اوسمهال به دا زموږ تر ټولو ستره بدبختي وي، چې د منفي پديدو په اړه د نړيوالو سروې ګانو په سر کې راځو او ډېرځله د نړۍ د تر ټولو وروسته پاتې هېواد، جنګ ځپلي او وېشلي ملت، يا له علم و تمدن نه لرې ټولنې بېلګه وو. دا کار په وروستۍ لسيزه کې په بيا بيا تکرار شوى، هم بهرنيو او هم کورنيو رسنيو خپاره کړي او هم عامو افغانانو ورباندې بحثونه کړي دي.
دا يو داسې حقيقت دى، چې تر بهرنيانو وړاندې ورباندې موږ خپله له ځان سره قانع يو، خو هېڅکله ورباندې اقرار نه کوو، ځانونه سپين بازان او له تېروتنو پاک ګڼو. کله چې نور څوک زموږ دا ځانګړتياوې را په ګوته ګوي او يا نيوکه راباندې کوي، نو بيا غوسه راځي او نيوکه یې راته شين کفر ښکاري.
دا او دې ته ورته مسايل تر ټولو وړاندې زموږ په محرميتونو او محکوميتونو پورې تړلې دي، په عادي ژوند کې ډېر ځله دانسانانو محروميتونو ددې سبب ګرځي،چې په زړونو کې عقدې را وټکوي، د کينې زړي وشيندي او د خپلو نږدې دوستانو پر وړاندې پټ منفي نظر لري، خو د بيان يا افاده کولو توان يې ورسره نه وي، تل د يوه چانس او موقع په انتظار وي.
د ظالم او مظلوم تړاوو هم له يوې اړخه په محروميت پورې تړاوو لري، مظلوم تر هغه وخته مظلوم وي، چې ظلم پرې کېږي، تر جبر او تېري لاندې وي، دا بهير تر هغه وخته دوام لري، کله چې مظلوم له ظلم خلاص او کله چې د بل له تیری په امن شی ، نو ټول حواس یې د انتقام او وار اخیستلو به بڼه راڅرګندېږي.
زموږ به هېواد کې د محرومیتونو او محکومیتونو لړۍ یوازې تر دې وروستیو درېیو لسیزو پورې نه اړوندېږي، زموږ تېر تاریخ او هم له دا ډول ناخوالو ډک دی، کله مو له یوې خوا حاکمانو یا واکمانانو د واک په سر د یوه او بل سترګې اېستلې، هر ډول رشتې او خپلوۍ يې هېرې کړې، نو له بلې خوا مو ملت او قومونو هم دغه لوبې پاللې دي، قومونو یو او بل وهلي، ژبني او سمتي تعصبونه يې پاللي، یا خپله یو له بل سره جنګېدلې او یا هم د بل چا له خوا جنګول شوي دي.
دا هر څه به ظاهرا د مصلحت او یا هم شاید له زړه نه ختم شوی او ځای به یې بښنې نیولی وی، خو دغه ارام، جوړ جاړی او سکون اوږد مهالی نه دی، پخوانۍ عقدې او د محرومیتونو بېرته دوخت په تېرېدو او دمقابل لوري په لیدو د انتقام په ډول را برسېره کېږی، دلته ده چې پخواني هر ډول جوړښتونه یو ځل بیا له منځه ځی او دغه ناوړه سلسله همداسې دوام مومي.
دلته به اوس د محرومیت او محکومیت پر موضوع په جلا جلا ډول هم لنډ بحث وکړو، د راپیدا کېدو او ورڅخه را پیدا شوو ستونزو ته به هم اشاره وکړو.
محرومیت:
په دې کې شک نه شته، چې په افغانی ټولنه کې ژوند له ډېرو تشو او نیمګړتیاوو ډک دی، موږ ډېر ځله په ژوند کې لوړې هيلې لرو، ډېر ځله د نورو ژوند راته ښکلی او خپل بدرنګ ښکاري، فکر کوو چې زموږ حق هغو خوړلی او خپله څه نه لري او خالي لاس يې پرېښي يو.
محرومیت په معنوي او مادي برخو دواړو کې شتون لري، مثلا يو څوک په ژوند کې له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، پیسې ورسره نه شته، چې خپلې اړتياوې او يا هم ځينې هیلې پوره کړي، خو په څنګ او یا ملګرو کې يې داسې کسان دی، چې هم امکانات لري او هم يې دی هېر دی، پاملرنه ورته نه لري، پیسې هم دداسې اسانو لارو او کارو بار نه تر لاسه کوي، چې له اقتصادي اړخه محروم کس ته اسانه ښکاري خو خپله يې د پیدا کولو چل او هنر نه وي زده. ددې محرومیت وروستۍ پایله دا وی، چې بالاخره غلا، وژنې او یا بل داسې ناوړه او ممکن کار ته لاس اچوي، چې له هغې لارې پیسې او مالي امکانات تر لاسه کړي .
په جسمي لحاظ هم دغه ستونزه شته، ګڼ داسې کسان شته، چې د بدن ځینې غړي نه لري، یا ناروغ وي، د روغ صحت ارمان کوي ، روغ رمټ ملګري یې ورته درناوی نه کوي، حتی کله کله ورباندې ماشومان ټوکي او مسخري کوي، ځوروي یې او بل ډول نومونه ورباندې ږدي، دا محروميت ددې سبب ګرځی، چې محروم کس له محرومیت او مظلومیت سره سره په یوه ډېر کینه کښ عقده یی او سخت زړی انسان باندې بدل شی.
ډېر ځله به مو په ښوونځي، کلي او یا نورو ټولنیزو چارو کې هغه کسان چې لاس یا پښه نه لري، لیدلی وی، چې تر سالمو او جوړو انسانو ډېر خطرناک اوظالم وي. زموږ د لېسې د وخت یو ښوونکی و، چې پښه یې نه وه، خو کله به چې موږ په درس کې را بند شوو، نو بیا به یې په تړلو پښو تر هغو وهلو، چې راباندې ستړی به شو او لاس به یې وچ شول.
دا یو ډول طبیعي ستونزه ده، مخنیوی یې هم یوازې له دا ډول محرومو کسانو سره په ښه چلند، ډاډ ورکولو او ورڅخه د محرومیت د احساس اخیستلو له لارې ورکېدای شي. دا ډول کسان باید تل د مثبت فکر، صبر او زغم تلقین وشی، حضرت علي کرم الله وجهه وایی : تل کوښښ کوه له ځان نه ښکته کسان وګوره ، په دې مانا که ستا جامې زړې دي داسې کسان شته چې بیخی بربنډ دی، هېڅ جامې نه لري، که ستا لاس نه شته نو داسې کسان شته، چې د دواړو لاسونو ترڅنګ یوه سترګه هم نه لري.
محکومیت :
د محکومت بڼه تر ډېره په جبر او ظلم یا یوه دویم قومت ولاړ ده، دلته یو کس هر څه لری، په ژوند کې يې کومه نیمګړتیا هم نه شته، خو یوه بل ځواک ورڅخه محروم کړی دی. د یوه حاکم ځواک د شتون له امله نه شی کولای له خپلو شتو او امکاناتو هغسې ګټه واخلي، چې زړه یې غواړي، د ملکیت ازادي یې محدوده ده. ددې لړۍ په دوام سره د محکومت کس له ذهنه خپل شته تر یوې کچې وځی، پاملرنه یې یوازې هغه کس یا ځواک ته اوړي، چې دده ژوند يې له محرومیت سره مخ کړی.
یوه ملګري مې کیسه کوله، چې د کورنیو جګړو پرمهال مو یوه ګاونډي په کابل ښار کې ښکلی او پوخ کور درلود، چې په ټوله کوڅه کې ښه ډول او ډيزاین درلود، خو کله چې د طالبانو پرمهال پرې د ژوند چارې سختې شوې او د وخت یوه حاکم چارواکی او پخوانی ټوپکمار پرې دخپل کور په ګاونډ کې یوه برخه ونیوله، نو ټول کور یې ورته پرېښود، لاړو پاکستان ته یې کډه وکړه ، شپږ اوه کاله وروسته چې د نوی حکومت په راتلو راغی، نو هغه کس ورته کور په خوښۍ او پرته له څه جنجال وسپاره، بښنه یې هم تر وغوښته، خو دی ورسره تر دوو کلونو پورې محکمه پر محکمه ګرځېده او ورته ویل یې چې زه دې ولی ځورولی یم، غواړم چې ستا له کورنۍ نه غچ واخلم او اولادونه دې درباندې وژړوم.
د محکومیت بېلابېلو بڼې دسختوعقدو او په ټولنه کې د بدیو اوستونزو د پیدا کېدو لامل ګرځی، حاکمان او ځواکن باید په دې پوه شی، چې نه به تل دی حاکم او ځواکمن او نه هم محکوم یا مظلوم کس د تل لپاره مظلوم او دده تر لاس لاندې وی، څومره چې وخت پرې تېرېږي، نو په زړه کې یې عقدې زور اخلي، خورېږي او یو وخت خپل انتقام اخلي.

-دا ليکنه په ملي باور ورځپاڼې کې خپره شوې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *