محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي  

تاريخي پېښې، ملي منل شوي شخصيتونه، ديني او ملي شعاير، ګډ ټولنيز او ملي ارزښتونه او ملي کلتور د ټولنو او ملتونو په ځواکمن کېدو او استقلال کې ستره ونډه لري. خو مهمه خبره داده چې دا ښکارندې سمې وپېژنو او په علمي توګه او په هوښيارۍ سره يې وکاروو.

موږ زيات افغانان د تاريخي لاملونو لکه نالوستي توب، بېوزلي، د سياسي تجربو د کمښت، له تاريخه د بې خبرۍ او ورڅخه د نه زده کړې او نورو له کبله له عيني واقعيتونو لېرې د ټولنيزو او سياسي بدلونو، پېښو، مشرانو او سياسي ډلو په هکله خپل ذهني قضاوت کوو. همدارنګه، د خپلو هغو ملي او تاريخي اتلانو په پېژندنه کې چې زموږ له هېواده يې د يرغلګرانو په شړلو، خپلواکۍ ګټلو او د واک او ځواک لرونکي مشروع دولت په رامنځته کېدو او ټينګښت کې رهبري کړی، د رهبرۍ زيات خارق العاده نبوغ يې له ځانه ښودلې او اوسني او راتلونکو نسلونو ته مو بايد غوره الګو شي، د نورو ملتونو په څېر ښه نه يو. پخواشينۍ سره د نورو پرمختللو ملتونو په خلاف زموږ يو شمېر خلک د خپلو تاريخي شخصيتونو د ښو لاسته راوړنو او غوره اړخونو په هکله فکر نه کوي، يوازېنۍ هڅه يې دا وي چې منفي خواوې يې راوپلټي او د پيغمبرانو هيله ورنه لري او حال داچې د الهي وحيې سره سره د انساني طبعې سره سم پيغمبرانو هم وړې سهوې کړې. ښه مثال یې د حضرت آدم علیه السلام هغه سهوه ده چې له کبله یې سزا ورکړل شوه، خو بیا یې توبه قبوله شوه.

دا ځکه موږ ټولنيز او سیاسي تحولات د يوې قانونمندې، علت او معلول لرونکې او د ټاکلي بستر غوښتونکې پروسې په توګه نه پېژنو. موږ د خپلو ځانو، خپلو سياسي ډلو او دولتي ارګانونو د قوتونو، کمزورتياوو، فرصتونو او تهديدونو ارزونه او دهغو له مخې لمړيتوبونه نه ټاکو، د پلان کولو کلتور نه لرو چې له پلي کولو وروسته ورنه زده کړه وکړو او خپل کارونه سم او په خپله پوهه او تجربه ورزيات کړو او په پای کې د مثبتو بدلونو د راوستو لپاره کار او مبارزه نه کوو. نو کله چې بدلونونه زموږ د هيلو خلاف راشي، شخصيتونه او ډلې هغه لاسته راوړنې ونه لري چې موږ يې غواړو نو يو بل ملامتوو او ناهيلي شو.

د ملي اتلانو رول، احترام او ګټې یې

دلته زه خپل دری ملي شخصيتونه او اتلان در يادوم چې د نورو تر څنګ ميرويس نيکه، احمد شاه بابا او غازي امان الله خان دي. لمړي دوه کسان د رهبرۍ او زعامت هغه نبوغ لرونکي اتلان دي چې ويشلې، قبايلي، تر ښکېلاک او يرغلونو لاندې وروسته پاته سيمه او ټولنې يې د هغه وخت له شرايطو سره سم په يوه ځواکمن دولت بدل کړل، يرغلګر يې وشړل بلکه د هغوی ملکونه يې لاندې او ستره امپراتوري يې جوړه کړه. خو موږ د خپلو پورته کمښتونو له کبله د هغوی حق ادا نه کړ، دا ريښتيني او په ټولو نړيوالو معيارونو برابرې لاسته راوړنې او اتلولۍ مو يې سمې ثبت او خوندي نه کړې، په تعليمي نظام، سياسي او ټولنيز فرهنګ کې مو د تلپاتې کېدو لپباره و نه اخښلې، د ملي درسونو او ارزښتونو په توګه مو په تاريخ کې مناسب ځاي ورنه کړ او که همدا بېغوري دوام وکړي، د ملت جوړونې له دې ګټورې ښکارندې څخه به مناسبه ګټه وانخلو بلکه د لا نور کمرنګه کېدو او هېرېدو له ګواښ سره به مخ شي او هر دښمن قوت به په هېواد خپلو لاسپوڅو ته د هغو په تخریب کې ستر لاس ولري. دوی په ریښتیني توګه او په ټولو معیارونو برابر ملي اتلان، نخبه رهبران، زموږ د ملت ویاړ او زموږ د راتلونکو اتلانو الګو دي. الله تعالی د د هغوی درجې لوړې، کارنامې لا روښانه او تلپاتې کړي او په جنت الفردوس کې لوړ مقامونه ورکړي.  

