سریزه
زموږ په هیواد کې شنونکي او لیکوالان ورځ تر بلې زیاتیږي او خپلې لیکنې او مقالې له خپلو لوستونکو سره شریکوي او دعامو خلکو قضاوت ته يې سپاري. خلک هم دالیکنې لولي او کله کله ورباندې بحث هم کوي. دا یو مثبت بدلون او ښه زیرئ دئ. ځکه چې کله چې خلک خپل نظریات، وړاندیزونه او نیوکې په سوله ایزه توګه له خپلو هیوادوالو سره شریکوي، په ستونزو بحث کوي او د حل لارې لټوي نو په ټولنه کې مثبت بدلون خامخا راځي. اړینه ده دې مثبت خوځښت ته نوره هم وده ورکړل شي، کمیو ته ګوته ونیول شي او ښه اړخونو یې تایید او نوره پانګونه هم ورباندې وشي. طبیعی خبره ده چې ډېرئ دا لیکنې تراوسه معیاري ندي او ډېر زیات هرډول کمښتونه لري. هیله داده چې دا به د ګرانو لیکوالانو په هڅو ورځ تربلې معیاري کیږي او لوړو پوړیو ته به رسیږي.
له دې لیکنې زما موخه داده چې هڅه وکړم او په هیواد کې د شننې او لیکنو د اصلاح په بهیر او پروسه کې ونډه واخلم او پدې هکله د یوه سالم او پنځوونکي چاپیریال د رامنځ ته کیدو په هیله هڅې وکړم. هڅه کوم چې د ښو لیکنو په یو شمیر جوړښتونو، معیارونو، د لوستونکو لخوا دهغو د منلو په امکاناتو او د ښو آثارو په معیارونو باندې یو څه رڼا واچوم. همدارنګه هڅه کوم چې زموږ د ملک غوندې شرایطو کې د نوو شنونکو او د پرمختللو لیکوالانو او څیړونکو د کار یوڅه پرتله وکړم که ممکنه وه چې زموږ ځوان لیکوالان ورڅخه ګټه واخلي.
بله هیله مې داده چې په ملک کې زموږ ځوان شنونکي او لیکوالان په خپلو لیکنو کې زموږ د ملي ستونزو اومسئلو ټول اړین اړخونه، لاملونه، ممکنه پایلې، د حل لارې، د ښو پایلو د لاسته راوړنو لپاره تګلارې اوپه مخکې خنډونه په سړه سینه ښه وڅیړي او بیا ورباندې لیکنې وکړي، له یو اوبل څخه یې زده کړي او نظرونو سره شریک کړي.
هغه څه چې زه دلته ورباندې بحث نکوم او نه یې اړین مهارت او صلاحیت لرم هغه خپله د نثر د لیکلو اسلوبونه او غوره میتودونه دي. ګران لوستونکي په دې اړه زموږ د مشرانو لیکوالانو د آثارو په غور سره ډېرو لوستلو رابولم. ځکه د ښه لیکوال کیدو یو نړیوال او منل شوئ اصل دادئ چې هغه به ډېر ښه آثار لولي او په غور به یې لولي. همدارنګه ځینو درنو لیکوالانو لکه استاد اسد الله غضنفر صاحب او نورو هم په نثر لیکلو کې ښې لیکنې لري زه د هغو لیکل خورا ګټور بولم.
همدارنګه په دې لیکنه کې زه د ستونزو له سمې ارزونې ډېره یادونه کوم خو په خپله په ارزونه، دهغې په پروسه، میتودونو او ډولونو خبرې نکوم. ځکه زه فکر کوم کله چې کوم لیکوال وهڅول شي او پریکړه وکړي چې د کوم شی په هکله څیړنه او ارزونه وکړي نو نن سبا اړینې زیرمې ډېرې دي او ګټه ورڅخه په آسانه اخیستلای شي.
یوه بله اړینه خبردا بولم چې په دې لیکنه کې زما موخه په کوم خاص چا نیوکه نده بلکه نوو لیکوالانو ته عامه مشوره ده. زه هم پخپلو ټولو لیکنو کې ډېرې کمۍ لرم او د اصلاح لپاره نیوکې ته ښه راغلاست وایم.
د لیکنو لپاره زموږ ټولنیز شرایط او ستونزې
د بیان آزادي د الله تعالی یو لوي نعمت دئ. دا نه یوازې د دې له کبله چې زموږ فطرت یې غواړي، زموږ انساني کرامت ته درناوئ یې اړین ګرځوي بلکه په سړه سینه د ټولنې د ستونزو د څیړلو، د ډډول نظریاتو د راسپړلو او په پایله کې د ټولنې د پرمختګ لپاره لاره اواروي. له همدې کبله په قرآن کې په شورا باندې تاکید شوئ دئ. دشورا یو مفهوم هم دا کیدای شي چې د هرچا خبره واوریدل شي، له تجربو څخه یې ګټه واخیستل شي او ورته درناوئ وشي ترڅو پروسه خپله وبولي.
د ناخوالو په وجه موږ لږ ښه لیکوالان او شنونکي لرو خوله نیکه مرغه زموږ ځینې نوو هیوادوالو او په تیره بیا ډېرو نوو ځوانانو هم په لیکلو شروع کړي ده او شمیر یې ورځ تربلې زیاتیږي. که څه هم چې زموږ دین په یوه سم چوکاټ کې د بیان د پوره آزادۍ ننګه کوي، مګرد ډول ډول لاملونو له کبله د بیان آزادي په پوره مانا زموږ په ټولنه کې نه ده نهادینه شوې، دهغه ټول ارزښتونه، آداب، اخلاق او ټول ګټور عناصریې زموږ ډېروخلکو ته ښه ندي روښانه شوي، او په تیره بیا د ډېر وخت لپاره ورباندې پوره تمرین ندئ شوئ ترڅو ګټې یې هرچاته مالومې شي. همدارنګه د بیان دآزادۍ د ښې ودې او سیي په کار اچونې لپاره یو سم آزمویل شوئ قانوني او حقوقي چوکاټ لا ندئ را منځ ته شوئ. دا طبیعي خبره ده چې که په ملک کې اړین ثبات وي، سواد زیات شي، مدني ټولنې، عام خلک، دولت، اړین نهادونه او په خپله لیکوالان ورته سمه پاملرنه وکړي نو پرمختګ به کوي.
یو خو په ټوله نړۍ کې د انټرنټ، ویبپاڼو، ویبلاګونو او نورو تصویري رسنیو رامنځ ته کیدل په کتاب او اخبار لوستلو او مارکیټ باندې بده اغیزه کړې ده. خو بیا په پرمخ تللو ملکونو کې زیات خلک په یوه یا دوو ورځو کې په اوسط ډول یو کتاب لولي. خوبیا په خاصه توګه زموږ په ملک کې له لوستلو سره ډېر خلک مینه نلري نو ځکه د لیکوالو آثار ښه نه استقبالیږي، لیکوالان ښه نه هڅول کیږي، دهغوي کتابونه ښه نه خرڅیږي نو د لیکوال اقتصادي حالت هم نه ښه کیږيی. له دې کبله ډېر د وړتیا لرونکي ځوانان لیکنو ته زړه نه ښه کوي او ډېر نور که په دې ډګر کې هڅو ته دوام هم ورکړي بیا تردې شرایطو لاندې اړینه او ښه وده نشي کولای.
بله ستونزه داده چې زموږ په ټول تعلیمي نظام کې، له لمړیو ټولګیو څخه د پوهنتون ترپایه پورې لا تراوسه لیکلو ته ډېرپام ندئ شوئ، نو ځکه اړینه وړتیا او ظرفیت ندئ رامنځ ته شوئ. له دې کبله زموږ په ملک کې ډېر ښه استعدادونه پټ پاته اویا ضایع شي. خو نن سبا په نوره نړۍ کې ملتونه او دولتونه په خپلو درسي نظامونو کې دې لیکلو په ساحه کې د استعدادونو د ودې لپاره زیاته پانګونو کوي. نن سبا په هر پوهنتون کې د ښو لیکلو مستقل کورسونه وي اوهم په زیاتو مضمونو کې مقالې غوښتل کیږي، د مقالو اصلاح کیږي. همدارنګه د کار په ساحه کې هم په ټولو سکتورونو کې د ښه لیکلو لپاره ډېره پاملرنه کیږي او هغه وده کوي.
دپخو او خامو مقالو د جوړښت پرتله کول
د ځینو نوو لیکوالانویوه ستره ستونزه داده چې په مقالو کې د مناسبو سریزو، ټاکلو او مناسبو جملو، پاراګرافونو، بغلي عنوانونو اهمیت او اړینتوب ته پاملرنه نکوي. هغوي خپلې مقالې په مناسبو او اړینو څپرګواو برخونه ویشي ترڅولوستونکو ته ورباندې پوهیدل آسانه شي. داسې هم کیدای شي چې پوره لیکنه په څو اوږدو جملو کې پای ته ورسیږي، په سړي وغمیږي او سم پوهیدل ورباندې خورا ګران وي. له بله پلوه لوستونکي یا اړ وي او یا خوښوي ترڅو لیکنه په چټکه توګه وارزوي چې په څه مسئلو بحث شوئ او د لیکوال، موخه، د استدلال اړخونه او پایلې یې وڅاري. د نن سبا ډېر مصروف خلک کله چې ان له یوه مخ داسې لیکنې سره چې سر ترپایه لکه یو پاراګراف لیکل شوې وي مخامخ شي زړه تنګي کیږئ، یا یې په غور نه لولي اویا بیخي ورڅخه تیریږي.
دښې لیکنې یونړیوال اصل دادې چې لیکوال به پخپلو لیکنو کې په خپلو لوستونکوتمرکز کوی او د هغوی لپاره به کار آسانوي. د دې اصل له مخې لیکوال پخپله لیکنه کې په لمړي سر کې په لنډ ډول وایې چې هغه د څه ویل غواړي، بیابه په دې اړه بحث او څیړنه کوي اوپه پایله کې به بیا په لنډه توګه لوستونکو ته وایي چې څه یې ورته وویل. که دا کارپه ښه توګه وشي نو لیکنه به لوستونکي تر پایه له ځان سره ساتي، په غور به یې ولولي او ښه اثر به ورباندې کوي.
د پورته موخې د ترلاسه کولو لپاره ښه لیکوالان که یوازې یو مخ لیکنه هم لیکي نو روښانه جملې، پاراګرافونه او کله هم د څنګ عنوانونه ورکوي. خود څو مخه او یا اوږدو مقالو لپاره لیکوال ته اړینه ده چې هغه په څو برخو لکه سریزه، د بحث او څیړنې عمده متن او پکې اړینو څپرکو، پایلو او سپارښتنو باندې وویشي. په سریزه کې لیکوال خپلو لوستونکو ته وایي چې هغه ولې، څنګه، په کومه مسئله بحث او لیکنه کوی او په کومو یې نکوي. په اصلی بحث کې بیا موضوع څیړي او ارزوي یې او په پای کې خپله لنډه نتیجه او کیدای شي څه سپارښتنې ولري.
په مختلفو ژبو کې د موضوع د بیان اسلوبونه توپیر لری، په ځینو ژبو او سبکونوکې لیکوال په لمړي سر کې د مقالې مهم ټکئ او مرکزي پیغام درته وایي او د لیکنې ترپایه په ډول ډول پاراګرافونو او څپرکو کې د دغه مرکزي ټکي د لا روښانتیا لپاره هڅه کوي او دلیلونه او مثالونه وړاندې کوي. هم دا د لیکلو سبک نن ډېر ورځ تربلې منل کیږي. خو په ځینو ژبو او سبکونو کې بیا د مطلب د بیان لپاره نور میتودونه په کار اچوي چې زه دلته ورباندې بحث نکوم. بله اړینه او د یادولو خبره داده چې کم تجربه او نوي لیکوالان په خپلو جملو، پاراګرافونو او ان لیکنو کې زر اصلي ټکي یا موضوع ته نشي راتلاي او په بیځایه خبرو لیکنه اوږدوي. لیکوال ته اړینه ده چې په بنسټیزه موخه نظروساتي او د راز راز بې مورده نورو ټکو په یادولو سره د منځ اصلي ټکئ ورک او یا لږ ترلږه ورنه کنج ته پاته نشي.
په لیکنواو شننو کې هر اړخیزه ارزونه
په خواشینۍ سره زموږ د ټولنې د ډېرو شنونکو ارز��نې، څیړنې، او تحلیلونه دسیاسي، ټولنیز او علمی پلوه ډېر ساده او تنګ نظره دي. دوي د پیچلو ستونزو او مسئلو یوازې یوه او یا څو ساده اړخونو ته چې په یوه او یا بل لامل هغوي ته غوره ښکاري ګوته نیسي او ورباندې بحث کوي. هغوی د مسئلو نورو هغو اړخونوته چې د ټولنې عیني واقعیتونه په ګوته کوي خو دوي ورسره فکري ستونزه ولري بیخي پام نه کوي، سترګې ورڅخه پټوي او له یادولو یې ډډه کوي. دوي د خپل هم نظره مشرانو او ګروپونو د تیروتنو او کمیو په ډاکه کولو ته پام نه کوي، د حقایقو راڅرګندیدو ته لیوال نه بلکه خپله نظریاتي تنده ماتوي او خپله وفاداري ښیي. دلته غمیزه داده چې که د دوی د ډلې په کړنلاره کې خطا هم وي دوی یې هیروي، توجیه کوي یې او ان ورڅه ننګه کوي. ځینې لیکونکي او شنونکي د استدلال او عقلاني وړاندیز په ځای ښکنځلې کوي، د قلم عفت نه ساتي، تاریخي روایات نه مني، بیلګې او شواهد نه وړاندې کوي، د ستونزې ټولو خواو ته نه ځیر کیږي، د ډول ډول لوستونکو او د عامه نظر خیال نه ساتي او د چا خبره خپل نظر د قوي منطق په مرسته نه بلکه په زورپه خلکو تپي. پایله دا شي چې، دهغوي استدلال د خلکو زړونو ته لار نه مومي، وروسته خلک دهغو لیکنې نه لولي او که یې ولولي نو زړه یې نور هم ورڅخه توریږي. داسې اخلاق او نړئ لید په اوږدمهال کې ترهرچا د دې خلکو او د دوي د ډلو او فکر په زیان تمامیږي.
د ښې لیکنې لپاره اړینه ده چې یو خاص اوغوره موخه او پیغام ولري. دا پیغام باید په واقعیتونو ولاړ وي او خلک ورنه ګټه واخلي. که لیکنه په یوه ملت کې د خپل منځي شخړو د حل لپاره وي نو هڅه باید وشي چې د ګډو موخو د رامنځ ته کیدو او ګډ دریځ لپاره هڅې وشي نه داچې د شخړې او جنګ په اور تیل وا چوي. لیکونکئ باید پوه شي چې احساساتي اونفاق اچوونکې لیکنې یې کم علمه خلک تیرباسي، شخړې اوږدوي او د یوه لوستي په حیث هغه هم الله تعالی ته مسؤل دئ.
زموږ ځینې شنونکي فکر نه کوي چې د یوې پیچلې ستونزې لکه زموږ د ملک په ځان بسیا کیدل، د شخړو حل، دبیوزلۍ ورکول، د بیرونۍ لاسوهنې بندول، خپل ټول خلک په یوه ټغر راټول په اوس شرایطو کې خورا ګران او پیچلئ کاردئ. د حل لارو پیدا کول ښې ارزونې، ښې پالیسۍ اوهراړخیزه علمي کړنلارې، ملي مشارکت او په نتیجه کې و ملي اجماع ته اړتیا لری. دا په شعار نه کیږي، آسانه کارنه دئ، وسایل، زیرمې، په ملي کچه پوهاوي، نړیوال کومک، د ځینو غرض واله کړیو مخه نیول، وخت او داسې نور غواړي. کیدای شي څو انتخابه او دحل لارې چې زموږ ملي ګټې او اسلامي تشخص مو په کې خوندې وي وارزوو اوله اوسنیو ستونزو څخه د وتو یوه منل شوې، اسلامي او ملي لاره ومومو.
په دوو مثالونو سره د مسئلې روښانه کول. زموږ ډېر خلک او ان زموږ ځینې شنونکي او لیکونکي د ستونزو یوازې علاماتو، ظاهري شکل او برسیرن حالت ته ګوري او د مسئلو او ناخوالو په ناڅرګندو خواو، ریښو او لاملونو پسې سر نه خوږوي. لمړئ مثال: که د یخ د یوې سترې پرښې ډېره برخه تر اوبو لاندې وي (لاندې شکل وګورئ) او څوک یې نه ویني خو لږه برخه يې له اوبو بهر وي او هرڅوک یې لیدلئ شي او څه ناڅه ورباندې پوهیږي. خو دهغې برخې په کچه او څرنګوالي سم پوهیدل چې تر اوبو لاندې ده بیا څیړنه او غور غواړي. ستونزې هم همداسې دي. ټولې ستنونزې هم ظاهري او سرسري شکل لری چې ټول خلک یې کتلئ او ورباندې پوهیدلئ شي او هم ډېرې پټې خواوې لری چې درک یې زموږ په تجربه، علمیت، او ښې ارزونې پورې اړه لري او ډېرو ته د لیدلو او ښه پوهیدو نه وي.