د ټولنیز ژوند بنسټ له فرد څخه پیلېږي، افراد راټولېږي کورنۍ جوړوي او له دغو کورونو څخه کلي، ولسوالۍ، ولايت، هېواد او په ټوله کې له هېوادونو نړۍ رامنځته شوې. په کورنۍ کې مور، پلار، خويندې، وروڼه سره په شريکه ژوند کوي او د اصولو په چوکاټ کې د هر چا دنده بېله وي، څوک له کور څخه بهر دنده لري، څوک په کور کې دننه کارونه ترسره کوي، خو له دې ټولو ستر او لوی مسوولیت د مور و پلار دی، چې لومړی یې د ټول کور کارونه له بیرون سمبالوي او مور بیا د کورنیو چارو وزیره وي.
د دوی دواړو په ګډو هڅو اولاد روزل کېږي او هلته چې اولاد د فرد په حیث د ټولنې بنسټ جوړوي، نو ښه او نیک اولاد ښه ټولنه رامنځته کوي او بد اولاد بده ټولنه. دوی دي، چې پخپلو هڅو سره ټولنې ته نیک او غوره شخصیتونه وړاندې کوي.
اولادونه که په اسلامي او ملي روحیه را لوی شي، نو تاریخ پرې شاهد لرو، چې دغه کسان هېوادونو ته ویاړونه وي او د میلیونونو مړو شویو کسانو په شان نوم ورکی ژوند نه کوي، بلکې بلکې د تاریخونو په سر کې وي.
ددې ټولو اړتیاو په اساس اوس میندې او پلرونه دي، چې د خپلو اولادونو راتلونکې ټاکي، په لومړي قدم کې په اسلامي، ملي او عصري زده کړو یې سمبالوي، څو د ټولنې د اوږو بار نشي.
په اوس وخت کې شعوري، غیر شعوري او د والدینو لږه ناپامي هم د اولادونو راتلونکې ټاکي، هغه اولادونه چې له دغې محدودې بغاوت کوي له شک پرته چې د ګڼو پېښو ښکار ګرځي او ډېری خو بیا ټولنې ته اخلاقي ناسور وګرځي.
له فزیکي بربادۍ معنوي او فکري ډېره خطرناکه ده، که د ناپیلون او هټلر ویجاړیو ته وکتل شي، نو هغه ټول د فکري بربادۍ له یوه ساعت سره پرتله کېدای شي.
په اوس وخت کې د فکري بربادۍ ښې بېلګې ټولنیزه میډیا، ویډیو، فلم او تلویزیون راتلی شي، دا توکي د سمو اهدافو لپاره هم استعمالېدلی شي، خو ډېری هغه هېوادونه، ټولنې او کورنۍ چې د کارولو لپاره یې سالم پروګرام ونه لري، نو غلط کارول یې د یوې سالمې کورنۍ د بربادۍ لپاره بس دي.
هلته چې وایي، خربوزه له خربوزې رنګ اخلي یا که له موږ سره کینې زموږ په شان او که د تور دېګ په شان له بې برخلیکه کسانو سره مو ناسته پاسته وشوه د هغوی په شان به یاست، نو د اولادونو ناسته پاسته د همدې برخلیک مثالونه دي.
ډېری اولادونه د همدغو بې بندوبارو ګرځېدنو، ناستو پاستو او ملګرو له لاسه د نیکو کورنیو ځلانده تاریخ له نابودۍ سره مخ کوي.
د اولاد نیک او بد ملګري، له هغوی سره راشه درشه او خپلسرې اړیکي د کورنۍ د بربادۍ نورې بېلګې یادېدلی شي.
اسلام نړیوال، کامل او عصري دین دی، د ټولو اسانتیاوو او اوسنیو رامنځته شویو تخنیکونو اساس له اسلام څخه سرچینه اخلي او غوره منبع یې قران کریم دی.
اسلام کله هم د تخنیک او عصري آلاتو د کارونو ممانعت نه کوي، خو د کارولو طرز او ډول پخپله په انسان پورې اړه لري. د بېلګې په توګه که د ژوند ډېر ساده او عادي وسایل په پام کې ونیسو لکه اورلګیت؛ د کورنۍ، دوست، مېلمه او عزیز لپاره پرې ښه چای او خواړه تیارېدلی شي، خو که غلط وکارول شي، د یوه وړ خلي بې ځایه لګول د یو مظلوم او لوی کور د تباه کولو لپاره کافي شافي دی.
په موبایل عصري زده کړې، د دوستانو حال احوال او د وخت سپما کولای شو، خو که چېرې د اولادونو (لور+ زوی) لخوا غلط استعمال شي د ټولنې د فاسدولو لپاره له دغو شیانو نور اسانه او ارزانه بل څه نشته.
هغسې چې د نارینه وو لپاره عصري زده کړې مهمې او لازمي دي، په غوره توګه د ژوند پرمخ وړلو لپاره ورته اسلامي زده کړې هم لازمي دي. په مقابل کې یې هغسې چې د ښځینه وو لپاره دیني او لومړنۍ زده کړې مهمې بلل کېږي، عصري هم ورته شرط دي، خو دا ټول د اصولو او چوکاټ په اساس، څو وکولای شو د ټولنې بنسټ قوي کړو او د راتلونکو خونړیو طوفانونو لپاره یې ریښې قوي شي.
دا ټول ددې لپاره یادوم، چې همدا اوس هم په کلیو او لرو پرتو سیمو کې داسې مشرانې میندې او مشران سپین ږیري لرو، چې په لازمو او مهمو لومړنیو معلوماتو ندې خبرې لکه حیض، نفاس، غسل. …
هغسې چې د افغاني ټولنې یو شمېر دودونه له اسلام څخه منبع یا سرچینه اخلي یا ورسره جوړښت لري، په مقابل کې یې ځینې نور په اسلامي اصولو فوق او لوړ ګڼل شوي دي، چې همدې څه ټولنه چېلېنج کړې. ددې دویمې ډلې څخه یې ناوړه دودونه یادولی شو. د کورنۍ تشکل د یوې جوړې په عقد او نکاح سره کېږي، خو متاسفانه چې زموږ د یو شمېر مشرانو ځېل او خبرې په اسلامي اصولو فوق دي او ډېری خو یوازې پدې دلیل د خپلو لوڼو یا زامنو له وادونو سره مخالف دي، چې لوړ ولور نشي پرې کولای.
وليد بن عبد الملک د مسلمانانو د خليفه زوی سعيد بن مسيب (رح) لور ته ريبار استوي، خو سعيد بن مسيب منفي ځواب ورکوي. ورڅخه پوښتنه کېږي، ولې؟
وايي: آيا خپله لور د قران له کور څخه د ټنک ټکور کور ته ور واستوم؟! هغه بيا خپله لور د دوه درهمو مهر په بدل کې خپل يوه شاګرد ته په نکاح ورکړه.
د انساني غرایضو د مطرح کېدو لپاره اسلام مشروع لاره ښودلې، خو دغه ناوړه دودونه ددې باعث ګرځېدلي، څو انسانان پخپله شرعي لار پرځان وتړي او د نا مشروع اړیکو د پایلو په اړه خو هره ورځ د رسنیو د سر خبرونه همدا وي، ټول له دې حالت څخه د وتو په هڅه کې دي، خو نه توانېږي.
ټول څه چې نن د عصریتوب نښان ګڼل کېږي له اسلام څخه سرچینه اخلي، خو یا په قصدي او یا غیر قصدي ددې عصریتوب تفسیر نه کېږي، چې افغان ځوانان د خپلې ټولنې په اسلامي، ملي او عنعنوي اساساتو وپوهېږي، هلته چې د ټولو هیله او ارزو ده.
*: ’’د افغان ژورنالېست جفعر هاند لخوا د عائیض ذوالقرني په ژباړل شوي کتاب (پر تقوا ولاړه کورنۍ) زما د تاثراتو انځور.‘‘