د یوه ملت او وطن د غړو په حیث خو هسې زموږ هرنیک او بدمرغه مناسبت شریک دی،خو ځینې لوی مناسبتونه دومره تاثېرناک وي چې دې واقعیت ته زموږ کم تسلیمیدونکي ذهنونه او انسانان هم ځانته تسلیموي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د واده پریوه موټر له پوره وحشته الهام اخیستې وروستۍ چاودنه په دغسې پېښو کې یوه وه،چې د افغانستان په زیاتو برخو کې یې جګړه ځپلي او کم عاطفه شوي احساسات وپارول.

هره خوا دا پېښه وغندل شوه،ټولنیزه شبکه فیسبوک د خواشینۍ ،تسلیت او غندنې له پیغامونو ډک شو او ممکن تربلې داسې بلې لړزونکې پېښې به یې ډېر متاثرکسان یاد او وغندي.

تر غندنو محدود غبرګون

په افغانستان کې د وژنو او نورو بدو عملونو غندنه په تېره لسیزه کې د مسولیت رفع کولو د تمثیل په ترټولو اسانې پلمې بدل شوی.

هره ورځ د لسګونه کسانو د وژل کیدو غندنه په هغه عام عادت بدل شوی،چې وژونکي اړخونه هم ترې وخت په وخت په عاجلو ضروري وختونو کې د ځان په ګټه کار اخلي.

دا غلط عرف د وژنو د جرمي ارزښت له کمزوري کولو سره دغه ترټولو لوی انساني خیانت ته نااعلان شوی مشروعیت وربښي.

د افغانستان حکومت،چې په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو لخوا د وژل شویو او وژل کیدونکو کسانو د وژنې په غندلو سره یې د دغه عرف بنسټ ایښی،تراوسه پورې یې د یوه مسول ارګان په توګه ملامتي په دې برخه کې زیاته ده.

وژونکوته جرئت ورکول

د قانوني مراجعو له لارې دمنظم تعقیب پرځای په افغانستان کې د بیا،بیا وژنو د غندنې دود وژونکو اړخونو ته د دې کار د لا نور دوامداره کیدو جرئت او انګېزه هم ورکړې ده.

وژونکي اړخونه د دې وړاندوینې مطابق چې که وژنې کوي،یوازې به د افغانستان د دښمنانو په کلیشه شوي نوم او اصطلاح وغندل شي،پخپلو دې ناوړه عملونو نه شرمیږي.

دوی ډاډمن شوي،چې په تشو مبهموغندنو سره یې دولت،مدني ټولنې او د بشري حقونو د دفاع سازمانونه هویت،عمل او ادرس ته د پام وړ زیان نه شي اړولی.

له یوې پېښې تربلې پېښې

د وژنو او شدیدو جنایتونو پروړاندې د غندنې عام شوی دود د پېښو د زر هېرولو علت شوی هم دی.

که یوه ورځ د افغانستان په یوه څنډه کې څو یا ډېرکسان وژل کیږي،ترهغې د نوې یا ډېرزیان لرونکې پېښې پورې د خلکو په یاد وي.

د بلې پېښې په کیدو سره عامه احساسات او د رسمي او مسولو سرچینو پام بل طرفته اوړي او پخوانۍ پېښه،قربانیان،عوامل او ورسره د قانوني برخورد مسولیت او انګیزه له یاده وځي.

دا غلطه تجربه په تېرو دولسو کلونو کې بیا،بیا او نیږدې هره ورځ تکرار شوه او لا هم د تکرار په حال کې ده.

پرمسولیت د احساساتو د بدلون اړتیا

تاریخونه او تجربې ښيي چې حکومتونه،واکداران او نورطرفونه اکثره وژنې،جنایتونه او په مقابل کې یې ښودل کیدونکي عکس العملونه ترزیاته حده پورې د خپل واک د بقا او تقویې لپاره د ابزاري وسیلو په صفت استعمالوي.

په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو بدرنګه او بد هویته جګړه له دغسې خاصیتونو خورا ډکه ده او ځکه تمه نه ده په کار،چې حکومت،سیاسي او جنګي قوتونه په دې برخه کې له پوره مسولیت سره برخورد وکړي.

له دې کبله باید ولس او په ځانګړي ډول ځوان ځپل شوی او با حساسه نسل چې د قوم،ژبې،سیمې،وارداتي ایډیالوژیو او نورو جعلي ستونزو له لارې یې له یو بله د بېلونې چټکې هڅې کیږي،د دې وژنو پروړاندې له غبرګون ښودلو څخه یو بل ته د نېږدې کیدو او پر یوه واحد ملي قوت د بدلیدو فکر،طرحه او توقع ولري.

زموږ په څېر ډېرځپل شوي ولسونه له بیا،بیا دردیدو څخه د ژوندي پاتې کیدو او پرمختګ ښې تجربې کړي دي.

موږ هم د دې تجربې لپاره باید سره یو لاس او له خپلو مشترکو دردونو څخه د مشترکو هدفونو،اړتیاوو او ګټو لپاره ګډ کار وکړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *