د افغانستان سیاسي حوادث د ارټ څرخ منګوټیو ته پاتېږي، په لنډ وخت کې یو په بل پسې اوړي را اوړي. له دغه سیاسي ارټ سره مو جوخت په اصطلاح سیاسي کارپوهان، د مدني ټولنې فعالين او د دولت په اصطلاح اپوزیسیون سم اوړي.
ډېری کارپوهان مو هر سیاسي فعالیت یا حادثه پرته له دې چې منطقي اړخونه یې وسنجوي داسې نقدوي چې هغې ته د بدیل په توګه هېڅ وړاندیز یا حل لاره نلري. د ولسمشرۍ دغه روانه دوره چې اوس یې د پای یوازې څو میاشتې پاتې دي د دا ډول سیاستونو یا دریځ نیولو ښه مزه داره شاهدان پاتې شو، له هماغه پیل څخه د انتخاباتو ستونزه بیا تر دې وخته چې د انتخاباتو د کمېسیون د نوي کېدو مسئالې ته را ورسېدو ټول مو ولیدل. نه پوهېږم یا خو دا ده چې زموږ اساسي قانون ګونګ دی او یا هم هغه د جهادي تنظیمونو غوندې چې هر چا به د قران کریم مبارک آیتونه د خپل ځان په ګټه کارول او ژباړل، دوی هم اساسي قانون د ځان په ګټه کاروي. د دولت هر کار غیر قانوني یا له اساسي قانون سره په تضاد کې بولي پداسې حال کې چې حکومت یې بیا برعکس ادعا لري.
له اوږد ځنډ څخه وروسته د یوې درېیمې لارې د ټاکلو په پایله کې چې هغه د غوراوي کمېټه وه او له هغې لارې ولسمشر ته د انتخاباتو د کمېسیون د کمشنرانو درې چنده کاندیدان ورپېژندل و. دغه لار ټولو ذیدخلو اړخونو د یوې درېیمې لارې او یوې معقولې او قانونمندې لارې په توګه غوره کړه چې ټولو ته د منلو وړ وه. د غوراوي کمېټې چې کوم کسان غوره کړل، له منځه یې له قانون سره سم ولسمشر نهه کسان انتخاب کړل، له دغه انتخاب سره جوخت د ځینو ځانګړو کړیو غالمغال را پورته شو. لومړی غالمغال په اصطلاح د مدني ټولنې استازیو را پورته کړ، ادعا یې وکړه چې د دوی استازی قصداً له پروسې و اېستل شول. خو بل خوا د غوراوي کمېټې ادعا درلوده چې تر ټاکلي وخت پورې مدني ټولنې خپل استازی موږ ته را ونه پېژاند، خو د مدني ټولنو شبکې یو کس د غوراوي کمېټې ته ور پېژندلی و، چې بیا وروسته د ولسمشر له خوا هم انتخاب شو.
که احیاناً د غوراوي کمېټې د مدني ټولنې یو کس ولسمشر ته ور پېژندلی هم وی او ولسمشر هغه نه وی انتخاب کړی، بیا به نو څه بهانه وه چې دوی پرې اعتراض کړی وای؟ ځکه ولسمشر د قانون له مخې حق درلود چې له دغه شمېر کسانو څخه نهه تنه انتخاب کړي.
په هر صورت پروسه چې هر ډول وه، خو په بشپړ ډول قانوني وه او دا زموږ په دې لنډه تاریخي دوره کې زما په نظر یوه سوچه قانونمنده پروسه وه، چې د ډیموکراسۍ د تحقق په لار کې یې یو ښه ګام ګڼلی شو.
ددې پروسې له بشپړېدو سره جوخت په اصطلاح کارپوهانو په تلویزیونونو کې پرته له دې چې وسنجوي د انتخاب شویو نهو کسانو پر ضد خولې را خلاصې کړې.
بې ځایه انتقادونه:
یو کارپوه یا هغه د تلویزیونونو خبره اګاه امور مې ملګری دی، یوه ورځ مې ترې وپوښتل چې ولې هر وخت هر ترسره شوي کار ته په بده سترګه ګورې؟ هغه را لنډه کړه چې وروره د افغانستان خلک په منطق منطق پسې نه ګرځي، هغوی داسې څوک خوښوي چې فقط انتقاد وکړي او هغه هم پر دولت. زما چې کله په کوم تلویزیون کې ښه سخته ترخه انتقادي مرکه یا ګردی مېز تېر وي په سبا کې هر څوک راته وايي چې د مور شیدې دې شه له دولت نه خو دې ښې ختې وباسلې.
دا زموږ کاپوهانه منطق دی. دې ته ورته د رسنیو چلوونکي هم په انتقادي کارپوه پسې ګرځي تر څو یې خپرونه هغه د چا خبره جالبه شي. یو وخت د عصمت قانع او صدیق چکري بحث په یوه خصوصي ټلویزیون کې درې ځلې له دې کبله خپور شو چې عصمت قانع پر چکري سخت سخت انتقادونه کړي و او خلکو یې د بیا خپراوي غوښتنه کوله.
له بده مرغه ولس مو همداسې وروزل شو، همداسې تلقین شو او همداسې یې ټولنیز او سیاسي اخلاق جوړ شول. ددې پر ځای چې د معقول انتقاد، سالم انتقاد او لارښوونکي انتقاد ذهنیت ورکړل شي زموږ دغو څو په اصطلاح کارپوهانو د دوی پر ذهن غلط اخلاق حاکم کړل.
پرته له دې چې وګوري د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوي ټاکل شوي غړي پخپلو کارونو کې څرنګه دي، دوی وار له مخې پرې ګذارونه پیل کړل او په حکومت پورې تړلي کسان یې وبلل او دغه پروسه یې یوه مدیریت شوې پروسه وبلله. د دوی له ټولو نیوکو ترپایه داسې یوه خبره نشي موندل کېدلی چې ووايي له دې پروسې څخه دا یې غوره لار وه. بس یوازې لګیا دي له حل لارو پرته نیوکې او شکایت کوي. که کارپوهان او رسنۍ دغه پروسه یوه مدیریت شوې پروسه ګڼي، ډېری کارپوهان او رسنۍ هم د یو چا لخوا مدیریت کېږي او د کارپوه جوړېدل، شخصیت ورکول او بیا موقف نیول دا ټول د یو سیستم له مخې ډېر منظم مدیریت کېږي.
زیان یې څه دی؟
د کارپوهانو بې ځایه او په هر څه انتقاد ددې لامل ګرځي چې د نیوکې پر وړاندې د دولت معافیت لوړ کړي، دا ددې لامل ګرځي چې د ښه او بد ترمنځ توپیر له منځه ولاړ شي. په همدې ډول د رسنیو او مدني ټولنو هغه ارزښت او ځواک هم کلیشه او له کاره لوېږي چې د دولت کمزورۍ نقد کړي او هغه مجبور کړي ځان اصلاح کړي.
زموږ حکومت اوس تقریباً د معافیت لوړ حد ته رسېدلی دی، د رسنیو کومي وشلېدل چې د یوې سالمې نیوکې پر وړاندې د حکومت دریځ و ویني، متاسفانه چې دا کار نه کېږي، دا ځکه چې له حکومت او یا هم په ټوله کې له دولت څخه سالم انتقاد او نا سالم انتقاد لاره ورکه کړې او په عامه اصطلاح ورسره سپین سترګی شوی دی.