که اقتصاد مارکېټ او مارکېټونه لري،هېوادونه او ټولنې هم سیاستوالو یا د دې برخې لوبغاړو ته د مارکېټونو بڼه لري.

زموږ زیات خلک د ځمکو له غصبه شکایت کوي،خو ماته تردې شکایت ډېر زموږ د سیاسي مارکېټ غصب لویه ستونزه ښکاري.

دا مارکېټ که له لویه سره د مارکېټ په اصولو نه دی برابر،یو لوی علت یې هم پردې جغرافیې د سیاسي غاصبانو تحمیلي او په زوره واکمني ده.

دا غاصبان خواران هم کېدای شي ډېرنه وي ګرم،ځکه پردیو کمپاینرانو یې لکه پردي تولیدات تبلیغ کړي او بیا زموږ په سیاسي مارکېټ کې د فشار،چل،دوکې او تحمیل د مختلفو نامشروع لارو په وسیله څه یودم او څه په تدریجي بڼه حاکمان کړي دي.
دوی په یو څه چې ملامت کېدای شي،له تولیدونکو او مطرح کوونکو شرکتونو سره یې خورا ټینګ تعهد دی،چې له یو بله یې جلا کیدو ته نه پریږدي،ځینې یې بیا داسې دي،چې د وخت په تېریدو سره نوو دې شرکتونو سره قراردادونه کوي،دوی یا خپله یا د همدې شرکتونو په فرمایش د سیاسي مارکېټ اړتیا ته په کتو سره خپل لیبلونه بدلوي.

یوه ورځ یوه وارداتي ایډیالوژي،بله ورځ قوم،ورپسې سمت او ژبه او همداسې درواخله نوي،نوي شیان چې څومره ورځینی بازار یې ګرم وي،زموږ د سیاسي صحنې د اکثرو غاصبانو پرتندي یې لیبلونه لګول کېږي.

د سیاسي مارکېټ او صحنې په خصوصي توب کې موږ سره نوره دنیا ګډ تاریخ لري،خو په اوس وخت کې دا بدمرغي له کمو نورو خلکو سره زموږ مشترکه بدبختي ګڼل کېږي.

د دې بدبختۍ په دوام کې که موږ ته صادرونکي شرکتونه ظلم کوي،زموږ شعوري یا ناشعوري مرسته هم پکې بې روله نه ده.

تراوسه پورې ډېرخلک مو د ځینو همدې غاصبانو ملاتړ په دې کوي،چې د پلاني زوی،د هغه قوم،د دغې سیمې،د دغه سمت،د بستاني نېږدې سړی،باډیګارد او څه او څه و،یا دی.

دې غلط قبایلي رنګه ذهنیت زموږ د سیاسي او ټولنیزو مارکېټونو غاصبانو ته لا نوره زړه وړتیا او جرﺉت هم ورکړی،چې موږ،هېواد او امکاناتو ته مو یو مخ د غصب وړو توکیو په حیث نظر وکړي،ومو ځپي،بدنامه مو کړي،غلط مو وکاروي او د ژوند له واقعي لذته مو بې برخې کړي.

د خپل غصب شوي سیاسي مارکېټ د ازادۍ لپاره په همدې دلیل یوه سراسري او اغېزناک اصلاحي تبلیغ ته اړتیا لرو،دا تبلیغ د هرهغه چا مسولیت دی،چې ځان له دې اساسي ستونزې تنګ او ځوریدلی ګڼي،د دې تبلیغ ښه مبلغان هغوی کېدای شي،چې پټ یا ښکاره د همدې سیاسي غاصبانو نمک خواره او خواخوږي نه وي.

دا کار که په هدفونو کې درج او عملي شي،انشالله ګټه به په رېښتینې مانا د ملي ولسواکۍ وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *