په افغانستان کې د طالبانو د واک له پای ته رسیدو وروسته د نوي انتخابي حکومت په منځته راتلو سره د بیان ازادي یو له هغو سترو لاس ته راوړنو څخه ده چې حساب او ویاړ پرې کیدای شي، په دې دوره کې د دولتي رسنیو ترڅنګ ډیر شمیر غږیزې، تصویرې او چاپي خصوصي رسنۍ منځ ته راغلې. چې افغانانو ته د اطلاعاتو په رسولو کې یې مهم رول درلود.

دغو رسنیو وکولی شول چې هیوادوالو ته په زړه پورې معلومات وړاندې کړي، د ښې حکومتولي په رامنځته کولو کې ښه ونډه ولري. د همدغو رسنیو له برکته په سیمه ایزو ادارو کې د مسوولیت منلو  روحیه پیاوړې شوه د همدې رسنیو په شتون سره زموږ په هیواد کې د بیان ازادي بنسټیزه شوه.

خو د معیاري رسنیو تر څنګ داسې رسنۍ هم منځ ته راغلې چې وطن ته یې د ګټې پر ځای زیان اړولی دی، دا ډول رسنۍ یا هم د پخوانیو جګړه مارو ډلو او تنظیمونو یا هم ځینو مغرضو اشخاصو او آن ویل کیږي ځینې یې د بهرنیو استخباراتي شبکو په هڅونه منځ ته راغلې دي.

موږ پخپلو رسنیو کې کله کله داسې خبرې اورو او لولو چې سړی له ورایه پرې پوهیږي چې دا ډول خبرې د افغانستان د دښمنانو خبرې دي، په ډیرو مواردو کې زموږ ځینو همدغو رسنیو په هیواد کې یو بې ساري مایوسي رامنځ ته کړې ده. ځینو همدې رسنیو د افغانانو ترمنځ د کرکې په رامنځ ته کولو کې ډیر منفي رول درلود.

ځینې دا ډول رسنۍ د هغو کسانو له خوا رامنځ ته شوې دي چې مشخص اهداف لري او ځینې یې د خپلو شخصي ګټو لپاره رسنۍ خپله وسیله ګرځوي. دا ډول ځینې رسنۍ د افغانانو ترمنځ یو پر بل شکونه پیدا کوي ، دوی بې له دې چې کوم سند ولري په نورو پسي خبرې کوي. کله چې د هیواد په شمال بلخ ولایت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال عکسونو ته سپکاوی وشو او ورپسې په ځینو نورو شمالي ولایتونو کې د احمدشاه مسعود او استاد رباني عکسونه راښکته او څیري شول چې له امله یې د ملي جنبش او اسلامي جمعیت اړوند د مزار د سرپرست والي عطا محمد نور ترمنځ یو لړ ستونزې رامنځ ته شوې، په کابل کې ارمان ملي ورځپاڼې د ولسمشر د لومړي مرستیال د عکسونو راښکته کول د سیمې د یو بل جهادي قوماندان جمعه خان همدرد کار وباله او دا موضوع یې د ورځپاڼې د لومړي مخ په سر کې په غټو تورو ولیکله خو نه یې سند اراییه کړی و او نه د کوم بل مشخص کس نظر و بس هسې یې په اوازو بسنه کړې وه، دغه راز ځینې نورې چاپي رسنۍ لکه ماندګار، رستاخیز او … نږدې هره ورځ دا ډول اوازې خپروي.

 په وروستي مورد کې د افغانستان د کانونو او پترولیم وزیر ډاکټر داوودشاه صبا له خپلې دندې استعفی وکړه، کابل پوست ورځپانې او ځینو نورو رسنیو د هغه د استعفی لامل له ملي امنیت شورا او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر سره د هغه د اړیکو خرابیدل وبلل. چې بې له ځنډه د کانونو وزارت په دې برخه کې لاندې اعلامیه صادره کړه:

(اطلاعیه وزارت معادن و پترولیم جمهوری اسلامی افغانستان: وزرات معادن و پترولیم جمهوری اسلامی افغانستان متاسف است که روزنامه ی کابل پوست اطلاعات غلطی را در مورد موجودیت اختلاف بین شورای امنیت ملی جمهوری اسلامی افغانستان و رهبری وزارت معادن و پترولیم به نشر رسانیده است. اطلاعات منتشره در مورد معدن طلای زرکشان، گویا جریمه‌ی شرکت چینایی معدن مس عینک و امثال آن واقعیت نداشته و از کابل پست و رسانه‌های کشور تقاضا داریم تا بر اساس اصول حرفه‌ی خبرنگاری به ارائه‌ی اطلاعات به پردازند.)

له نورو به د اوس لپاره تیر شو د کابل پوست ورځپاڼې د رامنځ ته کیدو په اړه به د لیکوالو ددغې ډلې د یوتن غړي افغان لیکوال امید حیران د هغې لیکنې ځینې ټکي راواخلو چې د کابل پوست ورځپاڼې د جوړیدو په اړه د((له نبیل سره زموږ لیدنه د څه په اړه وه؟)) تر سرلیک لاندې په افغان نیوز کې خپره کړې ده. ښاغلي حیران لیکي:

(محبوب شاه محبوب (اوس د کابل پوست ورځپاڼې د امتیاز خاوند) راته زنګ وواهه چې له نبیل سره مو ملاقات دی، هغه وخت رحمت الله نبیل د افغانستان د ملي امنیت رییس و. هوکړه مې ورسره وکړه او زما لېوالتیا هم دا وه چې د هېواد د یوه مهم امنیتي اورګان له مشر سره ګورم، ما ویل سمه ده، نور ملګري هم ورسره وو، زه هم لاړم لومړی مو په دریمو مکروریانو کې د ملي امنیت ۸۲ ریاست له رییس سره وکتل، نوموړی په کابل پوهنتون کې استاد هم دی او په ملي روحیه سنبال یو بادرکه ځوان دی.  د جمعې ورځ وه، بالاخره دوه بجې په موټرونو کې کېناستو او شش درک کې مو له ښاغلي نبیل سره وکتل، نبیل خپل دفتر ته راوبللو، په دفتر کې یې د مرحوم احمدشاه مسعود لوی عکس ځړېدلی و، له ځان سره مې وویل چې خدای دې وکړي داسې وخت راشي چې زموږ دا ملي اداره له تنظیمي مرض او غرض څخه پاکه شي. په دې کتنه کې زه (امېد حیران)، قیس قیومي، عبدالرحمان معاون، عزیز وطنوال، خپلواک، اکمل ظاهر، غفوراحمد جاوید، میرویس عمرخېل، محبوب شاه محبوب او ځینې نور ملګري شامل وو، له روغبړ وروسته ښاغلي نبیل په خبرو پیل وکړ او د خبرو په لړ کې یې څو مهمو موضوعاتو ته اشاره وکړه، نوموړي له ښه راغلاست او مقدمې څخه وروسته وویل چې څو ځله یې له ولسمشر سره په ځینو سیاسي مسایلو ټکر رامنځته شوی، هغه د پاکستان د وروستي تړون پر وړاندې  ډېر توند غبرګون وښود،  ویې ویل چې اوس دې پایلې ته رسېدلی چې استعفا ورکړي، او له استعفا وروسته یوه رسنۍ ولري چې د نوموړي فکر خپور کړي. دا خبره مخکې هم د ملګرو ترمنځ په ګونګوسو کې یاده شوې وه، نوموړي غوښتل له موږ څخه په دې برخه کې مشوره واخلي.)

ښاغلي امید حیران وړاندې لیکي:

(خو هغه احساساتي و، د ښاغلي نبیل د خبرو او احساساتي څرګندونو څخه معلومېده چې غواړي له ولسمشر او حنیف اتمر سره د یوې عقدې له مخې ټکر وکړي او د هغوی پر وړاندې تبلیغات وکړي. نوموړي پخپلو خبرو کې د ولسمشر او اجراییه رییس څخه هم فوق العاده ناراضه برېښېده خو زموږ سره یې چلند ډېر صمیمي و…)

ښاغلي حیران په دې لیدنه کې ددې غونډې په تعقیب په خوشحال مینه کې د بلي غونډې یادونه هم کوي چې په پام کې بله اوونۍ ددوی په ګډون جوړه شي او په مهمو موضوعاتو بحث وکړي، خو امید حیران لیکي چې ده ته بیا چا د ورتلو بلنه ورنه کړه، دی زیاتوي(…داچې د خوشال خان په دفتر کې څه تېر شو؟په کومو موضوعاتو بحث وشو؟کومې پرېکړې وشوې؟ بشپړ معلومات نشته خو زه فکر کوم زما سره د هغوی دلچسپي په دې کمه شوه چې هلته ما پرې توندې نیوکې وکړې، ځکه  ما ته مناسبه نه ښکارېده چې د ملي امنیت رییس دې په  داسې مهم موقف کې دا ډول اپوزیسیوني خبرې وکړي…بلاخره خبر شوم چې د کابل سیلو سیمې څخه د (کابل پوسټ) په نوم ورځپاڼه او د ځوان بهیر په نوم ټولنه جوړه شوې. دا نو هغه وخت و چې ښاغلي نبیل استغفا ورکړې وه.زه هغو ملګرو ته چې   په لومړي ملاقات کې له موږ سره و او یا یې له جزییاتو خبر دي،  غواړم وضاحت ورکړم چې زه نه کابل پوسټ ورځپاڼه کې کار کوم او نه هم د ځوان بهیر په ټولنه کې یم او نه یې له نشراتي موخو څخه خبر یم. بلکې هغوی چې  د پردې ترشا په ورځپاڼه او ټولنې تفاهم کړی هغه د هغوی خپل کار دی.)

دا د کابل پوسټ ورځپاڼې د رامنځته کولو جریان و، چې د همدې رسنۍ د لومړۍ ډلې د لیکوالو د ډلې د یوتن غړي له خوا افشا شوي دي، له دې ښه ښکاري چې ځینې رسنۍ څنګه؟ د څه لپاره؟ او د کومو اهدافو لپاره رامنځته کیږي. په وروستي مورد کې چې دې رسنۍ د ښاغلي داوودشاه سبا استعفي د ملي امنیت له سلاکار سره د هغه د اړیکو د خرابیدو لامل بللی دی هم ښه څرګندیږي چې دې رسنۍ څومره غیر مسوولانه خپرونې کړې دي. د ملي امنیت شورا او د کانونو او پترولیم وزارت کاري اړیکي دومره سره نږدې دي چې څوک دې د د هغه وزارت د وزیر استعفي هم په ملي امنیت شورا پسې وتړي.

څرګنده خبره ده چې ځینې کسان او وطن دښمنه شبکي د وطنپالو افغان شخصیتونو د شخصیت وژنې لپاره کار کوي، افغانان باید دا ډول اشخاص او شبکې وپیژني دغه راز د افغان دولت مسوولو ارګانونو ته په کار ده چې د ځینو رسنیو د تخریباتو مخه د قانون په چوکاټ کې ونیسي او د مطبوعاتو قانون په ټولو رسنیو یو شان عملي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *