یادونه:  باور لرم چې زموږ عالم ولسمشر ډاکتر اشرف غني احمدزی په ټولو برخو کې د اصلاحاتو ټینګه اراده لري. ده پر ډېرو مسایلو غور کړی، ستونزې یې کشف کړې او حل لارې یې ورته په پام کې نیولې دي. خو، یو سړی که نابغه هم وي، د یوه انسان په اندازه به فکر کولای شي. راځئ چې موږ او تاسې هر یو پر مشخصو موردونو فکر وکړو، خپلې تجربې او د سترګو لیدلی حال له نورو سره شریک کړو او په ګډه د ستونزو د هوارۍ لارې چارې ولټوو. داسې به د هرې ستونزې د حل لپاره نسبتاً جامع طرحې جوړې شي او له حکومت سره به په دې برخه کې مرسته وکړي. په همدې نیت مې دا لړۍ پیل کړه. هیله مې ده چې تاسې د دې لړۍ په بشپړولو کې مرسته وکړئ.

———————————————–

زموږ ستونزې او حل لارې یې

تدریسي ستونزې

۱. په ښوونځیو کې

الف) په دولتي ښوونځیو کې

زموږ په دولتي ښوونځیو کې څلور مهمې ستونزې شته.

یو، په ټولګیو کې د زده کوونکو شمېر معمولاً 50-60 وي. ښوونکو ته ګرانه ده چې دومره زیاتو شاګردانو ته پوره پام وکړي، اداره یې کړي، کورنۍ دندې یې وګوري او په درس یې پوه کړي. په هر ټولګي باید تر دېرشو زیات شاګردان نه وي.

حل لاره: که وغواړو د شاګردانو د شمېر په لحاظ خپل ښوونځي معیار ته برابر کړو، باید تر دې دوه چنده زیاتې درسخونې، زیات استادان او نور امکانات ولرو. دولت ته به سخته وي چې دا کار وکړي نو نسبتاً اسانه یې لاره یې دا ده چې موجود درسخونې په منځ کې نیمې کړو او له هرې یوې، دوې درسخونې جوړې کړو. د استادانو کمی هم پوره کېدای شي ځکه همدا اوس د دارالمعلمینونو او د ښوونې او روزنې د پوهنتونونو زرګونه تنه فارغان بېکاره دي.

دوه، د اکثرو استادانو سویه ټیټه ده او په ټولګي کې له تدریسي مهارتونو او میتودونو کار نه اخلي. لا اوس هم په اکثرو موردونو کې معلم محوره تدریس چلېږي، معلم درس د کتاب له مخې یا پخپله لولي، یا یې په یوه شاګرد لولي، بیا هماغه شی له یاده وايي، بیا یې پر څو شاګردانو تشریح کوي او ختم. ګروپي کار، سمینار، پوښتنې، تعمیم، علمي سیر او عملي کار په اکثرو ښوونځیو کې نه لیدل کېږی. ښوونکي له موډلونو، نقشو، او نورو بصري میتودونو کار نه اخلي. په عملي ژوند کې له درسي موضوعاتو د استفادې لارې چارې چا ته نه ورښودل کېږي.

حل لاره:

انسان هېرجن دی. څه چې استادان یې په دارالمعلمین او پوهنتون کې زده کوي، ورو ورو ځنې هېرېږي. نو هر کال باید څلور ځله د تدریس د میتودونو ورکشاپونو ورته جوړ شي. د هر تعلیمي کال په پیل کې، بیا شپږ اوونۍ وروسته، د کال د منځ د ازموینو تر رخصتیو وروسته، او بیا شپږ اوونۍ وروسته. په دې ورکشاپونو کې دې روزونکي په یوه اوونۍ کې د تدریس مهارتونه او میتودونه ښوونکو ته وروښيي. همدغه روزونکي دې وخت په وخت بې له دې چې څوک خبر کړي، ښوونځیو ته لاړ شي. په ټولګیو کې دې کېني او د معلم ټولې کړنې وڅاري او نمرې ورته ورکړي. د همدې ارزونې پر اساس دې ښه ښوونکي وستایل شي او بد ښوونکي دې مجازات شي. ورکشاپونه په کابل کې د هرې تعلیمي حوزې په یوه مرکزي ښوونځي کې او په ولسوالیو کې د ولسوالۍ په مرکز کې جوړ شي. ښوونکو ته دې وښودل شي چې څنګه له عادي موادو (له خټو، شګو، کاغذ، لرګیو …) درسي مواد (موډلونه، شکلونه، نقشې …) جوړ کړي او په تدریس کې ځنې کار واخلي. البته ورکشاپونه دې داسې تنظیم شي چې د تدریس په نارمل بهیر کې خنډ پېښ نه شي. هغه داسې چې د سهار د ټایم ښوونکو ته ماسپښین او د ماسپښین هغو ته دې سهار له خوا ورکشاپ جوړ شي.

