له بده مرغه چې زموږ د ګران هیواد افغانستان په هر څه کې افراط او تفریط کېږي. دا د پېښو هېواد دی، هره ورځ نوې پېښې رامنځته کېږي، د دې پېښو د قربانیانو زیاته برخه ښځې دي. وروستۍ یوه اوونۍ کې یوازې په بغلان کې د څو داسې پيښو شاهدان وو چې ښځې د خاوند یاهم د خاوند کورنۍ لخوا ووژل شوې. په همدې لړ کې پرون په یوه تازه پیښه کې د ښار دننه د سړک پر غاړه د يوې مېرمنې جسد وموندل شو، خو له بلې خوا پوره یوه اوونۍ او یاهم ډیرې ورځې کېږي چې پر خواله رسنیو د مییانو د ورځې په اړه تبلیغات روان دي. 

   نن چې د مینانو ورځ وه، کرۍ ورځ مې پر فېسبوک او نورو خواله شبکو د مینې له پوسټونو پرته بل هېڅ ونه لیدل، د ځوانانو له خوا د دې ورځې، پر لمانځلو د رسنیو تمرکز هم ډېر و، ځینو د عاشقانو ورځې په پلمه خپل خاوند او میرمنې سره په تفریح تیره کړه، خو ډیرو ځوانانو چې لاهم د واقعي مينې پر مفهوم نه دي خبر ۔ د غرب او نورو په تقلید یوازې د دې ورځې په اړه پوسټونه کړي وو.

    ډېرو ځوانانو خپلې واقعي مینې وپاللې، خو د ډیرو لپاره د ژوند د بدبختۍ د پیل ورځ ځکه وه چې د مینې تر نامه لاندې یې د فرېب او هوس کیسې روانې کړي چې دا ډول مینې په راتلونکي کې د تاوتریخوالي په لویو پېښو او عقدو بدلېدلی شي. زموږ ښار په یو څنډه کې نجونې د حاکم ناسم دود له امله تعلیم نشي کولای، خو د ښار بله خوا کې معشوقې له خپلو میینانو سره لاس په لاس روانې وي.

    يوه خوا کې زموږ خویندې د انتخاب حق نه لري، خو ځينې بیا د عشق ملکې بلل کيږي، هیله ده چې ځوان قشر د ژوند هره برخه د انسانیت اوعدالت په چوکاټ کې ترسیم کړي، پیغلې او ځوانان باید له خپل ژوند او انساني ارزښت سره د تش په نامه مینې تر نامه لاندې لوبې ونه کړي.

One thought on “زموږ مینه او زموږ ټولنه | ولوله وردګ ”
  1. سلام
    یو خو د بالیوود مصیبت له اغراقه دک جنجال روان دی چې له افراط او مبالغې اوړی او تفریط یې دابل اړخ دی بل دملګرو ملتو یو شمیر هېوادونو نارې سورې دښځو دحقوقو ترعنوان لاندی یو سیاسی کمبیان دی نه اخلاق بله دله د«راوا» ګو‌داکیانې هغه ښخی دی چې هغو ته دعقیدې او فرهنګ باک نشته او له بهرنیو شبکو سره دحهاد له وخته نژدې اړیکی لری خو ښځې به خینو هېوادونو کې داقتصاد اوتماشو ستر ابزار او له هغو نه به اوچتوشرکتونو کې ګته اخیستله کیږی
    د مینانو ورځ صنعی او ساختګی بڼه لری ځکه چې انسانی تعادل ورسره نشته پېژندګلوی یې ډیره نامعلومه او جهار جوابه ده اوحتی تردې چې عمدی تېروتنه ده ډیر محدود
    نه وخت کې رابر سیره شو چې زیات خلک لا هم ور باندې باور نه لری او تېروتنه ېې ګنی کوم ساده اماتور به تاند کې ټول پښتانه ټکولی ول شرم دی چې له خپل کتاب او عقېدې بې خبره خو پردی ډهل ته څو څرخه اوړی
    ښخه هغه موجود دی چې به یوه لاس ځانګو او بل لاس جهان خنګوی ! یو بیاوړی لارښود تولنی ته وړاندې کی دښځې موقف باید اسلامی رسالت ولری خکه به کلام الله کې ددوی په نوم سوره نازل شوی اوبشړه عقیدوی طرحه ور سره ملګرې ده په باي کې ستا د عالی لیکنې په استناد عشق د هر دول څلورلاری پر سر حماقت نه دی بلکې انس او قلبی خواخوږی ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *