زما په نژدې ملګرو کې ځيني کسان په دې اند دي چې د افغانستان د اوسنۍ غمیزې پړه ټوله د پاکستان پر غاړه ده. پاکستان طالب ساتي، ټرینینګ ورکوي، وسلې ورته چمتو کوي، مالي سرچینې يې هلته دي او پوځ و استخبارات يې پر مشرانو خورا ډېر نفوذ لري.
زه دا پاس دريځ نه یو مخیز ردوم او نه يې تایید کوم؛ بلکي زموږ په دې غمیزه کې نړۍ واله ټولنه چې سر يې امریکا ده، دوه ګاونډيان ایران و پاکستان او زموږ خپل دولت هم ملامت دي. پاکستان و ایران طالبانو ته ځای ورکړی دی، هلته يې مرکزونه دي او له هغه ځایه تمویل کېږي، مګر دا خبره نه زموږ له دولته پټه ده او نه هم له نړۍ والو، نو بیا ولي د پاکستان او ایران په وړاندي نړۍ چوپه ده؟
امریکا له ۲۰۰۱م کاله بیا تر ۲۰۱۷ پوري پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالر ور کړي دي، که پاکستان له امریکا او زموږ له دولت سره دوه مخې لوبه کوله نو بیا دا خبره نړۍ ته افشا کېده ولي نه او د امریکا دومره قوي استخبارات په دې موضوع کې له پوره ثبوتونو او شواهدو سره د پاکستان دا دوه مخي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ولي نه وړاندي کوله؟
د امریکا استخبارات که د پاکستان غوندي د یوه کمزوري او وورسته پاتې هیواد استخبارات دوکه کوي، کلونه-کلونه چم ور سره کوي، په مختلفو بانو میلیاردونه ډالر ترې اخلي نو بیا د امریکا د تر ټولو قوي استخباراتو ادعاوې څه مانا او د نړۍ سوپر پاور ولي بلل کېږي؟
له پاکستانه د افراطیانو په راتلو کې زموږ د کلیو واړه ماشومان هم خبر دي، عوام ټول پوهېږي چې د دې ولایت طالبان له پاکستانه پر کومه لار راځې او د هغه بل ولایت دا بیا پر کومه لار؟ کله چې زما د هیواد ماشوم ته هم دا لارې مالومې دي نو بیا زموږ او د امریکا استخبارات څه کوي؟ هغوی ولي په کلیو کې د جنګ پر ځای هلته د کرښې پر سره جنګ نه ور سره کوي؟
د نړۍ رسنیو په وار وار دا خبر خپر کړی دی چې د افغان دولت په محکمو کې د بډو په ور کولو افراطیان خوشي کېږي او دا کار تر اوسه هم روان دی. زموږ خپل استخبارات او د امریکا دا دواړه ولي دې موضوع ته پام نه دی کړی؟
د هیواد له مختلفو سیمو وسله وال د معدنو غلا کوي، د دې وسله والو یوه برخه له طالبانو سره تړاو لري او ځيني يې خپل سري وسله وال دي چې نه په دولت پوري تړلي دي او نه له طالبانو و داعش سره اړه لري، مګر د سیمې خلګ ګواښي او د معدنو غلا ته دوام ور کوي؛ زموږ استخباراتو تر اوسه په دې اړه هيڅ ګام نه دی پورته کړی، ولي؟ له هلمنده د سنګ مرمر ډبرې طالبان پاکستان ته وړي او دا خبره د هغې سیمې ټولو خلګو ته د لمر په شان روښانه ده مګر حکومت خوله پرې پټه کړې ده؟ له بدخشانه خپل سري وسله وال معدن غلا کوي او حکومت همداسي پټه خوله ورته ناست دی؟!
دا نن له بازارونو پرته کلي او دیارونه ټول د وسله والو په لاس کې دي، نه یوازي دا چې د دیار له خلګو عشرونه او زکاتونه و کومکونه وړي بلکي د ښارونو له هر تجار، دوکاندار او شتمن کس څخه خپله کلنۍ ونډه اخلي. له دې پلازمیني کابل څخه يې هم ور کوي نو ولایات پر لویه لار ایله کړه. د غزني او زابل هيڅ دوکاندار او تجار له دې خبرې نه انکار کوي او نه يې پټوي. هغوی وايي موږ ته له طالبه خطر متوجې دی او زه د خپل خوندیتوب په خاطر هم هغوی ته پیسې ور کوم چې له شره يې په امان سم.
د فراه، نمیروز او غزني پر عمومي لویو لارو خو دا څو کلونه کېږي چې طالبانو پاټکونه جوړ کړي دي او له لویو موټرو څخه مالیه اخلي. حکومت یا امریکان سترګې نه لري چې ووینې او که غوږونه نه لري چې دا خبرونه واوري؟ دوی ولي په کونړ کې یو عام کور ویشتی سي چې عوام پکي ومري خو پر سړک ولاړ طالب بیا کلونه- کلونه نه ویني؟!
په زابل کې د طالبانو موټریز او موټرسایکلیز کاروانونه له پاکستانه پسرلی کې هره ورځ را اوړي او منی بیا له دې خوا اوړي، نو زموږ او د امریکا استخبارات ولي دا ستر کاروانونه نه ویني چې د کلیو او عوامو پر ځای همدا وسله وال بمبار کړي؟ ولي د دې وسله والو مخنیوی هلته پر لیکه نه کېږي؟ زموږ ځواکونه او د امریکا پوځ له طالب سره هلته ولي جنګ نه کوي چې د هغوی مرکزونه دي یا هم هغه مهال چې له بله هیواده زموږ هیواد ته داخلېږي؟
د امنیتي ځواکونو په اړه دا خبره هم د اهمیت وړ ده چې هغوی ولي د چریکي جګړمارو په اړه د چریکي جنګ تکتیک نه خپلوي؟ مثلا: طالبان خپله سیمه کې ټولې مهمې لارې او د دوی د مرکزونو شاوخوا په ځمکنیو بمونو پوښي، کله چې یوه قوه د هغوی لور ته ورځي نو بمونه پرې چوي او نه سي کولای چې ځمکني ځواکونه هلته ژر او له خوږ پرته ځانونه ور سوي. عینا دا تکتیک دولتي ځواکونه هم کارولای سي؛ که زموږ د امنیتي ځواکونو ځيني پوستې د وسله والو تر برید لاندي راځي نو دوی هم کولای سي چې خپل شاوخوا په بمونو وپوښي او د شپې له خوا چارج ور ایله کړي چې که هر څومره وسله وال پر هغوی برید هم وکړي نو د بمونو له ویرې نژدې نه سي ورته راتلای. زموږ د امنیتې ځواکونو هره ورځ سلګونه تلفات ور کول به ښه وي که داسي یو جنګي تکتیک؟
استخبارات پوځ یا پولیسو ته د وسله والو په اړه خبر نه سي ور کولای چې دلته يې مرکز دی، دلته يې د راغونډیدو ځای دی، نن حمله در باندي کوي یا دلته ګواښ دی یا هلته. که زموږ استخبارات قوي وای نو باید امنیتي ځواکونو د هغوی پر مهمو کسانو چاپې وهلې وای او له خپلو وسلو او ملګرو سره يې یوځای را پورته کړي وای، مګر دا تکتیک تر ډېره نه کارېږي او که يې کاروي هم یوازي ځانګړي ځواکونه دا کار کوي چې په نیمايي چاپو یا هوایو بریدونو کې يې ملکي کسانو ته مرګ ژوبه هم اړولې وي، د سیمې پولیس، اردو یا اربکیان دا کار نه کوي، ځکه هغوی له دښمنه مالومات نه لري او په دې وجه له خپله مرکز بهر ته نه سي را وتلای چې دا زموږ د ځواکونو پر روحیه او روان ډېر بد اغیز لري.
د جنګ پر ضد د ذهنیت جوړولو لپاره له لویه سره نه امریکا دلته کوم مهم ګام اخیستی نه هم حکومت. دا هم یوه پوښتنه ده چې له فزیکي جنګ سره هر وخت رواني جنګ ملګری وي، مګر زموږ د هیواد په غمیزه کې د جنګ دا مهم اړخه له پامه لوېدلی دی. حکومت په اتلس کاله کې د ملي راډیو او ټلویزیون لپاره داسي یو ټیم او مشر پيدا نه کړ چې د رواني جنګ دا خلا ډکه کړي. ایا په دیرش ملیونه نفوس کې داسي یو ټیم نه پيدا کېږي او که يې حکومت و خارجیان قصدا نه غواړي؟ رواني جنګ نیمايي جنګ دی او زموږ دولت ورته لازم پام نه دی کړی، له دې امله دولتي ځواکونه د افراطیانو په شان مرال نه لري او یو ډول بې انګیزې دي، کله چې د جنګ په میدان یا هره مقابله کې هر ټیم یا مقابل لوری په روحیه ډول مقابلې ته تیار نه وي، نو له وړاندي يې لا ماته حتمي ده، د رواني جنګ له دومره اهمیت سره- سره دولت او نړۍ واله ټولنه دې لور ته لازمه پاملرنه نه کوي او نه يې کړې ده؟
د جنګ د بري لپاره لازمه ده چې د افغان حکومت په نظامي او ملکي ادارو کې پاک، اهل، کاري، ملي فکر لرونکي او پر هیواد مین کسان وګومارل سي چې هم په سم ډول د جنګ په میدان کې جنګ بریا ته ورسېږي او هم ملکي ادارې داسي خدمات وړاندي کړي چې ملت خپل ځان ته را جذب کړي. مګر له بده مرغه چې نه دلته په نظامي برخه کې وړ او اهل کسان ټاکل کېږي او نه ملکي ادارې اصلاح سوې. رسنیو دا خپرونه په څو واري خپر کړي دي چې په پلانۍ سیمه کې یوه قومندان پوستې خرڅې کړې، ولسوالي خرڅه سوه، د پوڅ یا پولیسو سامان الات خرڅ سوي دي، د پوڅ یا پولیسو معاش نه دی ور کول سوی، غلا ته مجبور کړل سوي دي، پر لویو لارو د موټرو شکولو لپاره مشرانو ګومارلي دي، نو په دې جنګ کې د مکسین او غریب د زوی پر سر هم دولتي لوړپوړي چارواکي سوداوې کوي او هم يې مخالف وسله وال، ترمنځ يې د بېچاره زامن پکې تبا کړل. که نړۍ وال او زموږ دولت جنګ ګټي نو په نشیانو، غلو، مفسدو او ټولنه کې رټلو شویو کسانو نه ګټل کېږي، په نظامي برخه کې ښه پراخو اصلاحاتو ته اړتیا ده چې باید وسي کنه نو دا غمیزه به همداسي روانه وي.
بل لور ته ملکي ادارې دې چې د خدماتو پر ځای د فساد او اختلاس په چورت کي دي. دلته له وزیره، تر معینه، تر رییسه، امیره او مدیره پوري په سل کې نوي سلنه يې مفسد، غله، لټان او نا اهل کسان ټاکل سوي دي چې د ملت د جذب پر ځای يې ملت نور هم له دولته لیرې کړ. حکومت که د جنګ لیکو ته نور کسان نه ور ټیل وهي نو په ادارو کې دې سم کسان وګوماې چې د ملت او وطن غم ور سره وي، دوی د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته ترجیح ور کړي، خلګو ته تر وسه له قانون سره سم خدمات وړاندي کړي چې د فساد، اداري پاړسوب، لټیو او ناکاریو له امله بیا خلګ عقده یان او د وسله والو لیکو ته ور نه سي.
د وسله والو له هر کس سره ګرزنده فون سته او نژدې په درو کې یوه برخه يې ټولنیزو رسنیو کې هم فعال دي، امریکا او زموږ دولت ولي له دې لارې د هغوی په پيدا کولو او د تبلیغاتو په ناکامولو کې نه لاس په کار کېږي؟ طالب ویاند د هرې پيښې په اړه ټویټر او فیسبوک کې اعلامیې خپروي او له دې لارې رسنیو ته خپل پيغامونه لېږي، ویبسايټونه لري او خپل ټول مواد يې هلته پکې ځای پر ځای کړي دي، که دوی د مخالف د تبلیغ مخه نیسې نو دا لارې چارې دې پر ودروي، امریکا د جنګ په لومړۍ ورځ د طالب حکومت راډیوګانې وویشتې او د هغوی ږغ رسول يې بند کړل مګر نن هغوی ايف ایم راډیوګانې لري، ویبسایټونه لري، کتابونه چاپوي، مجلسې يې خپرېږي، اخبارونه لري، پر ټولنیزو رسنیو تر دولت او امریکایانو زیات فعالیت لري، دلته ولي زموږ د دولت او نړۍ والو ملا ماته ده؟ ایا نړۍ وال او زموږ دولت د دې ټولو په اهمیت نه پوهېږي او که جنګ ته په لوی لاس زمینه سازي کوي؟
مخالفان د دولت له مامورینو سره د زړه سوي معامله نه کوي او پر مازي شک يې هم وژني، خو دولت د هغوی کسان له ثبوت سره نیسي او بیا يې مقسد قاضیانو و څارنوالان د بډو په مقابل کې ایله کوي، هغوی بیا جنګ ته راځي او بیا هم ایله کېږي، دولت ولي خپله ګېډه نه صفا کوي؟ اربکیان يې جوړ کړل بیا يې همکاري ور سره ونه کړه او ټول يې یا د وسله والو رحم ته ایله کړل چې درګرده يې ووژل یا هم له مجبوریته هغوی په سیمه کې غلاوې او لوټمارۍ شروع کړې چې تور داغ يې پر دولت پوري سو، دولت ولي خپل ملاتړي ځواکونه نه حمایه کوي؟
د دولت په نوم بیا ډېر داسي کسان هم سته چې خپل سري وسله وال دي او هر کار چې يې زړه وغواړي هغه کوي، حتا د دولت له کسانو هم په زور پیسې وړي، دولت يې تر ننه په وړاندي جدي ګام نه دی اخیستی، دا کار يې خپله هم جنګ ته لار هواروي چې دولت يې مخنیوی ولي نه کوي؟
د میلیاردونو ډالرو په راتلو تر ننه دولت د کابل خلګو ته هم سم خدمات وړاندي نه کړل، بریښنا وارداتې ده خو په ۲۴ ساعته کې یوازي ۱۲ ساعته وي، د ګرمۍ مهال هم دا حال وي او د یخ هم، نو خلګ به ولي له دولته خواتوري کېږي نه؟ د ۱۳۰ میلیاردو ډالرو په راتلو یوازي کابل ته هم خپله بریښنا جوړ نه سوه نور ولایتونه د چا په یاد هم نه دي. که دلته برق نه وي کارخانې به هم فعالیت نه لري او خلګ به بې کاره وي چې بې کاره کسان به حتما یا جنګ ته ځي یا به غلا کوي، یا به لارې وهي یا د ټولنې په زیان بل ناوړه کار. دلته نو اوس پر دولت څوک څنګه باور وکړي؟
ښار کې د خرابې هوا له امله خلګ مریضان کېږي او په کال کې لوی شمېر کسان له دې څخه مري، خو دولت يې په اتلس کاله کې نه یوازي د مخنیوي پر لارو چارو عملا کار نه دی کړی بلکي هر کال دا وضعیت نور هم خرابېږي؟
د پلازمینې امنیت دومره خراب سوی دی چې د لسو زرو پر مبایل باندي دلته هره شپه انسانان وژل کېږي او حتا مهم دولتي کسان هم وژني، د هوايي پوځ څو مهم پيلوټان همدلته په کابل کې ووژل شول، د علماؤ د شورا غړی همدلته په کابل کې ووژل شو، پر مهمو خارجي میلمنو همدلته مهمو وټلونو کې بریدونه وسول او هيڅ حساب و کتاب يې ملت ته نه دی مالوم سوی او ټوله موضوع همداسي یومخیزه پسي ورکه سي. دلته به نو ملت څنګه باور وکړي او ولي به مخالفانو ته لاس نه غزوي؟
په ټول هیواد کي د ځمکې اوبه کښته روانې دي، د شمال په مهمو ولایاتونو کې سخته وچکالي ده، د خلګو مالداري تر نیمايي زیاته له منځه ولاړه، خو د دولت چارواکو یوازي د پنځو کورونو پر سر یوه بوجۍ کونجاره(کنجوړه) کومک ور سره کړی دی او دا ټوله کشاله نوره همداسي پرته ده. په کابل کې اوبه سختې خرابې دي او کښته هم شوه سوې دي، دولت يې نه د تصفيې لپاره عملي ګام پورته کړی او نه يې د اوبو شوه کېدا په اړه هيڅ کړي دي، حتا عوامو ته دا علان هم نه ور کوي چې اوبه کمې استعمال کړئ، احتیاط ور سره وکړئ ځکه چې د اوبو یو لوی بحران را روان دی.
ما په ښار کې څو واري لیدلي دي چې خلګ په یوه انچي پايپ د نیم ساعت لپاره موټر مینځي، دلته به څومره اوبه ضایع کېږي؟ دا خلګ په دې نه دي پوه چې ایینده پر موږ د اوبو بحران را روان دی او ډېري بدې ورځې به مو تر مخ وي، که موږ د اوس په شان روان سو نو تر سختو به سختې ورځې زموږ مخته وي.
تر دې مهمو ټکو وروسته زه دې پایلې ته رسېدلی یم چې زموږ د جنګ اصلي عاملين خارجیان دي چې راس کي يې امریکا ده، بیا زموږ بیده، مفسد او پردي پاله چارواکي دي او تر دې ټولو وروسته ایران او پاکستان دي. ایران دومره دخیل نه دی لکه پاکستان، اما د پاکستان اداري پاړ سوب، په ملکي او نظامي ادارو کې روان فساد او د ملکي و نظامي ادارو ترمنځ يې شته بې باوري و لیرې والی هم د دې اجازه نه ور کوي چې دوامداره دې دلته مداخله وکړي خو د امریکا مرستو پاکستان دې ته هڅاوه چې خپلې مداخلې ته په پوره سپين سترګۍ دوام ور کړي او موږ په سل سلنه باور دا خبره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ثبوت هم نه کړه چې له موږ سره څنګه دوه مخې لوبه روانه ده؟
امریکا د طالب نظام په درو اونیو کې ختم کړ، خو یو توپک لرونکی په ۱۵ کال نه سي ختمولای، نو بیا د امریکا د ټیکنالوژۍ، پوځ او استخباراتو فایده څه ده؟ که د طالب په شان له جنګه ناخبر، بې ټیکنالوژۍ، له مالي منابعو تش لاسی او بې سرپنا دښمن امریکا نه سي ختمولای یا هم د جنګ په میدان کې ماته نه سي ور کولای یا هم رواني جنګ کې هغوی میدان ځني وړي، نو بیا پر نړۍ راج څنګه چلوي، د شوري متحد پوځ ته يې څنګه ماته ور کړه او د صدام غوندي یو ضدي و خطرناک دښمن يې څنګه د ابد لپاره له منځه یووړ؟ په لیبیا کې يې څنګه د تبلیغاتو په زور د قذافي رژيم نسکور کړ او په سوریه کې يې پردي داعشان او د النصره جبه د نظام په وړاندي څنګه درولي دي؟ د امریکا زورورو تبلیغاتو سم قوي نظامونه په لنډ وخت کې ړنګ کړل مګر په افغانستان کې د طالب په وړاندي ناکام دي؟!
زموږ چارواکي که امریکا و نړۍ والو ته دا خبره سپينه نه سي کولای نو د خپلو نظامي و ملکي ادارو فساد خو دې ورک کړي، همدې فساد نیم جنګ روان کړی دی، د قاچاقو مخه خو دې ډب کړي، له همدې لارې هم وسله وال د خپل جنګ یوه برخه مالي مصرف پوره کوي، هم زموږ د دولتي کسان د قاچاقبرانو له لوري په پریمانه پیسو رانیول کېږي او هم يې ملت ته زیان رسېږي. لکونه کسا اوس په نشو اخته دي چې له هر ډول بدنامۍ سره یوه لویه بشري ضایعه هم ده. دولت ولي د دې په وړاندي جدي مبارزه نه کوي؟!
موږ که د بل ګرېوان ته لاس نه سو ور اچولی، خپل ګرېوان ته خو به کتلای سو، خپلې ادارې خو به صفا کولای سو، له خپلې لارې خو به تر خپله وسله اغزي لرې کولای سو، که موږ نه هغه کوو او نه دغه نو بیا د بل تر څنګ موږ هم فیفټي ملامت یو چې تاریخ به يې زموږ د چارواکو په اړه حتما ثبتوي. تاریخ ته دا ثبوتونه ور پاته دي چې که نظام کومې سیاسي ډلې له بهره ګواښی نو داسي ډلې/اشخاص هم کم نه وو چې له داخله يې د نظام ریښې خوړې. د نظام داخلي چینجان بیا په خپل وار د نیمايي بهرني جنګ لپاره د بشري قوې تر څنګ مالي او د سامان الاتو په پيدا کولو کې هم پوره ونډه درلوده او دا خبره په وار وار په دولت کې لوړ پوړو چارواکو منلې هم ده خو عملا بیخي د نشت حساب کار سوی دی.
۲۰۱۸/۱۲/۱۵