هر کله چې د افغانو ښځو په اړه نړیواله سروې خپرېږي، ټول رپوټ داسې لولي ته وا د یوه چا د واده خبرتیا چې لولي نور یې په کیسه کې لا نه دي. په دې خو ټول پوهېږو چې یوازې ۱۲ سلنه افغانې مېرمنې لیک لوست کولی شي. له دې۱۲ سلنې یې ښايي یو یا دوه مسلکي زده کړې ولري. مانا پوهنتون ته تللې وي.
په دې وروستیو کلونو کې که څه هم د ښځینه ۱۲ پاسانو شمېر ډېر و خو پوهنتونونو ته هماغه د ګوتو په شمار ځي. ایا کله مو له ځانه پوښتلي چې ولې؟ څو دلیله لري. زه دلته یوازې پر هغې ستونزې را تمېږم چې ډېری یې نه غواړي را وسپړي.
زموږ په پوهنتونو، په ځانګړې توګه پښتني سیمو کې چې د ښځینه زده کوونکو شمېر لږ دی پړه یې د مور، پلار، دولت او نورو نه ده. پړه یې د هغه غېر مسلکي او اخلاقي چلند ده چې په پوهنتونو کې له زده کوونکو سره کېږي.
هغه ورځ مې په وطن کې له یوې خورلڼې سره خبرې کولې. کله چې وطن وایم فکر وکړئ چې یو پښتني ولایت یادوم. دا خورلڼه په پوهنتون کې کمپیوټر ساینس وايي. حال احوال مې ترې وپوښت، نجلۍ ويل زړه یې دی چې پوهنتون پرېږدي. ما را ټینګه کړه چې ولې؟ ويل یې د استادانو ژبې یپوزې ته راوستې:
(استادان داسې سړي دي چې هره خبر یې په ښکنځل پېلېږي او په ښکنځل ختمېږي. هغه ورځ يو استاد راغی، زه په اول کتار کې ناسته وم، تور حجاب مې اغوستی سم پړونی مې پر سر و. چې ټولگي ته را ننوت داسې پټکه یې را باندې وکړه ته وا زه د ده مېرمن یم- ویل یې مخ باید پټ کړم؟ بیا یې لکچر پیل کړ په هره جمله کې یې د ښځو محرم ځایونه یادول. بیا یې ظاهر شاه له ګوره را وویست او له غور نیکه او مېرمنې سره یې داسې و ښکنځه چې سړی یې په ژبه نه شي راوړلی. )
که رښتیا درته ووایم د دې خبرې له اورېدو وروسته مې نجلۍ ګرمه و نه بلله. که زه په ټول ټولګي کې یوازینۍ نجلۍ یم او استاد مې داسې وي منې که بیا ښوونځي یا پوهنتون ته سر ور ښکاره کړم. دغسې ښاغلي نه یوازې زده کوونکي نا هیله کوي بلکې مخامخ سپکاوی یې کوي چې ډېرې بدې اغېزې له ځانه سره لري.
په برتانیا او نورې لودېدیځي نړۍ کې داسې قانون دی چې که یو څوک په رسمي چاپېريال کې دا ډول ژبه کاروي، په تېره بیا هغه ځای کې چې نجونې او مېرمنې هم ناستې وي، ډېر امکان دی چې دغه کس په دې عمل محاکمه شي او خپل کار له لاسه ورکړي. په ډېرې بربنډې ژبې او اعمالو خو ښايي څوک پولیس خبر کړي او د تورن جینايي پلټنه پيل شي.
را به شو بېرته خپلې ټولنې ته. داسې ښکاري چې زموږ په ټولنه کې ستونزه د مسلکي توب نه ده بلکې د اخلاقو ده. زموږ ښوونکي که نابغه هم شي چې اخلاقي اصول تر پښو لاندې کوي د ټولنې درد نه شي دوا کولى.
زموږ په پوهنتونو کې همدا اوس ښوونکي دي چې د ټولنې اور ته تیلۍ ورته کوي. دوی نه یوازې دا چې نجونو ته لوی سر خوږی جوړوي بلکې نارینه محصلین هم د دولت پر ضد کړونو ته هڅوي.
زموږ د ښځو د لیک لوست شمېر به تر هغو له ۱۲ فیصدو لوړه نه شي چې ټول د یوه هېواد او ټولنې په حیث پر تربیې کار و نه کړو. که معلم لرو که چڼي لرو باید د خپلو اعمالو مسولیت ومني.
زمونږ د ټولنی کوم کار د اسلام او یا د انسانی قوانینو په اساس برابر دی چی اوس مونږ له خپلو ښوونکو نه ګیله وکړو. يو څو د ګوتو په شمار ښوونکی او استادان چی لرو هغوی بیا تر اوسه لا ځانونه نه دی پيژندلی . د استاد او ښوونکی معظم مقام څومره اهمیت لری . یو څو تش په نوم ښوونکی به خپل حیثیت نه پيژنی . دوی خپل وخت په عبث خبرو او یا نورو ته په توهین کولو سره تیروی. انسان اشرف مخلوقات دی او که په چا کی کوم عیب هم وی باید د نورو مخکی نه بلکه په داسی وخت کی ورته وویل شی چی د هغه حیثیت او شخصیت ته صدمه ونه رسیږی. د هر پوهنتون او ښوونځی د اداری او رهبری مقام دنده ده چی په عین وخت کی د خپلو استادانو ، ښوونکو ، اداری مامورینو او کارګرانو له کار ،فعالیت ، اخلاقو او له نورو سره د برخورد نه په منظمه توګه اطلاع ولری. که په چا کی کوم نقص وی باید اصلاح کړل شی او که د اصلاح وړ نه وی نو د داسی استادانو پاته کیدل نه تنها ضرور نه دی بلکه د ګټی پرځای تاوان یی زیات دی او له کاره باید چی برطرفه شی، تر څو نورو ته د عبرت او پند مثال شی.
زمونږ خوندې باید چی له داسی سپین سترګو او پوچ مغزو کسانو نه خفه نه شی . خپل تحصیل او تعلیم ته ادامه ورکړی او د خپلو حقوقو دلاسته راوړلو له پاره باید چی قانونی او سخته مبارزه وکړی.
ثناجانی کومی خور چه تاسی ته تلیفون کړیدی، اوداستاد په باره کی یی تاسی ته دسپکو سپورو ویلی دی، زما په فکردغی خور شاید تاسی ته دبل کوم هیواد څخه تلیفون کړی وی، ځکه د افغانستان استاذ، معلیم، پوهنتون اومکتب دغه فرهنګ اوکلتورنلری، چه د ښځود محرم ځایونو نومونه د ټول ټولګی په مخکی یادکړی او بیا په تیره بیا ستاسی په خبره پښتنی ولایت کی،
ثناجانی کوښښ پکار دی چه مونږ هر لیک په ښه فکر اوسنجش سره ولیکو
وګوری غمازان لګیاه دی د ملا، عالم، ملک عسکر،منصبدار اوځینی نور شغلونه یی راته بدنام کړه، اوس همدا یومعلم اواستاذ راته پاتی دی، اوپه ډیر کم معاش راته سبق راکوی…….. ولی مو ددغی نعمت څخه محروموی. اوبله داچه که داسی لیکنی نوری خویندی وګوری هغوی هم سباته نه پوهنتون وای اونه مکتب وای.
ستاسی دلیک دغه لاندی جملی اوکلیمی می دلته کاپی کړیدی آیا دابه دمنلو وی؟
(استادان داسې سړي دي چې هره خبر یې په ښکنځل پېلېږي او په ښکنځل ختمېږي. هغه ورځ يو استاد راغی، زه په اول کتار کې ناسته وم، تور حجاب مې اغوستی سم پړونی مې پر سر و. چې ټولگي ته را ننوت داسې پټکه یې را باندې وکړه ته وا زه د ده مېرمن یم- ویل یې مخ باید پټ کړم؟ بیا یې لکچر پیل کړ په هره جمله کې یې د ښځو محرم ځایونه یادول. بیا یې ظاهر شاه له ګوره را وویست او له غور نیکه او مېرمنې سره یې داسې و ښکنځه چې سړی یې په ژبه نه شي راوړلی. )
په اخر کی وایم مونږ ستاسی دلیکنو ډیر لیواله یاستو خو په یو شرط چه افغانی وی.
دالله په آمان
ګل کریم
دادبیاتو پوهنځی محصل
ثنا جانې،
استادان هم ندی ملامت. دا د ټولنې روح (اخلاق) ده چې موږ ېې پدې حالت راوستلي یو.
زه چې کله په کلي کې وم، د کلي پیغلې به چې ګورد ته تللې زما شیطان هیڅ هم نه راته ویل. بلکه هغه مې یو روا کار ګڼلو. که څه هم په هماغه ګودر به موږ اودسونه کول.
چې کابل ته راغلم د ښځو او نجونو پرضد مې شیطان لمسولم. د کوڅو او بازار نجونې ټولې بد لمنې او د ادارو ښځې ټولې د ښکلا پلورونکې را ته ښکاریدې.
چې پوهنتون ته ولاړم سینګار کړې او ځنې کم شیمر بی حجابه نجونې به چې پر مخ راغلې، هغوی ته مې د غربیانو استازې او د امریکا د سفارت معاشخوارنې ویل.
په همدې ترتیب مې د پوهنتونې او وظیفه دارو ښځو څخه بازارۍ بیسوادې ښې ګڼلې او لدې بازاریو بیسوادو څخه هماغه کلیوالې تر ټولو ښې راته ښکاریدې. که څه هم زما باور دی چې نه ېې لمونځ زده او نه ېې مانا.
چې خارج ته لاړم خارجیان را ته د سپي زامن ښکاريدل، ټول لکه حیوانان او ځناور. ویل مې زموږ پوهنتون، دفتر، بازار او کلی تر هرڅه ښه دي.
خو نه! خارجیان که هرڅومره بد دي، دا زموږ خپل قضاوت دی چې د خپل کلیوال او بې ودې فکر له لارې ېې کوو. خو د خارجیانو په ژوند کې اخلاق فوق العاده دي، په ځانګړې توګه متقابل درناوی.
اغلی مونږ پر دا پوهیږو، چې دولس کلن مجاهد اسلامي ډیموکراټیک دولت مونږ ته کوم ګلونه وکارل او افغان ټولنه یې په سائنسي او لویدلي فلسفي ډیالیکټونو چیرته وغورځوله، حال دا چې په غبرګون کې یې د ستاسو په څیر روڼ انده نجات ورکوونکي عناصر هم تشکیلیږي، خو ولې د عادی وګړیو پر دا شعوری منافقه ډیموکراسی پوهول یا ړندول، زمونږ رسني دی. چې شپه ورځ یې له ځان څخه پروپوزلي دفترونه او جوارګر مرکزونو جوړ کړی دی، خو ښایی داسې چې بس دوی دی تر څو خلکو ته له تورو ځواکونو څخه نجات ورکړی، دا اوس نه ګوری چې د اسلام د ناکامي چیغي په ټول وطن کې په شور دی، دا په داسې حالت کې چې ولسی جرګه، مشرانو جرګه، ملا صیب کرزی، رئیس، معاون او مامور ټول له دوی څخه دی، خو بیا هم وایی، چې اسلام ته خاطر دی، انجونه هلکان بې چوکاټه شول، رسني بې چوکاټه دی، حال دا چې ټولي اداری، رسني او نور هغه عناصر چې د ټولنې د واک او پرمختګ علت ګرځي، د دوی په کنټرول کې دي! خو آیا څه کول پکار دی؟ زه فکر کوم چې ستاسو په څیر بغاوت او لیک پکار دی، ترڅو عملي چارو ته فکر زمینه برابره شي.
تاند.کم خو هسې هم زما لیکنې نه خپروی، خو البته مننه به ترې وکړم، که چیرې دا کمنټ نشر کړئ.
درنښت
درنې خور ډیرې ښې موضوع ته اشاره کړې .
زموږ په پوهنتونو او په خاص ډول په خصوصی پوهنتونو کې اصلا داسې استادان چې په پوهنتونو کې د درس ورکولو صلاحیت او استعداد ولری، په نشت حساب دی.
تاسې فکر وکړی چې یو څوک چې نوی له پوهنتون څخه فارغ شی، هیڅ ډول د درس ورکولو تجربه ونه لری، د لایق او ماهر استاد ترلاس لاندې یې تدریس نه وی کړی، د درس ورکولو کوم کورس یې هم نه وی نیولی، نو دا کسان یو په یو په پوهنتونو کې د مستقل استاد په حیث مقرریږی.
هغوی اول په هغه مضمون چې تدریسوی یې ، تسلط نه لری، د صنف په اداره نه پوهیږی، د محصلینو حقوق او په اکادمیکه ساحه کې د نرو او ښځو په حقوقو او د هغو د رعایتولو په رقم نه دی بلد.
پخوا به که یوچا ماستری هم لرله، د څه مودې له پاره به یې د بل تجربه کار او لوړرتبه استاد تر څنګ اسیتسانتی کوله او تر څو کالو وروسته به یې د مستقل تدریس امکان ترلاسه کاوه.
اوس ډیرې تحصیلی موسسې او پوهنتونونه هم هسې تش په نامه دی.
خدای د پرموږ ورحمیږی چې خپل هیواد پخپله آباد کړای شو.
په اصل کی د افغانستان د ښوونیز نظام اساس په سمه توګه نه دی ایښودل شوی.
کومه ستونزه چی تاسی یادوی دا به په سلو کې درې یا څلور داسی پیښی رامنځ ته کیږی
د پوهنې په برخه کی موږ نوری خورا زیاتی ستونزی لرو خو اصلی خبره د قانون د حاکمیت ده .
که چیری قانون په سمه توګه تطبیق کیده د یوې دا ډول پیښې په رامنځته کیدو سره بیا د دا ډول نورو پیښو شمیر خپله را ښکته کیده
دلته د قانون حاکمیت تر پوښتنی لاندی راغلی چی عاملین قانون ته پر سپکاوي برسیره په سرو سترګو او خلاص ګیروان ازاد ګرځی …
په اقغاتستان کی دا خبره دیره عامه ده وایی افغانستان بیسواده خلکو وران کرو خو زه ورسره موافق نه یم ، چی د ثنا خور کیسه یی یوه شه بیلگه ده ، چی دپوهنتون استاد مو داسی خوی ولری له نورو سه گیله ، تر سو چه په دی وران وطن کی مجازات پلی نه شی تر هغو به هر سه گد ود وی
Agheley khor janey!
Deyrey khey maozo ta dey ashara kerhey da.
Zmong de hewaad ustadaan aw hatta tol mamoorin wazifawi akhlaq ne lari. De tse le para chey gomarel shewi wi de haghey tsekha 300% ziatai kawi. Chey khabero ta ye keynai no bya waye chey mong pekhtane yu, dasey yu ,hasey yu, kho pe amal key hets ham ne wi. Hagha sada de khabero kawelo asool ye ham ne wi zda.
Landa da chey ukh(ush) ta waeley wu chey “gharei dey kasha da”, hagha warta wewael chey”kom zai mey sam dai”.
ثنا ساپی ته خو استاذان ښای خو ددوی د ذده کړو مخه هغه بی لاری او نادان محصلین هم نیسی چی په خپله خو د زده کړو لیاقت نه لری خو د بل چا ژوند هم خرابوی
د پوهنتون او د لوړو زده کړو وزارت دنده ده چی د خپلو استادانو او زده کوونکو لپاره قوانین او لوایح برابری کړی او په هغوی کی د استادانو او زده کوونکو دندی ، حقوق او مسولیتونه درج شوی وی . له اولی ورځی باید استاد او شاګرد ته لازم معلومات ورکړل شی او د امکان په صورت کی د لوایحو یوه کاپی دواړو جوانبو ته ورکړی او له هغوی لیکل شوی سند واخیستل شی چی پورتنی لوایح او قوانین به مراعاتوی، مثلا استاد او محصل په خپل وخت ټولګی ته داخل شی ، د ټولګی نظم مراعات کړی، په ټولګی کی له جنګ، بیځایه خبرو او تبصرو یا مبایل کی له خبرو ډډه وشی ،متقابل احترام ولری ، استاد د هیواد په رسمی ژبو خبری وکړای شی او محصل مجبور نه کړی چی صرف د استاد په ژبه ځواب ولیکی او نور ضروری اصول دواړو لوریو ته بیان شی ، تر څو د داسی سوی تفاهم مخه ونیول شی.
کنځل که د هر لوری وشی د مدنی او جزا قوانینو په اساس جرم دی او مقابل طرف باید چی مواخذه شی.
ثنا جانی ولی د هغه استادانو یادونه نه کوی چی د محصیلینو د ږیرو او لباس سپکوی کوی او که په دی نه یی خبره او که هغه په حق بولی ځکه چی پوهنتون د عالم پرمختګ او تمدون ځای دی او ږیری افغانی کالی او پټکی د وحشت بی علمی او فقر نښی دی مګر هیڅ کله هم داسی نه ده دا ملت تر څو چی خپل دین او فرهنګ یی پیژندلی نه وی او بیا یی د هغی پوره اطاعت او دراناوی کړی نه وی دا ملت با هر ځای او هر وخت همداسی خوار او زار بی عزته او بی حیصیته به وی تاسو ټولو ملتونه وګوری هغه خپل کلتور او لباس لری او په هغه ډیر فخر کوی او هیڅ کله خپل کلتور او لباس د حقارت او ذلت نښه نه ګڼی او نه هم د بل کلتور او لباس د تمدن او پرمختګ نښه نه ګڼی مګر زمونږ ځینی بی فرهنګه افغانان هر وخت خپله ژبه خپل لباس او خپل کلتور باندی شرمیږی او ډیر ژر د بل له فرهنګ څخه متاثیر کیږی او بیا د نورو با عزته افعانانو د حقارت او ذلت کوشش کوی
د تاند ویب پانی محترمو چلونکو زما په هغه تیر نظر لیک کی چی د ثنا د لیکنی په مورد می لیکلی وو ایا په هغه کی کومه غلطی د تاند د اصلو خلاف فرضی او ایا یو شخص ته توهین په کی شوی وو چی نشر مو نکړو که کوم بل مشکل وو لطفا یی را ته ولیکی تر څو په اینده کی بیا تکرار نه شی
ثنا جانی واقعآ ډیری ښکلی نقطی ته متوجه شوی یی! خو زما په نظر ترټولو لمړی زموږ دولت او د فرهنګ وزارت پدی قضیه کی ملامت دی ځکه چی دلته په افغانستان کی هیڅ قسمه کلتوری او اخلاقی فعالیت نه ترسترګوکیږی دولت پخپله د ډمتوب، فحشا او بیلاریو لپاره خلک رابولی او ټولی رسنې پدی شاهدی دی.
بدبختانه! موږ نه یوازی چی اسلامي حکومت نلرو بلکی حد اقل یو انساني ټولنه هم نه لرو او ددی لپاره د حکومت سره کوم پلان هم نشته.
دا استاد د جمعیت اصلاح غړی دی، دغه عادت په عمومی توګه د اصلاحیانو خاصه ده چی د افغانستان موجود او تیر شوی نظامونه ښکنځی او د خویندو بې عزتي کوي
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
تاندوال هم لکه د نورو بېسوادو برېښنا پاڼو يا غير مسلکي چلونکو کانې پيل کړې دي او له بده مرغه بايد ياده شي، چې زه به يې په اړه په کومه بله پاڼه کې بيا ليکنه وکړم، ځکه دوی هم هغه پاليسي پالي، چې د افغان ولس بدمرغي پکې ليدل کېږي! دا نه چې زما تبصرې نه خپروي، مګر دا چې د ډېرو نورو شکايتونه هم ترې پورته شوي دي، خو له بده مرغه زه بيا وايم، چې په يوه څپېړه سل مخونه خوږېږي، نو د دغه اصول په بسنټ ستاسو ټولو سره تر يوه بريده ګوزاره کوم، کېدی شي دوی ګومان وکړي، چې زما دغه کرښې به هم په خپله ګټه وکاروي، مګر نه د حقيقت او پوهې سېلاب ته وړې پولې او يا د نېمې شپې وړخونه نه شي ټينګېدلی!
معه سلاموکم الاهلول مخالفين
ملا ميوند آخوند
اخوند صاحب ستا تبصرې به مو نا کتلې خپرولې خو په وروستیو کې مو سپکو ته شروع کړې ده. تاند د چا سپکې سپورې نه خپروي. که دې اصلي ایمیل راولیکئ چې ستاسو تبصره درولېږو .
تاند د چا په پټکو نه ډارېږي. موږ ته ستا وسله والو ملګرو د مرګ خبرداري راکړي پروا مو یې نه ده کړې .
لکه چې وویل شول تاند هغه چا ته سپکې سپورې نه شي خپرولی چې تاند ته وړیا لیکنه کوي. موږ خپلو لیکوالو ته درناوی لرو هغوی چې وړیا او د خدای لپاره موږ ته لیکنې رالېږي دا منصفانه نه ده چې د بل چا په تبصره یې سپکاوي وکړو
زه گمان نه کوم چی هغه څه پورته لیکل شوی هغه دی حقیقت ولري………………………..نو ځکه زه د پورتنی لیکنی مخالف یم
هر قسم خلک پیدا کیږي نو ځکه موافق یم د ثنا سره
خورجانی کوم چاچې څه شی نه وي لېدلی هغوي همداسی وي، ټول افغانان نه یادوم ځینې یادوم دوی خوارانو څه شی لیدلی خو په پردی وطن کې لوی شوی خپل وطن ته په ښه سترګه نه ګوري. او نن دې خوار ځلیل هيواد ته راستانه شوي هیڅ وخت به شکر ونه باسی داسی لنډغر
او خدای دې وکړي چې زما اخلاق په منفیت کي حساب نکړي