درې، د ښوونکو غیرحاضري. اکثره وخت لیدل کېږي چې په دولتي ښوونځیو کې د ځینو ټولګیو شاګردان وزګار پاتې وي ځکه چې معلمان یې نه وي ورغلي. طبیعي ده چې معلمان هم د ټولنې د نورو وګړو په شان مړي ژوندي، ستونزې او ضروري کارونه لري.

حل لاره:

باید په هر ښوونځي کې همکار معلمان ولرو چې د نورو ښوونکو د غیرحاضرۍ په وخت کې شاګردانو ته درس ورکړي او که ټول معلمان حاضر وي، دوی به د ادارې په چارو کې مرسته کوي.

څلور، ډسپلین: په ځینو دولتي ښوونځیو کې بدمعاشۍ، لوچکۍ، اخ و ډب او اخلاقي فساد لیدل شوي دي. داسې ښوونځي هم شته چې شاګردان له چاقو، بوکس پنجې او ان تمانچې او لاسي بمونو سره ورننوځي او په ځینو موردونو کې یې استعمالوي هم. همدارنګه په ځینو ښوونځیو کې له شاګردانو او ښوونکو نامشروع جنسي استفاده شوې ده. ځینې شاګردان په موبایلونو کې سکس فلمونه ګرځوي او په ټولګي کې یې ټولګیوالو ته ورښيي.

حل لاره:

مکافات او مجازات د ډسپلین د ټینګولو کونجي ده. په هر ښوونځي کې دې د ممنوع شیانو ورننه ایستل بند شي، شاګردان دې سم تلاشي شي او که هر چا بې ډسپلیني وکړه، له ګناه سره سمه جزا دې ورکړل شي. همدارنګه د ښوونځیو مدیران او سرمعلمان د اداري وړتیاوو او د ډسپلین د ټینګولو د معیارونو له مخې وارزول شي. مدیریت اداري دنده ده او باید ښه اداره چیان د ښوونځیو مدیران وټاکل شي.

One thought on “زموږ ستونزې او حل لارې یې/ ډاکتر محب زغم”
  1. نن د «محجوبه هروي» د ښوونځي مدیره مې ناروغه وه. مېرمن سیما د حقوقو له پوهنځي فارغه ده او دا څو کاله مخکې یې په جاپان کې د منجمنټ یو کلن درس ویلی دی. اغلې سیما د دولتي ښوونځیو دوې نورې ستونزې راوښودې. ما په هغه بله لیکنه کې څلور ستونزې یادې کړې وې، پنځم او شپږم یې دلته وګورئ:
    پنځه، کمپیوټر: په اکثرو دولتي ښوونځیو کمپیوټر تدریسېږي خو یوازې په نظري ډول ځکه چې کمپیوټرونه نه لري.
    حل لاره: ممکن مرستندویې موسسې له ښوونځیو د کمپیوټر مرستې ته غاړه کېږدي. بله لاره یې دا ده چې غربي او پرمخ تللو ملکونو کې زموږ سفیران او فرهنګي اتشه ګان کولای شي کمپیوټرونه راپیدا کړي. په ځینو ملکونو له موډه لوېدلي کمپیوټرونه ایسته غورځول کېږي. زموږ د شاګردانو لپاره دا کمپیوټرونه ښه کار ورکوي.
    شپږ، مدیریت: د اکثرو ښوونځیو مدیران د ادارې او منجمنټ په چلونو نه پوهېږي. اداره هم هنر دی هم علم.
    حل لاره: دولت دې د ټولو ښوونځیو مدیرانو ته د ادارې لنډ مهال کورسونه او ورکشاپونه جوړ کړي او په دې لحاظ د دوی مهارتونه غښتلي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *