استاد احمل ښکلی

زموږ د کيسو پېښې عموما دوه حده لري. يا عامې وي يا استثنايي وي. عامې پېښې هغه دي، چې په ټولنه کې ډېرې پېښېږي يا هغه پېښې چې د ټولنې له عام ذهنيت يا ټولنيز دود سره برابرې وي. استثنايې پېښې هغه دي، چې عامې نه وي، کمې پېښېږي يا هغه چې د عام ټولنيز ذهنيت پر خلاف وي.

زموږ په کيسو کې دا دوه ډوله پېښې ځکه عامې دي، چې:

لومړی، عامې پېښې پخپله د ليکوال په مشاهده يا تجربه کې شاملې وي او ډېر ډېر ورسره مخېږي؛ نو په اسانه يې ورپام کېږي. په عامو پېښو کې پېچلتيا نه وي، عامې پېښې تيارې کيسې وي، خواري نه غواړي، عامې پېښې مو پر ذهن مسلطې وي، خلاصی ترې راته سخت وي او هره خوا چې ذهن وګرځوو، همدې لور ته مو ذهن ورځي.عامې پېښې راته واقعيتونو ته نېژدې ښکاري او د هېندارې غوندې پکې د خپل ژوند څېره وينو، خپل ارمانونه پکې تمثيلوو. عامې پېښې راته بې ضرره ښکاري. په دې هم عامو پېښو ته ډېر تمايل لرو، چې لوړ اخلاقي پېغام پکې وينو او په ټولنه کې-چې عامې دي- ډېرې چلېږي. مثلا: دوه مينان دي، چې ټولنيز جبر يې پيوستون ته نه پرېږدي. يو پلار په ډېرو پيسو خپله ښکلې لور يوه شپېته کلن زاړه ته ورکړي. د يوه يتيم تربرونه راپاڅي او ټوله ځمکه ترې ونيسي.د مور يواځنی زوی موټر ووهي او په ټکي مړ شي. د يوې ښځې زوی نه کېږي، مېړه يې په وهلو وهلو ووژني.

عامې پېښې که په ژوند کې نه وي، په کيسو کي خو عامې دي.

دويم، د استثنايي پېښو لاملونه به هم ښايي د عامو پېښو له لاملونو دومره بېل نه وي. استثنايې پېښې مو- چې د ټولنيز دود پر خلاف وي- اسانه ذهن ته راځي او څرنګه چې موږ له خپلو ارزښتونو او ټولنيزو محدوديتونو سره اشنا يو، اسانې يې جوړولای شو.استثنايي پېښې راته نوې او جالبې ښکاري. استثنايي پېښو ته په تمايل کې له عامو پېښو نه د کره کتنې د کرکې د ورکړي احساس لاس هم دی، چې ګنې دا پېښه خو تکراري ده. په استثنايي پېښو کې د کيسه ييزو تخنيکونو کمال وينو. ښايي په دې تمايل کې د انسان د عجايبو د خوښولو اسطوروي محرک هم شامل وي. د استثنايي پېښو بېلګې:

له يوې ناعلاجه ناروغۍ نه يو ناروغ روغ راووځي. په افغاني ټولنه کې څوک له يوه حيوان سره واده وکړي، يو مېړه خپله زړه ته ورتېره مېرمن بې موجبه ووژني.

نور لاملونه به هم وي، چې عامې او استثنايي پېښې مو په کيسو کې ډېري دي.

دا ضرور نه ده، چې دا پېښې دې واقعيت وي؛ خو که واقعيت هم نه وي، له واقعيته اغېزمنې وي؛ ځکه د ليکوال يوه تکيه واقعيتونه هم دي او ښايي ليکوال د همدې واقعيتونو پر بنسټ، د واقعيتونو غوندې کيسې له خپله خياله وپنځوي.

د عامو او استثنايي پېښو زيانونه دا دي، چې په دې کې ډېر پام پېښې ته وي او کيسه ييز تخنيکونه پکې نه وي، چې لوستونکی ترې د کيسې غوندې خوند واخلي. د عامو پېښو پېغام نوی نه وي او کله خو لوستونکی داسې انګېري، چې دا پېښه دومره عامه ده، چې کيسه کولو ته يې سرلې اړتيا نه وه. د استثنايي پېښو پېغام چندان د خوږ دوا کېږي نه، ځکه له ټولنيز رو سره اړخ نه لګوي.په عامو پېښو کې ښايي افراط او تفريط ډېر وي. عامې او استثنايي پېښې لوستونکی اغېزمنولای نه شي، ځکه چې د عامو پېښو لوری لودن معلوم وي او استثنايي پېښې لوستونکی ناشونې ګڼي.

درېيم ډول پېښې هم شته، چې زموږ په کيسو کې ورته کم پام شوی.

يو خو هغه پېښې دي، چې د مخکنيو کيسه ليکوال ورته پام شوی نه دی. هر کيسه ليکوال چې په خپل ورځني ژوند کې سترګې وغړوي، داسې ډېري پېښې به ومومي، چې لا تراوسه د کيسه کولو تږې دي. مثلا: يواځې د يوه نرس، يوه ډرايور، يوه نايي پر ژوند فکر وکړئ، ډېرې ناويلې پېښې به درته پلو له مخه لرې کړي.مثلا: يوه نرس خپل يوه ناروغ ته غلطه ستن وهلې. دا پېښه تاسې په هر لور بېولای شئ او نورې ضمني پېښې ورپسې نښلولای شئ. نرس ته به چا پيسې ورکړې وي، چا به ګواښلې وي. له کوره به خپه راغلي وي، روغتون کې به يې له کوم ډاکټر سره اړيکې خرابې شوې وي، دا ناروغ به ورته سم نه وي ښکاره شوی، له ناروغ سره به يې کومه زړه اړيکه راپيدا شوې وي. داسې ډېرې جينايي او نورې کيسې د دې يوي پېښې او يوه کرکټر له تړاوه جوړېدای شي.

عامې پېښې هم د کيسه کېدو وړتيا لري؛ خو چې خواري ورسره وشي او نوي اړخونه او نوی ليدلوری پکې پيدا شي. مثلا؛ ناکامه مينه زموږ د کيسو عامه پېښه ده؛ خو که د دې ناکامۍ لاملونه مښلي(کليشه)(پوړيز ژوند، د پلرونو پخوانۍ خپلمنځي دوښمني يا داسې نور) نه وي؛ نو په يوه دود پېښه کې هم نوي اړخونه رابرسېره کېږي.

ليدلوری هم د کيسې د موخې په بدلون او د عامې پېښې په نوې کولو کې لاس لري. يوه فرسوده بېلګه يې داده، چې که يو ګيلاس نيم ډک وي او يو سړی ووايي، چې: ګيلاس نيم ډک دی او بل ووايي، چې: ګيلاس نيم تش دی. خبره راته يوه ښکاري؛ خو اهداف او نيتونه يې بېل دي. لاندې دوه جملې دوه بېلابېل ليدلوري راښيي:

احمد ښه سړی دی.

احمد بد سړی نه دی.

په لومړۍ جمله کې يې ښه والی مهم دی او په دويم کې نابدوالی.

دوه ليدلوري يوه عامه پېښه دوه کوي او په برداشت کې يې بدلون راولي. مثلا: يوه زوی خپله مور ووژله. که له عامې زاويې ورته وګورئ، ښايي مور يې بېګناه وي؛ خو که د زوی له زاويې ورته وګورئ او له زوی سره د مور چلن راښکاره شي، د لوستونکي برداشت به بدل شي. همداسې درېيمه زاويه هم راپيدا کېدای شي.

مطلب دا چې له عامو پېښو هم بريالۍ کيسې جوړيدای شي، خو چې نوي اړخونه پکې رابرسېره شي او د عامې پېښې زاړه لاملونه او زړه زاويه ختمه شي او ځای يې نوي لاملونه او نوې زاويه ونيسي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *