دا د دوی د اولادونو د زده کړې سیستم به یې څنګه شي، نو ده وویل چې په اروپایي ملکونو کې هر نصاب معلوم دی  او د دې نصاب د تدریس سهولتونه په ټولو اروپایي هیوادونو کې برابر شوی، نو اړتیا نه پیدا کیږي، چې اولادونه یې خپلې زده کړې له یو نصاب څخه بل ته بدل کړي.

نو راشه زمونږ تعلیمي مرکزونو ته پخدای کوڅه په کوڅه د تدریس میتود او طریقي بدلې دي، ولایتونه او ولسوالۍ یو ځلې پریږده.

ولسوالۍ مو له مرکزه وروسته پاتې دي، ولایتونه مو بیا له پایتخته وروسته پاتې دي او دولتي مو بیا له خصوصي وروسته پاتې دي.

دا ټول هغه څه دي، چې نن مونږ نشو کولای چې په کتاب کې تیاره لیکل شوې تجربه په عمل کې  ثابته کړو او د خصوصي لیسو همدا ناکامه پالیسي ده، چې د پیسو لپاره یې خپل نصاب شاه ته غورځولی او زده کوونکی یې راته په دوو کې حیران کړی، چې څه زده کړي او څه ورته ډیر ګټور دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *