(د مطالعې دود او اړوندې ستونزې)

شپاړلس کاله او څو میاشتې کیږي چې زه د ډنمارک په جنوب کې، د جرمني پولې ته نږدې د هیدرسلیف په ښار کې ژوند کوم. دې ښار ته مې له راتگ نه څو ورځې وروسته د کتابتون لټه وکړه، پیدا مې کړ او ورغلم. د پښتو او دري ژبو د کتابونو پوښتنه مې چې وکړه، یوې میرمنې په ډنمارکي څه راته وویل، خو زه پوه نه شوم، بیا یې په انگلیسي راته وویل: «فالو مي!» د کتابتون په دویم پوړ کې یې یوې اوسپنیزې المارۍ ته ودرولم او پوه یې کړم چې دا ستا مورد نظر کتابونه دي، وې گوره، که دې کومه پوښتنه لرله، بیا هم ما ته راشه.

ما په بیړه کتابونه وکتل، څو ټوکه مې په کې خوښ کړل او د پور کولو له پروسې وروسته مې کور ته له ځان سره یوړل.

دا دی اوس وروسته له شپاړسو کلونو هغه د افغانستان د کتابونو المارۍ تشه پرته ده او لکه د چا خبره وتړل شوه، هغه هم په دې وجه چې افغانان یا سواد نه لري او یا هم له مطالعې سره مینه نه لري. په کور کې خو کتاب نه ساتو، که یې وساتو، نو بیا په ژوند کې د هغه پاڼې نه اړوو او په دې بڼه یې ساتو:

دلته په ډنمارک کې د زدکړو او مطالعې له پاره بیحده امکانات ډیر دي. دا امکانات په څلور وړو سکندنویاي هیوادو کې یو شان دي، چې هر ډول کتاب دې چې د نړۍ په هر گوټ کې په کار وي، ځانگړنې یې مسؤلین در نه غواړي، پته دې لیکې، په شلو ورځو یا یوې میاشت یا لږ څه لږ و ډیره موده کې کتاب راپیدا کوي او تا ته یا ایمیل له لارې او یا هم لیکنی خبر درکوي چې ستاسو د اړتیا وړ کتاب مو را پیدا کړ کولای شئ کتابتون ته تشریف راوړئ او کتاب په امانت ډول واخلئ؛ خو که کتاب مطالعه نه شي او څو تنه یې په امانت وانخلي، یانې له کتاب نه که استفاده و نه شي، بیرته یې په هماغسې بیړه ایسته کوي، ځای نه ورباندې بندوي، حتی کیدای شي په فزیکي ډول یې له منځه یوسي.

پخوا به په هرو شپږو یا اتو میاشتو کې د افغانستان المارۍ تشیده او لس یا شل ورځې وروسته به یې نور نوي کتابونه له مرکزي کتابتون څخه راوړل. دا راوړل شوي کتابونه به چې هر څومره ډیر پور کړای شول، هغومره ډیر به یې نور را پیدا کول، خو اوس د افغانستان کتابونو پورې اړوند المارۍ بیخي تشه پرته ده.

پخوا به د لسو یا دولسو تنو په شاو خوا کې افغانانو کتابتون ته سر ورښکاره کاوه او کتابونه به ویې د مطالعې له پاره وړل، وروسته بیا د وخت په تیریدو سره شمیر را لږیده، تر څو چې درې تنه پاتې شول: زه، زما میرمن او جنرال صاحب حسن خان.

د دې له پاره چې د کتابتون مسؤلین پوه شي چې دا کتابونه د مطالعې له پاره وړل کیږي، همدې دریو یادو اشخاصو به یو کتاب په شپږو میاشتو کې درې ځلې پور کړ. او دا کار په همدې شپاړسو کلونو کې دومره تکرار شو چې نور موږ د راوړي کتاب له عنوان او لیدلو څخه ستړي شوو او ښایي کتاب به له موږ څخه ستړی شوی وي.

اوس کار دې ته ورسید چې د افغانستان برخه لکه د چا خبره تعطیل شوه، دا مانا چې افغانان نوره هیڅ مطالعه نه کوي یا ښه ده و ویل شي چې اوس نو جنت ته رسیدلي دي ، نور نو مطالعه څه کوي او…

یوه ورځ په لاره کې د کتابتون یو مسؤله په مخه راغله وې درلوم په کتابتون کې یې د مهاجرو په باب یوې جوړیدونکې غونډې ته وبللم، ما هم له موقع نه په استفادې سره د افغانستان د کتابونو او د المارۍ د تشیدو ور یاده کړه. هغې و ویل چې د کتابتون په کمپیوتر کې دا ډیره موده یو داسې کتاب نه دې راجستر شوی چې د افغانستان له المارۍ نه دې چا پور کړی وي، د هغه له پاره مو هغه ټول کتابونه د بهرنیانو کتابتون ته ورستانه کړل، هغوی هم ښايي له منځه وړي وي، ځکه چې ساتل او پالل یې هم مصرف غواړي او موږ په هغه څه مصرف نه شو کولای چې د چا په کار نه وي. او دا یې هم زما د ډاډ له پاره ور اضافه کړه چې ته مه خپه کیږه، ستا که کوم کتاب په کار وي، د هغه فرمایش به موږ ولیږو او ډیر ژر به یې درته را وغواړو.

زه خو یې داسې انگیرم چې په کوربنو کې هیڅ نقص نه شته، ټوله ستونزه په موږ کې ده. موږ یو چې له مطالعې او پوهې تر لاسه کولو نه ډیر، هغه بنډارونه خوښوو او ترجیح ورکوو چې نور پکې تور کارغان وباسو او ځانونو څخه سپینې کوترې جوړې کړو او…

«په هغه ځای کې چی انسانی عقل شتون ولری، هلته باید کتاب هم شتون ولري.»

(ویکتور هوگو)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *