د فکر کولو، دلیل ویلو او پوهیدلو وړتیاوې هغه څه دي چې له کلونو يې په دې هیواد کې کمی دی. دا دری واړه داسې یو څه دي چې سره مخلوط شي، عقل ته ورته شی ترې جوړیږي. عقل هغه څه دي چې له کارولو سره يې دا نړی هم جوړیږي او هم ویجاړیږي. له دې داسې څرګندیږي چې مونږ دوه ډوله یو. یو هغه چې عقل لرو، د عقل څخه سالمه ګټه پورته کولای شو، خو برعکس ددې بله ډله هغه یو چې بې عقل یو. که بیا ورته له سره شم په دې مانا چې فکر نه شو کولای، د فکر د کولو وړتیا په ځان کې نه پیدا کوو، دلیل نه ویلای شو او نه يې زغم لرو او چې دواړه لوري مو ساکن وي، په پوهیدلو کې خوبه حتمي لویه ستونزه وي.
تاسې به فکر کوی چې مونږ دا ټول عمر د همدې فکر کولو له لارې مخ پر وړاندې ځو، دا ټول عمر له ماشومتوبه تر ننه پورې راته همدا د فکر کولو ویل کیږي، دا نو اوس څه لکچرونه راکوي. تاسې چې هر ډول فکر کوی، خو زه پر خپله خبره ولاړ یم او د موضوع د لا وضاحت لپاره څو بیلګو ته اشاره کوم.
په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا انډیانا ایالت کې پرډو پوهنتون ته په یوه روزنیز پروګرام کې لاړم. په لومړی ورځ يې راته د پوهنتون شاوخوا محیط په هکله مالومات راکړل. په همدې جریان کې یوې پخوانی ودانی ته د ننه کیدو په حال کې و، چې د تیګو پر ډیوال په سیمنټو کې پر لیکل شوي لیک مې سترګې ولګیدې. د لیک په پای کې ۱۷۰۰ لیکل شوي و. ما يې د ۱۷۰۰ پوښتنه وکړه. چې دا خو به دا مانا نه لري چې دا ودانی په ۱۷۰۰م کالونو کې جوړه شوي ده؟ هغه ریښتیا هم همداسې وه. په لیدو يې ډیر حیران شوم. ټوله ودانی ډیره په عصري ډول د سرک د غاړې څخه په نسبتاً لیرې واټن کې چې مخې ته يې د څیړی څو دنګې ونې هم ولاړې وې، جوړه شوي وه. لږ وروسته مې سرک ته پام شو. پراخ سرکونه، لويي لويې څلور لاري. دا هر څه ته ځکه حیرانیدم چې د خپل وطن سرکونه، ودانی او ښارونه راته سترګو سترګو ته کیدل. په همدې ودانی کې یوې مامورې راته کړل چې د حیرانتیا خبره نه ده، مونږ په همغه وخت کې له فکر څخه کار اخیستی دی. په دې مو فکر کړی دی چې راتلونکو۲۰۰-۳۰۰ کالونو کې به څه پیښیږي؟ نفوس به څومر ډیریږي؟ ایا دا ودانی به د دوی لپاره د استفادې وړ وي او که نه؟ که وي، نو په اوسني وخت کې باید کوم مهم فعالیتونه په نظر کې ونیول شي. اوس خپله فکر وکړی د دوی ۳۰۰ کاله وړاندې خلکو ۳۰۰ کلن فکر او زمونږ ننی سرک چې تر دوه کالونو پورې هم دوام نه کوي، د دوه کالونو فکر نه دی؟
د دوه کالونه فکر خو پر ځای پریږده. سړی کله کله د اوسنیو کړنو ته په کتو سره ویلای شي چې زمونږ فکر لا تر اوسه د همغه ډبرینو دورو خلکو له فکر سره یو شان ته دی. هغه څنګه؟؟ څه مو ده وړاندې اعلانونه خپریدل چې په خوست کې د افغانستان د کریکټ ملي لوبډله د خوست د کریکټ په نوي ورزشي لوبغالي کې تر سره کوي. د لوبې د پیل څخه یوه ورځ وړاندې د کریکټ مینه وال له نورو ولایتونو څخه هم ورته راغلي و. خلک ډیر په مینه حتی د شپې په دوه بجو د کریکټ د لوبغالي پر لوري روان و. سبا سهار تر اتیا زرو پورې د کریکټ مینه وال له میدان څخه چاپیره ګرځیدل، په داسې حال کې چې لوبغالی یوازې د لسو زرو کسانو د ځایولو لپاره جوړ شوی و. زه حیران دې کریکټ بورډ رییس ته یم، چې ولې هلکه تاته پته نه وه چې دا لوبغالی دې جوړلو؟ د څه شي په بنا دې جوړ کړی دی؟ ځینې به دا وايي چې بودیجه به نه وه. که دا میدان يې د اړتیاوو په نظر کې نیولو سره په کافي اندازه لوی جوړ کړی وای او هر څومره بودیجه چې پرې مصرف هم وای، په ډیره کمه موده کې کریکټ بورډ بیرته پرې جوړولی شوې. اوس خو هم بودیجه مصرف شوه او هم میدان د کار نه دی.
زه په دې عقیده یم چې لکه څرنګه چې انسان لويږي، داسې د انسان فکري قوه هم لویږي. راځی ددې خبرې څخه په استفادې سره پر خپلو کړنو له سره غور وکړو او د ځان او نورو د پرمختګ لپاره پر یو نوي پلان او یوه نوي طرحه او حتې پر نوي ډول ژوند کولو باندې فکر وکړو. او دا فکرونه دومره په خپلو ماغزو کې تکرار کړو تر څو په کمه موده کې مو فکر تر لوړو پوړیو ورسوو.
په درنښت