ډېری د خپلو سياسي مشرانو ګيله کو چې په حقه هم يو چې ولې مو سياسي مشران تل فردي ګټې په نظر کې نيسي او هېواد خرڅوي خو دغې ټکي ته بايد فکر وکړو چې ولې يو سړی بايد داسې وکړي؟ځکه دا اشخاص قومي ګټې هم نه تضمين کوي صرف د فردي ګټې لپاره قومي نوم استفاده کوي او يوه لويه کتله ددې سره بيا د اسلام نوم ډېر استفاده کوي يعنې دين او قوم د فردي ګټو لپاره استفاده کوي.
خو ولې يو فرد دومره حريص کېږي ولې دومره خاين او خود خواه کېږي؟
ډېری سياسيون دومره پيسې لري چې د دوي د نسلونو هم بس دي، ښه ژوند لري،بهرني تابعيتونه لري، صحت لري،دشهوت لپاره دوه دری ښځې، لنډه دا چې د مکمل ژوند لپاره هرڅه ګرنټي لري.خو بيا هم دوی د ملت او هېواد په وړاندې لوی خيانتونه ترسره کوي.
که پيسې، شهوت او دنیوي خوندونه د دوی د دې حرص او خيانت سبب نشي کېدی نو دوی بيا څه غواړي؟
زما په اند د انسان ترټولو لويه مجادله د خپل انانيت (اېګو)سره ده او ترټولو لوی غلام هم د خپلې اېګو دی او ډېری خيانتونه ددې لپاره کوي.
يو سياسي څېره د وخت په تېرېدو هغه خپل لوی مقام ته رسېږي،پدې مزل کې هغه په سل هاوو. قالبونه اغوندي،يوه ورځ ډاکټر شي ،بله ورځ مدني فعال شي،بلهورځ دولت ته دننه شي بله ورځ بېرته ووزي او بله ورځ ملګري او لوی مشهور دوستان پيداکړي،بله ورځ لوی دولتي مقام تر لاسه کړي او بله ورځ د کوم حزب بنسټ اېښودونکی یا مستقيم د يو حزب تر رهبرۍ ورسېږي او بلاخره يوه ورځ هغه يو وکيل،سفير،وزير او ولسمشر شي هغه پدې لاره کې سل نومونه سل اېګو ګانې سل کبرونه ،سل مقامونه او پخپل ذهن کې ځانته دومره لوی شخصيت او امپراتوري جوړه کړې چې د هغې نه يو قدم ښکته کېدل ورته د ځان لوی سپکاوی ښکاري.
کېدی شي ډېری کارونو کې هغه شرايط او اطرافيان یې هغه مجبوره کړي خو د ذهنيت اتکا یې ځان خوښونه،کبر،اېګو،انانيت،خپل نوم،شان او شوکت وي او پخپل مقام کلک اسرار لري حتی که هېواد هرڅه تباه کېږي دوی خپل مقام خپل انانيت څخه نه تېرېږي.
په نړی د خپلواکو او قوی هېوادونو سياسيون صرف د يو وياند حيثيت لري او شاته يو پوخ عقل،ژور دولت او لوړ علم او تدبر شتون لري او اصلي کار هغوی کوي خو په افغانستان کې ټولنه ددين په نامه داسې اشغال شوې چې هغه غوندې کسان دوي په حجره کې په مختلفو نومونو خنثی کوي او حتی ډېری وخت نور ددې حالاتو نااميده د يو پردي هېواد نه دا حالت څاري او خپلې اوښکې تويوي او که داسې کوم ميدان کې پاتې شي نو بيا په مختلفو نومونو د مرګ تر سرنوشته پورې ورسيږي.