همدارنګه، زموږ بل ريښتينی ملي قهرمان او د خپلواکۍ ګټلو د سترې ملي پروسې سياسي لارښود اعليحضرت غازي امان الله خان دی. هغه له خپلواکۍ سره د مينې او د پردو له اسارته د نجات لپاره په داسې وخت کې د انګريز په وړاندې غږ پورته کړ چې المان، عثماني ترکيې او نورو سترو قوتونو ته يې ماته ورکړې وه او د نړيوال لمړي جنګ فاتح وه. امان الله خان ته د هغه وخت مسلمانانو د عثماني خلافت د ځای ناستي په سترګه کتل، که څه هم د انګريزانو په خلاف ده د روسانو او په راس کې يې د بلشويکانو مرستې او لږ ترلږه نه لاسوهنې ته سخته اړتيا لرله، خو د منځنۍ اسيا له ازادي غوښتونکو سره يې هر راز مرسته کړې، پوځي سلاکاران او مبارزين يې ورلېږلي، مشرانو او زیاتو مبارزینو ته يې پناه ورکړې. د هند د آزادۍ غوښتونکو د الهام مرجع و او له همدې کبله د هند لمړی موقت حکومت هم په کابل کې جوړ شو. هغه غازي به خپله امامت کاوه، د جمعې او د عیدینو په لمنځونو کې به خطبه يې خپله ويله، د علماوو سره به يې د هېواد په حالاتو علمي او ديني بحث کاوه او ښه مثال يې د پغمان په لويه جرګه کې د بحثونو لړۍ ده. ( د لازياتو معلوماتو لپاره د محترم استاد کاظم ليکنې په افغان جرمن پورتال کې وګورئ).

هو! پخواشينۍ سره د يوه انسان په توګه او د هېواد د چټک پرمختګ سره د مینې او ارمان له کبله غازي د هغه وخت افغاني ټولنيزو او سياسي واقعيتونو سره په ټکر کې د اروپا تر اوږده سفر وروسته يو څه تېروتنې وکړې. ځینې کسان دې ته ګوته نیسي چې ولې یې د استقلال په جنګ کې خون ګرم غازیان او مجاهدین یې د بشپړې بریا په لور رهبري نه کړای شوای چې مات شوي انګریزان نور وزغلوی، کوهاټ، پېښور او نور ځایونه ونیسي او د ډیورند مسئله د تل لپاره حل کړي. خو دا او نور واقعیتونه پوره څیړل غواړي چې څه شي د غازي او نور افغان ملت مخه ډب کړه او د راولپنډۍ په مذاکراتو کې زموږ د قناعت وړ پایله تر لاسه نه شوه. بله دا چې د خپلې واکمنۍ په پای کې د ځينو خلکو په اند هغه هېواد په يوه جنجال کې د جاهلو او د پرديو د غلامانو جاهلانه هوسونو ته پرېښود او له ملي زعامته لاس په سر شو. خو که سم ورته ځير شو او دهېواد د څو لسيزو سرتنبه زورواکانو ته وګورو سړی د دهغه غازي په نيک نيت او اندونو پوهېدای شي چې د هېواد وراني يې نه غوښته. خو داسې بېلګې او ثبوتونه شته چې غازي د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې خپل هېواد، خپلو خلکو، خپلو ديني او وطني ارزښتونو ته ژمن پاته شو. نو که لاسته راوړنې او سهوې یې سره پرتله کړو، له عقدو کار وانخلو، خپل ملي منافع په نظر کې وساتو غازي زموږ ملي اتل او تاریخي شخصیت دی او تل به همداسې وي. الله تعالی د هغه ته د ښو کارونو اجر عظیم ورکړي او د سهوو او تېروتنو د ورته بښنه وکړي.

دلته موخه دا نه ده چې که کوم تاريخي منل شوي ملي زعيم مو د ټولو اتلوليو ترڅنګ کومه تېروتنه کړې وي نو موږ خاورې ورباندې واچوو. نه هېڅکله نه، د دې قلم په اند دا سم کار نه ده، د تاريخ د علم او د تاريخ له فلسفې او انساني ټولنو د ودې او انکشاف له روحيې سره په ټکر کې ده. خو اصلي خبره داده چې هېڅ انسان بې سهوې او خطا نه دی او له هر چا د وخت د شرايطو له کبله کېدای شي تيروتنې وشي. مهرباني وکړئ خپلو نورو پخوانیو او اوسنیو شخصیتونو ته ښه ځیر شئ، په چا حکم کولائ شئ چې له هرې خطا مبرا دی؟ نو ولې د استعماري تبلیغاتو له مخې د غازي امان الله خان ښه کارونه هیر کړو. ديني نصوص راښيي چې آدم عليه السلام سهوه کړې او ټول انسانان سهوه او ګناه کوي او ځکه الله تعالی د توبې اصل رامنځته کړئ او د خپل بنده توبه یې زیاته خوښېږي. مهمه مسئله داده چې د مشرانو تېروتنو ته د همدې انساني فطرت له مخې په انصاف وکتل شي، ښه یې وپېژندل شي او هېر نه شي، تيروتنې يې هم و ارزول شي، لاملونه يې وڅېړل شي، ورنه زده کړه وشي، تر څو تر وسه وسه يې د بيا تکرار مخه ونيول شي.

زموږ افغانانو دا عادت شوی چې د یوې ډلې کړنې او زعامت يې سل په سلو کې بېله کمښته بولو، خپله یې عیبونه نه وینو، نيوکه نه ورباندې کوو، او يايې په هرڅه سترګې پټوو، نورو ته هم د نيوکو حق نه ورکوو. له نورو ډلو کرکه کوو، هېڅ کړنه او فکر يې نه منو. دا ځکه چې تر اوسه زموږ په ټولنه او ملت کې د ټولنيزو او سياسي بدلونونو پوهه، ژور تفکر چې له موږ غواړي هرې ښکارندې ته په انتقادي نظر وګورو، د خپل فکر په هکله فکر او شک وکړو او تیار اوسو چې خپلې فکري او نظریاتی تیروتنې درک او سمې کړو، د نورو په نظرياتو کې هم ارزښتونه او حقيقتونو ولټوو او درناوی یې وکړو. زموږ د ټولنې سياسي پوخوالی او تجربې دې کچې ته نه دي رسېدلې چې په ورته مهمو ملي مسئلو سم ګډ قضاوت وکړو او ګډو ملي پرېکړو ته ورسېږو. زموږ زيات خلک له خپل تاريخه زيات خبر نه دي، تاريخ تر ډېره داسې نه دی ليکل شوی چې له ملي تاريخي پېښو، لاسته راوړنو، تېروتنو او نورو څخه د اوس او راتلونکي لپاره زده کړه وکړو او کوم لوړ علمي تاريخي اثار چې لرو کمو خلکو ته رسيدلي او ورته د ګټې اخیستنې لارې یې نه دي ښودل شوې او بېخبره پاته دي، ، له تاريخه زده کړه مو په تعليمي نظام، کلتور او سياسي تفکر کې ځای نه دی نيولی او د همدې او نورو له کبله سياسي ډلو او شخصيتونو مو هېڅکله دې کارته لمړيتوب نه دی ورکړی.

پایلې

د پورته او نورو لاملونو له کبله زموږ په ملي تفکر کې زیات کمښتونه شته، موږ نشو کولای چې په یوه ملي تفکر او ملي ارمان سره راټول شو. د همدې سیاسي او ستراتېژیک فکر او ارمان په نشتون کې زموږ ګوندونه نشي کولای چې افغان شموله رول ولوبوي، په وړو سیمه ییزو او قومي مسئلو کې راګیر دي او یا ملي مسئلو ته کوم ګټور کار نه کوي تر څو سیاسي او اقتصادي نهادونه رامنځته او ټینګ کړي، د واک او ځواک لرونکی مشروع دولت او نظام جوړ کړي. تر څو مو داسې یو ملي ګډ ارمان نه وي رامنځته او تعریف کړئ او تر څو مو ګوندونه او سیاسي ډلې د دې په اهمیت نه وي پوه شوي، افراد او اشخاص په ملي ژوندانه کې څوک نشي دیسیپلین کولای، د دولت د ناکامیو پړه ټوله یوازې په ولسمشر ور اچول کېږي، د ملت نور سیاسیون، د ملي شورا غړي او ګوندونه په هېواد کې د په ټپه ولاړ حالت د سمون لپاره ملامتي نه مني او نه د مسؤلیت احساس کوي. زموږ سیاسیون د یو څه رایو او درواغجن ملاتړ د خپلولو لپاره زموږ بېوزله ولسونه او پرګنې په قصدي توګه سره ویشي او د ملي تفکر اډانه ورانوي.

نو ځکه هر هغه چا چې د یوه ملي ګډ تفکر او ملي ارمانونو د معرفي او پېژندګلوۍ لپاره ریښتینې هڅې وکړې او ښې پایلې یې رامنځته کړې بېشکه به د ټولو افغانانو خادم او ملي رهبر شي.

د یوه رغنده ملي ملي تفکر د راټوکېدو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *