تاسوخو پوهیږئ چې زموږ کلی خو د دځانګړو خبرو او سندرو کلی دی ، هرڅه یې د لیوني طبعیت په شان ځانګړي دي ، هره خبره یې لکۍ لري او هره سندره یې بګتۍ … لالک له کوچنیوالي ، له هغه ورځي چې موریې مړه شوه او دی په وورڼي کې پلاراو یوې ترور ته پاتې شو د دنیا ښه ورځ ونه لیده ، پلار یې بله ښځه وکړه  چې لږ را لوی شو بیاهم  په خپله کې نه و ،  دمیرې ، هغه هم چې بې عقله وي ، ناویلې او نامنلې یې ټولې پرخوا شوې ، همداوه چې څو اووه کلنې ته رسیده  دوخته بیا په ټول کلي کې په لیونې او پیریاني اوله چتې وتلې ماشوم باندې نامتوشو ، داسې ښکاریده چې ده ته هم  دده دغه  څیره دکلي پرآینه برسیره  دده دذهن په څیره کې هم معلومه شوې وه ، ځکه یې کله کله داسې کارونه کول چې  دهغو له  امله به ټولو تراټه او ټولو به په سپکه سترګه ورته کتل ، یوه بده ځانګړنه یې داهم وه چې په کلي کې یوه سپي او یوې  پشۍ هم له ده څخه ورځ نه درلوده ، همداوه چې زموږ دکلي اناګانو به ویل چې  لالک  ددغو بی خولې بې ژبې مخلوقاتو آزار وهلی ځکه په ټول کلي کې وړۍ وړۍ دي …

دورځې په څوڅوځلي دده له لاسه په کلې کې دسپیو کوړنجا اود پشیانو میاو میاو له دردو او غمو سره یوځای اوریدل کیده خو هیچا هم څه نه ورته وویل ، هرچا به چې دده دغه  ناوړتیاوې  ولیدې ، نو بیا به یې یوه اوبله ته سره وویل چې :

ـ  دا لیونی دي ،  ورک یې کړې ،  نه دې دې اوریدلي چې له لیوني یې مه غواړه او مه یې ورکوه … دکلې نجونو به هم چې دده ناوړتیا دبې خولې او بې ژبې مخلوقاتو په وړاندې  ولیده  نو دا سندره به یې پرمخ ورته راویسته :

خلک په تیږو باندې ولی  سارانی دي  …     راشه ماما زوی دی دلیونی دی …

سرور آکا هم د ګل مرجانې په مینه کې ور ډوب شو ، لالک هم ترې پاتې شو ، یوازې کله کله به یي چې په درنو  درنو کارو ورمخه شوه نو بیا به یې لالک را پیداکړ او هغو ته به  یې واچاوه ،  د خلکو په خبره د خره په شان به یې کار پرې کاوه ، چې نا غیړي به یې وکړه ، نو بیا به یې دمرګ ترکچې هم واهه  … خکه چې مور یې میره وه او هغه هم په عقل پړه  …

دخدای کارونه وو ، انقلاب وشو ، خبره ورانه شوه ،  هرڅوک په خپل سرشول  لالک هم سرواخیست او له کلی کوره  یوناڅاپه ورک شو ،  هرچا به هرڅه ورپسې ویل ، یوشمیر خو دومره لوړ باله چې د برخې په خاوندانو کې یې شماره  دده نا څاپه ورکه یې د مولانا  د شمس له ورکې سره ورته بلله …  خو داچې له هرچا لارې او ګودرې ورکې شوې ، دلالک نوم د خلکو له یاده ووت ، ان چې پلاریی هم په فکرکې نه و، میرمن یې دي ته خوشاله شوه چې ښه شو ورک شو ، دهغه برخه به هم ددې د زامنو وي …

د لالک پته ورکه وه ، خو یومهال بیا آوازې دومره ورپسې  تودې شوې  چې فکر کیده  دا ټول څه چې په وطن کې روان وو داټول دلالک له وجې وو،  کلیوالو به دا ټول د لالک په وجود کې خلاصه کول  ، له هغه یې یوپوره بزرګ جوړکړی و ، خو زموږ د کلي څوکلن زوړ سپي اوس هم دده له لاسه ګوډ ګوډ کیده ، هرچا به چې هغه ته کتل ، نو بیا به یې د حال په ژبه ورته وویل :

– برګیه ، لالک خو دې برباد کړ خدای دې کلي ته خیرپیښوي …

یوشمیر خو به داهم ویل چې : لالک د روسانو په الوتکو کې ناست وي ،  کلی خو څه کوې چې د ټول غزنی په هره خواکې چي بمونه لویږي  هغه ټول دی  لارښونه کوي …  یو بلې ډلی به ویل چې د حکمتیار دښي مټ وزیردي  دا روسان چې په وطن کې په شپه ورځ نه پوهیږي ، دا دلا لک کرامت دي … مانا داچې لالک په دواړو خواوو کې یوعالم ناخبره هوایې یاران او مینه وال درلودل ، په داسې حال کې چې هغه هسې یوساده پیاده  زلمی و ، چې د سرورآکا او میرمنې نارواوو پسې واخیست ، تر وژلي ورور یي پریښې ګومله غوره وبلله او له کلې کوره دنورو سلګونو غوندې دی هم په نامعلوم لوري  داسې ولاړ چې زریی بیا تر شا راونه کتل اوله کور اوکلي سره یې داسې خدای پامانی کړی و چې :  …  که زیړی ګل شوم  مخ به نه در اړومه …

لالک نصیب  دناصرباغ تر کمپه پورې ورساوه ، په لږ وخت کې یې یوې عربی  موسسې ښه درملنه وکړه ، رک روغ  سړی شو ، خو په کلی کې تراوسه هم لاهم هغه خبرې ورپسې روانې وې  چې ګواکی دروسانو په الوتکو … او یاهم د حکمتیار دښي لاس وزیر … خو داخبرې یوه هم په ده کې نه وه ، کله چې له ناروغۍ جوړ شو، څه موده یې له هم هغې عربی موسسې سره کار وکړ، دهغوی هم ښه وایسیده  کله چې په ناصرباغ کې دجهاد له کونډو سره عربي مرستندیانو ؟ کومه درغلې وکړه او خبره یې د دنیا ترهغه سره ورسیده ، یوشمیرعربو پرهغه مهال دجهاد په ډګرکې دخپلو جنایاتو له امله له مرستو پښې سپکې کړې ، په دغه ډله کې لالک هم له دوی سره  په هرډول چې  و ولاړ او ځان یې دشیخانو تر اولکې پورې ورساوه … دیوه شیخ په کورکې مزدور شو ، هلته د آسونو او جنګي سپیو پالنه ور دغاړې شوه ، اودانو هغه دنده وه چې ده د پکتیا له ماما شمروز سره چې دشیخ د کور، باغواني او مالداري وردغاړې وه  پیل کړه …  دوی دواړه دیوه او بل په ژبه او کړو وړو سره پوهیدل … ډیره موده نه وه تیره شوې چې ده دشیخ د سپیو له کارو باره سرټکونه پیل کړه ، دشیخ سپي په هره اوونۍ او هرمیاشت کې بدلیدل را بدلیدل، لویه ستونزه داوه چې دغو سپیو ان له لالک سره چی هرڅه یې پرده پورې  تړلي وو هم نا بلدي ښوده ، ترهغه چې له ده سره به بلدیدل ،  پرخوارکۍ به څو څوځلی ور بړزیدلی او بلوسیدلی وو، ده هغه چلند لکه چې په کلي به یې له سپیو سره کاوه دلته له دغو نازولو سره هم نه شو کولای ځکه چې شیخ پرې ځوریده او خپه کیده … او دشیخ خپه کیدل  اودهغه دطبعیت نازکي هم اوس ده  ته ښه ورمعلوم وو چې د پرانګ لکۍ ته لاس ور وړل وو …  ده دغه ستونزه  له ماما شمروزخان سره هم شریکه کړې وه ، هغه ټوکي سړی و ، دده اندیښنه یې په ټوکه ترې بړبوکۍ کړې وه  :

–  دسپیو روزل  موږ ته دسیالۍ ګټه وټه نه ښکاري ، زده یې کړه ، کله چې وطن ته ورغبرګ شوې ،  والله که دې ډوډۍ عالمونه تمامه کړي … اوس هلته هم ددغو سپیو بازار ورځ په ورځ تودیږي …یوه وریځ بې راشې ګله ، چې د سپیوډانګتران به هم  تاته موتاج وي … تاته ددغه هرسپي قیمت معلوم دې ، داهریو یو دیوه شانزده بیس بیه لري …په امریکه کې خو خلک ترځانوسپیو ته قدراو درناوي غواړي …

شمروز ماما دلته دوې  درې لسیزې کارکړی و، هغه چې کله دلته په لومړي کال راغلی و ، هغه هم په ساده ګۍ کې ترلالک کم نه و ، هغه ته هم شیخ اودهغه دکورنۍ هرغړی د آسمان ملایکه ښکاریده ، دا دده کیسه ده چې کله لومړی راغلی و ، کومه ورځ یې د شیخ د اردونۍ میرمنې مصنوعی نوک دهغې له  اصلي نوکه  شکیدلی او په محل کې چېرې لویدلی لیدلی و ، یوه دوې ورځې یې هغه ته کتل او ورته ژړل یې هغه سوچ کاوه چې دادهغې سپیڅلې بي بيرښتنی نوک  دی ، ده ورته ژړل  چې ګواکي دهغې بي بي ګوته دومره سخته زخمې شوې چې ان نوک یې لویدلی دی …  اخ هغه به څومره  ځوریدلې وي ، څومره  وینې به یې له لاسه تللی وي …

شمروزماما د زړه له اخلاصه ډیر ژړلي وو ، داسې چې اوس هم کله هغه ژړا وریاده شي ، نوځانته له خندا شین وي  اوفکرکوي چې لویه ګناه یې کړې ده … اوس لیونی لالک هم  په کټ مټ کیسه کې راښکیل شوی و، له یوې خوا د سپیو خبره وه او له بله پلوه د اسونو …

په هغو کالو کې چې موږ په پوځ کې  عسکران وو ، کله چې لومړی ځل عسکر قشلې ته ورننوتو ، دپخوانیو عسکرو لویه سپارښتنه موږ داوه چې  :

ـ نوکیانو پام مو وي چې په قطعه کې به دخره له شاه او دمنصبدار ترمخ نه تیریږې ، ځکه چې یوکار نه یوکار خامخا درباندې کوي ، که نورکارنه وي ، نو دې خولې وباسه او خولې په سرکړه قومانده خو شته … ځکه چې هغوی  نه غواړي عسکر په قشله کې بیکاره وګوري …

لالک هم د شیخ پردرګاه باندې اوس له همداسې یوې فضاسره مخامخ شوی و، دخدای کارو ته ګوره شیخ چیرې خارج ته ولاړ، له هغه لوري چې راته له ځان سره یې داځل یو نوی سپی چې له څیرې تیار لیوه ښکایده له ځان سره راووست ، دا په رښتیاهم سپی نه و لیوه و، داسې چې په دوو دریو لالکانو باندې هم نه شو را ټینګیدای ، کله به چې خوشی شو ، د شیخ آسان او غوایان به هم ترې تښتیدل …

لایوه  یوه نیمه میاشت نه وه تیره چ، ې یوه ورځ یې خپله پرشیخ باندې هم حمله وکړه ،  خو خدای ترې بچاوه او لالک ځان منځ  ته وراچولی و ، خو له لالکه یې هم ځان خوشی کړ، بیا یې حمله پرې کړې وه ، شیخ چې بله لاره چاره ونه لیده ، نوبیا دخپلې تومانچې  په  ډزباندې چې لومړۍ ګولۍ یې هم  د لالک  پر زړه ولګیده خپل نازولی سپی وویشت ، ځان یې ترې بچ کړ ، لالک یې زر د روغتون ته واستاوه ، خو تر روغتون پورې  هم ونه رسید …

لالک لاړ ، داچې شیخ وویشت اوکه له سپي په دفاع کې ومړ، هغه  خبره دشیخ اودشیخي واکمنۍ ترمنځ خبره وه ، شیخ یولک درهمه ماما شمروز ته ورکړل ، دلالک د مړي داستولو بندوبست یی هم ورته وکړ ، شمروز ماما یې دهغه له جنازې سره  راولیږه ، ماما شمروزخان  ته د لالک د ژوند ټوله کیسه معلومه وه ، دهغه مړی یې بیرته  ترناصرباغه راورساوه ، هلته یې د یوه پردیس مهاجر په نامه خاورو ته وسپاره ، او خپله هم چې نوریې د شیخانو د مزدورۍ توان په ځان کې نه لیده له یولک درهمو سره  د کور په لور په خوشالۍ سره  وخوځید …خو زموږ په کلي کې تراوسه پورې زموږ دکلي دلیونۍ  کیسه لکه د شمس اومولانا د دبیلتانه دکیسې په شان روانه ده یوازې یې هغه اړخ اوس دخلکو له خولو لویدلی دی چې ویل به یې :

ـ د روسانو په الوتکو کې ناست وي ،  کلی خو څه کوې چې د ټول غزنی په هره خواکې چي بمونه لویږي  هغه ټول دی  لارښونه کوي …  یو بلې ډلی به ویل چې د حکمتیار دښي مټ وزیردي  دا روسان چې په وطن کې په شپه ورځ نه پوهیږي ، دا دلا لک کرامت دي …

خوما ما شمروز چي اوس دلویوبنګلو او زیاتې شتمنې خاوند شوی  کله کله وایی چې ده ته دا هرڅه یوه بزرګ ملنګ په خپل کرامت سره وروبښل خوچې کله یې څوک نوم ترې وپوښتي ، نوبیا ورته ووایي :

ـ د کراماتو څښتنان  دخدای لیونیان وې  هغوی لکه زموږ زمانې ناروغې لیونیان چا ته خپل نوم نه وایي …

د  ۱۳۹۵ کال جولای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *