بدلون اوونيزه دوهمه ګڼه –
د نړۍ په خاصه بیا افغانستان د ویر او جنګو اساسي علتونه د قدرت شوق او یا محرومیت ښودل سوئ؛ هغوئ چي بېحده له ګدۍ او لوړ پوزیشن سره علاقه لري، نو تر خپله وسه یې د هیواد په هر ډول ارزښتونو لوبي کړي او حتی د ورور په وینه یې هم ځان واک ته رسولئ. په دې اول ټل خلکو کي هغه کسان شاملیږي چي هیچاته وفادار نه دي پاته سوي، نو ځکه به تاریخونه همېشه د دوئ پر مخونو د نفرت ناړي توکي!
اوس نو کله چي اشراف طبقه پر خلکو ړوند راج کوي، بیا نو خوارو عوامو ته بل څه ندي پاته بېله ردعمل څخه؛ د قدرت د مینوالو منفي رول په دې کي وي، چي د لوږي تر مرګه پوري د لاندني قشر طبقه ځپي، که له بلي نقطې ورته وګورو، همدا د ګدۍ لېوني هم له انساني او عاطفي نعمته بې برخي دي. اوس به راسم د افغانانو د محرومیت علتونو او بد عواقب:
کله چي یو سړی د مکتب ملازم ځړوي، کله چي مکتب ته اور ورته کوي، کله چي روغتون سوځي او ډاکټر وژني، ایا د دې ټولو پر علتونو مو غور کړئ؟ کله چي یو سیاسي مبصرپه ګردي مېز کي د ملي مسائلو سره په ټکر کي بحث کوي، کله چي یو خبریال د ملي ارزښتونو په وړاندي خنډ کیږي، کله چي یو مامور د رشوت په اخیستلو لاس پوري کوي او کله چي یو سړی د خپلي میرمني لاسونه په سیګریټو سوځي او هغه له کوره باسي؛ دا او دې ته ورته خبري ټوله زموږ د محرومیت عمده علتونه دي، کوم وخت چي یو ځوان له ملا څخه د ملي ارزښتونو په اړه پوښتنه نه کوي، دلیل یې محرومیت دی، ځکه دا ځوان باور نه لري چي ملا صاحب دي سالم جواب ورکړي او برعکس ملا بیا له معلم او د پوهنتون له یوه محصل سره د زړه خواله هغسي نه کوي په کومه اندازه چي یې له یوه بل حجرې والا سره کوي.
یو ملګري لیکلي وه، چي د جیګۍ (خاشو څخه جوړه سوې کوټنۍ) ژوند مو څونه خوښ دی؟ د نوموړي هدف کلیوال ژوند وو، ما هغه دوست ته وویل چي هیڅ مي ندئ خوښ! موږ ځکه دا ډول پوښتني کوو، چي له عصري او هوسا ژوند څخه محروم یو، موږ له ځانه دا توقع نلرو چي د ښه ژوند زمینه ځانته برابره کړو، نو ځکه بیا د خاشو پرخونه شکرونه کاږو، ما ویل ولي، ښه کوټۍ، مجهزمکتب، لوکس حمام، عصري ټینکنالوژي او داسي نور څه ونه لرو؟؟ د خاشو ژوند او د کلیوال حالت په دې مانا چي، د پاکو اوبو نه موجودیت، ډول-ډول مریضیاني، بې تعلیمي او د حیوانانو په شان له غوجلي استفاده!!
بل طرف ته چي مو ځیني کسان رشوت اخلي، د هغوئ هدف دادئ چي که له دې وظیفې لیري سم، بیا به له لوږي مړ سم او هغه کسان چي ما رشوت ځني اخیستئ له ژونده بېزاره کړي، نو ځکه دوئ له نامشروع لارو څخه پیسې لاس ته راوړي او بیا له هیواده پښې سپکوي، هغه کس چي رشوت ورکوي، ځکه مجبور دی، چي بل سړی یې په اسانۍ کار نه خلاصوي، نو دواړه طرفه په لوی لاس ځان محروم احساسوي.
بله خوا بیا وژني او انسانځورونه، چي زموږ لپاره تر ټولو لویه فاجعه ده، هغه کسان چي خلک وژني، هغوئ ته بیخي د پردیو لخوا داسي پیچکارۍ لګول سوې، چي ګنې ستاسو څخه ټول افغانان کرکه کوي، هغوئ ته ویل سوي چي ټول افغانان تاسو خپل دښمنان بولي او له هغوئ سره اتفاق ناممکن دی!؟
د پورتنیو ستونزو په حل کي باید ټول محرومین په هیوادنۍ مینه سمبال سي او هغوئ ته دا وویل سي، چي ددې وطن ښه او بد ټول ستاسو دي او د دې وطن د هر کس په غم او خوښۍ تاسو شریک یاست.
د ویښتیا او روښانتیا په هیله