پښتنو هېڅکله هم د ډيورنډ کرغېړنه کرښه نه منلې او نه به يې ومني، پښتنو نن د پنجاب په زړه کې د پښتونيت او افغانيت چيغه پورته کړې، دا چيغه ملاتړ غواړي او د دې چيغې ملاتړ په هر افغان فرض دی.
ډیورنډ بدمرغه کرښه وړه مسله نه ده بلکې دا د يوه لوی ملت د ملا په تير لوی ګوزار او لوی ټپ دی. انګرېزانو تل د افغانانو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي او تل يې افغانان په خپل کور کې وژلي او د افغانانو له لوري د خپلو پخوانيو ماتو د بدلې اخيستو په تکل کې دي.
افغانانو له همغې چې دا کرښه پرې تپل شوې، تر نن ورځې يې د بېرته ترلاسه کولو په هڅه کې دي، دا کرښه هغه وخت زموږ پر بدن د ناسور د ټپ په څېر وتپل شوه چې لا د کثافتونو ځالې پاکستان په دې نړۍ کې ژوند نه و پيل کړی. هغه مهال ياده کرښه د انګرېز مارتېن ډيورنډ له لوري د هند او افغانستان تر منځ وويستل شوه او د افغانستان ډېره سيمه د هند په ولکه کې چې هغه مهال د انګرېز مستعمره و، پاتې شوه.
کله چې هند پاکستان وزېږاوه، زموږ دا سيمې (وزيرستان، کورمه، سوات، خيبر، باجوړ، پېښور او نورې اړوندې سيمې) د پاکستان په نوم نوي زېږېدلي هېواد پورې وتړل شوې.
زموږ په دې سيمو له همغې ورځې بيا تر ننه په ځلونو ځلونو شخړې، جګړې او ستونزې راولاړې شوې دي، ان د ډېرو سياست پوهانو له نظره د افغانستان اوسنۍ جګړې، ځانمرګي، چاودنې، ترورېستي ډلې ټولې د همدې تپل شوې کرښې له کبله دي چې لا هم د افغانستان حکومت په رسميت نه منلې او نه به يې هم هېڅکله ومني.
د مارتېن ډيورنډ له لوري د افغانستان بېلې شوې سيمې (وزيرستان، کورمه، سوات، خيبر، باجوړ او پېښور) کې يو ځل بيا د افغانيت، لراوبر يو پښتون نارو زور اخيستی، اوسنۍ شخړې يو ځل بيا وروسته له هغې پيدا شوې چې مياشت شاوخوا وړاندې په پاکستان کې د لوی افغانستان مدافع نقيب الله مسعود د پاکستان د استخباراتو له لوري ونيول او بيا ووژل شو.
د هغه ګناه يوازې دا وه چې ويل يې لراوبر يو پښتون او يو افغان دی، ځکه چې د پاکستان حکومت نه غواړي د پاکستان پښتانه خپل هويت پيداکړي او پوه شي چې دوی هېڅکله هم پاکستانیان نه دي او نه به شي.
د مسعود له وژل کېدو وروسته له يوې اونۍ راهيسې د (لراوبر يو افغان) او (موږ لوی افغانستان غواړو) تر شعارونو لاندې لاريونونو زور نيولی چې د همدې لاريونونو د مخکښانو له ډلې خان زمان کاکړ په ټولو پښتنو غږ کوي، سره يو شي او د پرديو د دسيسو پر وړاندې سره يو موټی شي، هغه زياته کړه: “پښتانه هېڅ کله هم يو موټي کېدو ته پرېښودل شوي نه دي، دوی تل يو پر بل وهل شوي، نو اې پښتونه تا کشمير نه دی ازاد کړی، تا روس ته ماتې نه ده ورکړې، روس امريکا مات کړ او دا ټولې جګړې د پروژو په څېر پر تاسې پلې کېږي. راشه او دا غږ راسره بدرګه کړه چې ژوندي دې وي لراوبر پښتانه”.
کاکړ زیاتوي چې قبايل جوړول د پښتون د دربدرۍ له پاره وو، د هغه په وينا، کوم پښتانه چې د قرباني ورکولو نارې وهي، دوی هېڅ قرباني نه ده ورکړې بلکې يوازې د پنجابي خدمت يې کړی او د پنجابي له پاره يې خپل ولس تباه کړی، که د غيرت ناري وهي نو غيرت دا دی چې دا نن راټول دي او د خپلو حقونو له پاره يې چيغه پورته کړې ده.
خان زمان کاکړ زياته کړه: “پنجاب خپله انرژي د افغانستان تباهۍ ته بېله کړې، نو تر هغې چې د افغانستان د اور لمبې مړې شوې نه وي، وزيرستان، کورمه، سوات، خيبر، باجوړ، پېښور او زموږ هېڅ سيمه به امن ونه ويني”.
هغه زياتوي چې دوی به هېڅکله هم له افغانستان بېل نه وي او نه هم دي، لکه څنګه چې نن دوی د مسعود په مسله راوتلي همداسې به د کابل په مسله هم راوزي، هغه د نقيب مسعود او ډاکټر نجيب قتلونه يو ډول وبلل.
په پښتونخوا کې د وروستيو لاريونونو په اړه افغان سياستوالو هم پر خپلو فسبوک پاڼو کې ډول ډول نظرونه خپاره کړي دي، افغان سياستوال او د ملي امنيت پخوانی رییس امرالله صالح وايي، د پاکستان پښتانه نه بايد ځان تر وړو مسايلو پورې وتړي، دوی بايد د خپل اراديت ادعا وکړي: “که افغان حکومت هر څومره کمزوری هم وي بايد چې د دوی ملاتړ وکړي او له کرښې هغې لور پښتنو دا چيغه زموږ له ملي ګټو ده، افغان حکومت اړ دی چې په بشپړه توګه يې ملاتړ وکړي.”
افغان ليکوال او ژورنالست ذبيح الله احساس وايي چې له څو لسيزو، مجبوريو، بېکسيو او چوپتياوو وروسته د تاريخي افغانستان د محکومې برخې افغان د پنجاب د محکوميت کړۍ ماته کړه: “د شهيد نقيت وينې د نجيب د وينې رنګ بيا تازه کړ. له سواته واخله، تر پېښور او کوټې پورې د محکوم وطن ټولو ولسونو د ازادۍ نوی تعريف وکړ. د پېښور افغان يوازې له نسله نه، بلکې نن يې ثابته کړه چې له اصله هم افغان دی او له دې بل ثبوت څه کېدای شي چې د پنجاب په زړه کې يې د «لراوبر يو افغان» ناره پورته کړه؟”
په امريکا کې د افغان سفارت کارکوونکی افغان سياستوال مجيد قرار بیا وايي چې پاکستان د پښتون چيغې وارخطا کړی، هغه زياتوي څومره چې له قبايلي سيمو د پاکستاني پوځ پښې لنډې شي، همدومره به د افغانستان امنیت ته ګټه وي: ” هر څومره چې د هغې غاړې پښتانه د ترهګر پنجابي اسټبلیشمنټ پر خلاف درېږي همدومره د سیمې ولسونو ته د اطمېنان او ډاډ احساس ورکوي. دا د عرب پسرلي ته ورته، خو تر هغه د ډېر پر حق او ریښتوني پښتانه پسرلي پیلامه ده چې پاکستاني رسنۍ یې د غلي کولو هڅه کوي. پاکستاني رسنۍ یې خاموشوي، خو تاسې یې ننګه وکړئ.”
بل افغان سياستوال محمود سعيد بيا وايي چې لسيزې وروسته په پاکستان کې د محکومو پښتنو په ستوني کې د خپلواکۍ خپ شوې چيغه راوتلې، هغه زياتوي: “د دې چيغې ځانګړنه دا ده چې قومي او سياسي سوداګرو د موقف لوړولو په زهرو نه ده لړلې او له پنجابي ښکېلاکه د خلکو د خلاصون او ويښتابه چيغه ده. په ټوله سيمه کې د فکري بيدارۍ يو لوی توپان پیلېدونکی دی. دا توپان به د پنجابيانو او ايراني اخندانو په شان د ډېرو مذهبي برمتهګرو د استبداد جرړې له بېخه وباسي. د پښتنو د فکري او سياسي غلامۍ ځنځيرونه نور وراسته شوي او د دوی د تړلو توان نه لري؛ يوازې يوه غږ او يووالي ته اړتيا ده”.
وروستيو بدلونونو ته په کتو سره ویلای شو، ژر ده چې دا محروم ټبر به يو ځای بيا د خپل ځواک اوج ته ورسېږي او يو ځل بيا به ټولې نړۍ ته وښيي چې دوی پرمختګ او سوله خوښوونکي دي او هېڅکله هم نه غواړي جګړه وکړي، دا ټبر له افغان حکومت په کلکه غواړي چې د پښتون ولس د خوځښتونو ملاتړ وکړي او د ښامارونو خولې ته يې يوازې پرې نږدي.
پای
۱۳۹۶- د دلوې- ۱۹مه