د پوهنتون په دویم صنف کې وم چې (شمۍ) مې لاس ته راغله. شمۍ له زرګونو هغو مجبورو پیغلو څخه وه، چې د لاهور د حسن په بازارونو کې یې هره ورځ په ښایست بولي لګیدله او هره ورځ د خپل حسن په اور کې سوزیده.
د شمۍ د ژوند کیسې راته جالبې وې. دومره جالبې چې د ژمي په یوه اوږده او سړه شپه کې مې ټولې ترې واوریدې. دا کیسې دومره دردونکې، خوږې او په ښه انداز شوې وې چې اوس مې هم ځینې برخې په یاد دي. د شمۍ د زړه دردونه راته خدای بخښلي سید رسول رسا سپړلي وو. شمۍ د هغه د ناول او د ناول د مرکزي کرکټرې نوم و. خو ناول داسې لیکل شوی و لکه څوک چې راساً له هغې سره خبرې کوي او د لاهور په تنګو کوڅو کې یې د قدمونو غږونه اوري.
د دې ناول په برکت په نالیدلي لاهور کې بلد شوی وم او چې کله به چا د دغه ښار کیسې کولې، نو ما به هم یو نیم ځای ته اشاره کوله. نور به حیران شول. هغوی به ویل: ته لکه چې ډیر پخوانی یې. د لاهور ډیر پخواني وختونه درته یادیږي. نومونه هماغه دي خو د ښار نقشه اوس تغیر شوې ده. دا زما د جلا وطنۍ د ژوند دوره وه. وطن مې هره شیبه لکه د شمۍ یادونه په زړه اوریده.
په همدې ورځو کې مې د (سپیدې) په نوم مجله لاس ته راغله. په دې کې مې یوه کیسه ولوسته. د کیسې مکان او کرکټرونه د کندوز و. له لوستلو وروسته به مې سترګې پټې کړې، روح به مې له پاکستانه کندوز ته والوت او په ګرځیدو ګرځیدو به پکې ستړی شو.
دا کیسه استاد محمد صدیق پسرلي لیکلې وه. د پسرلي صاحب لیدلو ته مې سودا شوه او سودا خو مې هغه وخت نوره هم ډیره شوه،کله چې مې د ده ځینې رنګین شعرونه هم ولوستل. وختونه تیریدل. د داسې پړاو نوبت هم راغی چې زه له خپل نالیدلي لیکوال سره ګاونډی شوم. هغه مهال دوی په کابل کې د قلع فتح الله په څلورم سړک په یوه کرایي کور کې اوسیدل. زه ترې یو سړک مخکې اوسیدم. د دې سړک په غاړه یو جامع جومات و.همدې جومات ته به پسرلی صاحب سپینه خولۍ پر سر او مصلی پر اوږه راته. جومات به ګیله مند شي که همداسې ترې پټه خوله تیر شم. یو لنډ نکل به یې وکړم: د جومات ملا صاحب یو وخت د تنظیمي جګړو کیسه کوله.
هغه ویل: یوه ورځ یوه ډله وسلوال راغلل. ویل یې چې قرار ګاه کې د قران عظیم الشان ختم لري، د جومات ټولې غالۍ یې موټر کې بار کړې او بیا یې تر ننه درک ونه لګیده.
د پسرلي صاحب کور ته مې تګ راتګ پیل شو. خامخا به اونۍ یا دوه اونیو کې یو ځل ورتلم.
استاد د میلمنو ډیره طبع کوله، کله چې به غضنفر صاحب او اجمل پسرلی کور کې نه وو، چای یې هم خپله راوړه. پر هغه مې تکلیف نه لوریده، خو د لیدلو پریښودل یې را ته ناشوني وو. د استاد حجره زما لپاره یو علمي مرکز و. عجیبه فضا په کې حاکمه وه. کبر، غرور، ځان ښودنې ته پکې هیڅ د دخالت چانس نه و. هغه وخت اجمل پسرلي ، په یوه ناول کار شروع کړی و. فکر کوم ناول د اوبو وړي په نوم و. څو ځلې را څنګه راغی، د ناول د قلمي نسخې ځینې برخې یې راته ولوستې او بحث مو پرې وکړ.
یوه ورځ له خپلو پاڼو سره راغی. ګڼ ملایان هم ناست ول. د عربي ژبې په یوه نحوي موضوع یې بحث و، خو سرونه یې پرې نه خلاصیدل. اجمل بحث کې را ګډ شو، موضوع یې داسې تشریح کړه چې ناست ملایان ټول هک پک شول. هغه مهال د استاد غضنفر په مدیریت د (داستانونه) مجله چاپیدله. دې ته ما هم لنډې کیسې لیکلې، خو دا کیسې به مې له چاپ وړاندې غضنفرصاحب او یا ښاغلي اجمل پسرلي ته اورولې، د هغوی نظرونه به مې اوریدل او ښه ګټه مې ترې اخیسته. په هغه ورځ یې حجره کې ناست وم. مشر پسرلی صاحب، غضنفر او اجمل هم ناست وو. ما خپله تازه کیسه له جیبه را وویسته . دا کیسه د داستانونو راتلونکې ګڼه کې چاپیده. چې څنګه مې شروع کړه، مشر استاد پټو کې ځان تاو کړ او پورته شو. په تلو کې یې ویل: زه یې بیا مجله کې لولم، که اوس یې ولولم بیا مجله کې راته تکراریږي، پریږدئ چې تر همغه وخته ورته انتظار وکړم او هملته ترې خوند واخلم. ما کیسه ختمه کړه، د دواړو استادانو نظرونه مې واوریدل او بیا لږ وروسته مشر استاد هم راننوت. د استاد کور او د کور فضا نه یوازې د زدکړې لپاره یوه اکاډمي وه، بلکې د زغم او نقد د زدکولو لپاره هم یو بې نظیره ماحول و، چې د همدې علمي ماحول د برکتونه څرکونه یې په اولادونو کې لیدلی شو.
نقد ته به کیسه وړاندې شوه، لوی استاد به یوه خبره وکړه، غضنفر صاحب به کله ومنله او کله به یې ویل: نه اغا، زما په فکر دا باید داسې وي. اجمل به د ده خبره نقد کړه او بیا به د درې واړو له نظریاتو وروسته یوې واحدې، پخې او علمي خبرې ته سره ورسیدو.
څو کاله وړاندې بیا ورغلم. دا ځل یې له قلعه فتح الله کډه کړې وه. د یوې فاتحې لپاره ورغلم. استاد څه ناڅه په تن زهیر شوی و، خو عادتونه یې ځوان وو. هماغه خلوص،هماغه محبت او هماغه میلمه پالنه. له دې ځل تګ څو اونۍ وروسته د مرکې په نیت بیا ورغلم. یو بحث یې شروع کړ، خو بحث یې دومره خوږ و، معلومات یې دومره جالب و چې ما کتابچې او قلم را ویستلو ته وخت پیدا نکړ. یوازې اوریدونکی پاتې شوم.
اوس خبر شوم چې استاد بیمار دی. هغه استاد چې ډیر عمر یې پښتو ادب ته کار وکړ، نه یوازې کار؛ بلکې د دوام لپاره یې خپل ځایناستي هم وروزل. استاد یو بل کمال هم وکړ، داسې کمال چې د ډیرو له وسه لوړ دی. هغه پښتو شعر د کمیت او کیفیت له پلوه وپاله. پریمانه خو رنګیه، په تصویرونو مالماله فکري شاعري يې وکړه، د نورو ژبو د ډیرو شاعرانو ریکارډ یې د کمیت او کیفیت له پلوه مات کړ. زه خو وایم استاد پښتو ادب او په ځانګړې توګه شاعرۍ ته د قدرت یوه کمیابه ډالۍ ده.
دا (پسرلی) دې تر ډېره د پښتو ادب په ګلبڼ کې دیره اوسي!
محمد نعمان دوست، جلال اباد (ګرداب ورځپاڼه)د مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۲
دوست صاحب ګوتو نه دې جار شم.
په دې وطن کې داسې کسان لږ دي چې په پوهه او اخلاقو کې یې موازی او برابر پرمختګ کړی وي.
د لوی استاد پسرلي صاحب کورنۍ همدغسې ده. که غضنفر صاحب وګورې، که اېمل، اجمل او څاروان وګورې، ټول د پوهې او اخلاقو نمونې دي او دا ټول د استاد پسرلي برکت دی چې داسې بې اغزیو ګلان یې روزلي دي.
یو وخت کې مې غوښتل چې د استاد پسرلي پر غزلو مقاله ولیکم، په ذهن کې مې یې عنوان «د پښتو ادب بېدل» ټاکلی و ځکه بېدل په پارسي کې د هندي سبک خورا نامتو شاعر دی خو کله چې غزلبڼ چاپ شو او د استاد شعرونه مې ولوستل، دغه عنوان راته کمزوری ښکاره شو ځکه چې استاد تر بېدل اړولي دي. بېدل ښه تصویرونه پنځولي دي، د حسن تعلیل صنعت کې استاد دی خو د مضاامینو تکرار لري او شعرونه یې له ابهامه خالي نه دي خو استاد پسرلی که سل ځله شمع یاده کړي، هر ځل به یې په نوي تصویر کې یادوي، تصویرونه او مفاهیم یې پښتني دي، بیان واضح دی او تکلف په کې نشته. ما په دري کې د استاد د شعرونو سیال نه دی لیدلی او په پښتو کې به خود بې ساري وي.
ما محبت مشربان صید کمند الفتیم
در پی تسخیر ما زور و زری در کار نیست
استاد په خپلو اخلاقو مریدان کړي یو. پاچاهي د ده ده چې پر زړونو حکومت کوي. د استاد لویي ته سلام.
خدای دې یې له ټولو بلاوو په امان کې ولري.