د سورلی په موټر به یې لیکلي وي: نه مې دولت نه مې دنیا په کار ده – ما ته د خپلې مور دعا په کار ده
مګر بیا به يې دوه مخکې، څلور شاته او ۶ د موټر په ډاله کې ځای کړي وي..
د دوکان په دیوال به یې لیکلي وي: رزق ورکونکی الله دی مګر په فریب او دوکه به خپل مال خرڅوي، او حرامې پیسې به ګټي.
د موټر په ښيښه به يې کلمه لیکلې وي، مګر ترافیکي قوانین به نه مراعت کوي، بې مفهومه او بې مانا سندرې به يې لګولي وي، سیګرت به څکي او نور به هم تشویقوي.
ظاهراً به وايي : لور زېږېدل د خدای رحمت دی، مګر د لور په زيږېدو بيا خوشاله نه وي، څومره چې زوي ته خوشاله وي.
چغې به وهي، شعارونه به يې وي : دا وطن زیبا وطن، دا مې د بابا وطن، دا زما لیلا وطن… مګر په عمل کې د وطن هيڅ حس نه لري.
له مور نه به باسواده ښځه غواړي، مګر خور او لور به بيا ښوونځي ته نه پريږدي.
که نجلۍ مکتب ته ځي نو د قيامت نښه يې بولي، خو که نجلی د خېراتونه لپاره کوڅه په کوڅه سوالونه سوالګره ګرځي، بیا هیڅ خبره نه ده .
ټوله ورځ به کفارو پسې بد رد وايو مګر که په کومه خارجي موسسه کط ورته کار پيدا کيږي بيا نو هيڅ خبره نشته او دی به ورځي.
ستا کلتور، دین، مذهب، سیاسي فکر او هر ډول مفکورې ته به په سپک نظر ګورم مګر له بله بیا ځان ته هيڅ داسې تمه نه لرو.
خپل د افغان د نجونو کرکټ ټیم یا د فوټبال ټیم پسې به بد رد وايي چې ښځو د پاره د ورزش اجازه نشته مګر په هر حجره کې که د ښځو ټیم ته پخپله اوږده غځېدلي وي او په تلويزيون به يې ګوري.
هر جومات کې لګيا يو وايو نظافت د ايمان جز دی، مګر بيرته په هر کوڅه کې د هر مسجد مخې ته به ډېران پروت وي.
یو خوا به وايي ساینس یا عصري علوم د قران پاک څخه اخیستل شوي مګر بلخوا ساینس عالمان او عصري علومو خاوندان ته به دنیا پرست او دنیا دار په نوم خطاب کوي.
یو ورځ به وايي مور د پښو لاندی جنت دې، د جلۍ په پيدايښت رحمت دې خو بله ورځ به وايي ښځه د ټولو بدبختیو ريښه ده.
په امریکا، اروپا او استرالیا به لعنت وايي خو سبا که چا ورته وویل ویزه درته اخلم نو بیا هیڅ خبره نه وي سمدستي به منډی وهي