کله کله چې د خپل وطن او ماحول وضعیت ته سم متوجه شې، ګومان به کوې چې خوب دې لیدلی  او یا څوک کومه خیالي او افسانوي کیسه درته کوي.

دا کیسه داسې وي، چې هېڅ د ژوندیو او عاقلو انسانانو د چاپېریال او حضور نماینده ګي نه شي کولای.

په دې وضعیت ګې به ګورې، چې هرې خوا ته کراره کراره وي، څوک په چا کار نه لري، د وطن، ملي ګټو او نورو خبرې هسې فالتو ښکاري، هر څوک خپلې روزۍ پسې منډې وهي، ژوند عادي شکل لري.

کله چې عادي حالت خاص او مناسبتي شي، ډېرڅه به تغیرشي، هېڅ فکر نه کوې چې په هغه مخکیني ماحول کې اوسېږم،هرڅوک، هر قشر او هرجریان د ولس د څه برخې په شمول ډېرمسول، وخت شناس او متعهد درته ښکاره شي.

دا وضعیت په هغه وخت کې وي چې ټاکنې یا کومه بله مهمه پروسه نېږدې شي، یا د چا په نوم کومه اونۍ، ورځ یا پوهنتون ونومول شي.

په دې و خت کې څو کسه ودردېږي، یا د دردیدو اکټ او نمایش کوي، چیغې وکړي، شور کوي، فریاد کوي، شعارونه، نوې خبرې او ډېر خوځنده احساسات تمثیلوي، داسې چیغیږي چې نور هم په ځان خبروي، په درد کې شریکوي او د خپل شعار، هدف او چیغو ملګري کوي.

څوک حکومت غندي، څوک جنګسالار، څوک روشنفکر، څوک ولس او څوک نورو قشرونو او کړیو ته کنځلې کوي، شکایتونه وي یو بل پسې کېږي، ملامتۍ دي چې یو پربل یې اچوي.

یو هم دا جرئت او ځواني نه کوي چې ووایي زه هم په دې کارکې دومره پړ یم، موږ هم د دغه حالت په راتلو کې نقش لرو، داسې مو باید نه وای کړي، داسې خاموشي، بې تفاوتي او بې احساسي نه وه په کار.

دا زموږ د مناسبت ځپلي ولس عام چلند دی، چې د پېښو، تحولاتو، نارواوو او نورو د سلیقې خلاف څه خلاف یې په نېږدې، راغلي او یا راتلونکي حالت کې کوي.

دا داسې مانا لري لکه یو څوک چې سترګې پورته هوا ته  نیسي، یا یې په کوم ټوکرکلک تړي نور په یوه لویه دښته کې بې مقصده او بې پلانه یو خوا بلخوا منډې وهي، له منډو خوند اخلي، خپل ښه مصروفیت یې ګڼي خو چې په کومه کنده کې ولوېږي چیغې او فریادونه وهي.

دا حالت له هېڅ ملت او بیا موږ سره چې هم پخپلو کې یو  بل خورو، هم د نورو سل او زرو دښمنانو د برید هدف یو، نه ده په کار.

هغه خلک چې د مناسبتي شکایتونو، چېغو، نیوکو او ملامتۍ اچولو قوماندې او پیل کوي، باید پردې فکر وکړي چې آیا هغه خاین یوازې په یوه ورځ، یوه اونۍ، یا یوازې انتخاباتو کې خاین وي، که له هغې مخکې هم د بدعملیو لپاره یې بد ګڼل کیږي؟

آیا وطن یوازې په یوه محدوده مرحله کې زموږ وطن وي که له هغې غیر بل وخت هم، آیا موږ یوازې د عکس العمل ښودلو او فریاد ترحده مسول یو که نور هم، آیا زموږ د بدبختیو حل یوازې نیوکې، کوکارې او شکایتونه دي که کومه معقوله، سنجول شوې او مناسبه حل لاره؟

که دې او دغسې نورو پوښتنو ته غوږ شوو، حتماٌ به معقول ځوابونه ورته پیدا کړو، حتماٌ به د نورو د عملونو نقدکوونکي او قربانیان نه اوسوو او حتماً به مود وضعیت، ژوند او عمل کیسې چاته خندونکې، خیالي او له عقلي ارتباطه لرې ښکاره نه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *