خاطره:
د طالبانو په دور کې چې کله د شعر او ادب څانګې لخوا ادبي غونډې پیل شوې،نو په لومړۍ غونډه کې زما یوه لنډه کیسه کره کتنې ته غوره شوه.
د کابل ښار قوه مرکز کې له انځور ګر شاعر نور محمد لاهو سره د موټر په تمه ولاړ وم. لاهو صیب، یو دم مخامخ سړي ته ،چې مخ په موږ را روان و، ګوته ونیوله او ویل یې: دوسته! دا سر څیړونکی دی، څو کتابونه یې چاپ شوي. ادبیاتو کې ښه ماهر دی، ده ته به بلنه ورکړو. ډیر څه به ترې زده کړو.
خوشحاله شوم، له ستړي مشي وروسته مې ورته بلنه ورکړه، هغه موسک شو، خو ژر یې تندی تریو شو لکه څه چې ور یاد شوي وي، لکه له کوره چې یې ورته وږي اولادونه نارې وهي، لکه ډوډۍ چې ترې غواړي او لکه بیماره مور چې ترې درمل غواړي.
محقق صیب، له ساړه اسویلي وروسته ویل:
خامخا درتلم، خو اوس مې په ډیر زحمت د سړک تر غاړې د ویالې ویستلو کار پیدا کړی، د ورځې یو من غنم راکوي. که غونډې ته درشم، له کاره مې باسي. خدای پاماني یې واخیسته، روان شو او ما تر ډیر خپل سر محقق ته کتل چې همداسې ځوړند سر روان و.
محمد نعمان دوست، جلال اباد
۱۳۹۴ – ثور