په ازادي راډیو کې مې د یوه بحث اعلان واورېد. ویاند ویل چې په افغانستان کې په دې وروستیو ورځو کې ناامني زیاته شوې ده. ایا علت یې د انتخاباتو په چارو کې ځنډ و خنډ دی، د خارجي قواوو کمېدل دي، د ګرمي موسم دي او که بل علت کیدای شي؟

ما دغه بحث نه دی اورېدلی او نه پوهېږم چې د نظر خاوندانو به کوم علت یاد کړی وي خو په دې کې شک نشته چې ناامني زیاته شوې ده او نه یوازې دغه درې ذکر شوي علتونه بلکې نور لاملونه به هم لري مګر زما په نظر په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدا او خپرېدا تر ټولو اساسي علت کمزورې حکومتداري ده.

دا خبره بیا بیا شوې ده چې په اوړي کې ناامنۍ زیاتېږي. په اوړي کې چې پاکستان ګرم دی او د جګړه مارو زړه غواړي یخو ځایونو ته لاړ شي، په دې موسم کې چې په کلیو کې غنم پخېږي، باغونه مېوه کوي او د عشر ټولولو امکان میسر دی، په دې موسم کې چې کروندې په فصلونو او ونې په پاڼو پوشلې وي او د جګړو مارو د پټېدو امکان زیات دی او بالاخره په دې موسم کې چې شپې مالې په ونو، ځنګلونو یا بل ځای کې وخت تېرول او شپه اړول مشکل نه دي، طبعا غلچکي بریدونه زیاتېږي، مګر دا مشکله ده چې د هوا تودوالی د بریدونو د زیاتېدو اصلي علت وګڼو ځکه د ناامنۍ هغه ډولونه هم زیات شوي دي چې د هوا له حالاتو سره اړه نه لري. مثلا په وروستیو میاشتو کې په ښارونو کې اختطاف زیات شوی دی او دغه جرم د هوا له یخوالي او تودوالي سره ارتباط نه لري.

د خارجي قواوو کمېدل هم بې له شکه د ناامنیو د زیاتېدلو یو عامل دی خو اصلي عامل یې ځکه نه شو بللای چې د خارجي قواوو د پراخ شتون په وخت کې به هم کله نا کله ناامنۍ بېخي زیاتې شوې او خصوصا هغه ولایتونه خو تقریبا همېشه ناامنه وو چې خارجي ځواکونه پکې نسبتا ډېر وو.

د انتخاباتو په بهیر کې ځنډ او خنډ نه یوازې د حکومت چارې ټکنۍ کړې بلکې خلک یې هم نهیلي کړي ، اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړي او مسلح مخالفان یې زړه ور کړي دي چې په نتیجه کې ناامني ورسره زیاتېدلای شي خو د دې نظر منل به مشکل وي چې انتخاباتي خنډونه او ځنډونه د اوسنیو ناکراریو اصلي عامل وبولو.

د ناکراریو په باره کې خو اول باید خبره داسې مطرح نه کړو چې ولې په وروستیو کې زیاته شوې ده؟ حقیقت دا دی چې په تېرو لس، دولس کلونو کې ناامنۍ او ناکرارۍ کال په کال زیاتې شوې دي. تر څو کاله پخوا پورې په شمال کې ناامنۍ نه وې خو اوس یې اکثره ولسوالۍ ناامنه دي. د هرات وضعیت یو وخت ډېر ښه وو مګر اوس ناامنه دی. په غور کې له موټرونو څخه د سورلیو راکوزولو او وژلو وښوده چې دغه ولایت هم تر بل هر وخت زیات ناامنه شوی دی. مونږ باید موجودې ناامني ته یوه موقتي ښکارنده او پدیده ونه وایو او په دې نظر ورته ونه ګورو چې که مثلا د انتخاباتو مشکل ختم شي یا هوا سړه شي نو د ناامني ستونزه به هم کمه شي. په دې کې شک نشته چې ناامنۍ کله زیاتېږي او کله کمېږي مګر لکه څنګه چې مو اشاره وکړه په تېرو لس، دولس کلونو کې په ټوله کې مخ په زیاتېدو وې. مونږ باید ټول ګراف په نظر کې ونیسو نه د هغه یوه خاصه برخه.

زما په اند د ناکراري بنیادي علت کمزورې حکومتداري ده. کمزورې حکومتداري له یوې خوا د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات کړی دی، له بلې خوا یې د نظام د دفاع په لاره کې د دولت د عادي کارکوونکو، پولیسو او عسکرو انګېزه کمزورې کړې ده او دریم دا چې د چارو د بنیادي حل لپاره یې د اساسي تدبیر او پلان او پروګرام د لرلو مخه نیولې ده.

څرنګه چې حکومتداري پیاوړې نه ده نو د ادارو تر منځ هماهنګي نشته او څرنګه چې هماهنګي نشته نو د لویو خنډونو د اواري لپاره د لویو پروګرامونو او اوږدمهالو او جامع طرحو د جوړولو امکان نشته. مونږ د کمزورې حکومتدارۍ په وجه په تېرو دیارلس کلونو کې تر ډېره حده لوټه ایښې ده او تر اوبو اوښتي یو. که یوه چارواکي ښار ناامنه لیدلی دی نو د خپل استوګنځای کوڅه یې بنده کړې ده خو په دې غور نه دی شوی چې د ښار د امن کولو لپاره باید څه وشي؟ منظور مې دا دی چې د انسجام د نشتوالي په وجه اکثره اقدامات خواره وره، له یو بل سره بې ارتباطه او په کوچیني حد کې تر سره شوي دي.

د کمزورې حکومتداري په نتیجه کې فساد او بې عدالتي زیاته شوې ده. کله چې یو عادي پولیس خپل آمر صاحب ویني چې په یوه کال کې څو کورونه جوړوي او د تفریح لپاره په کال کې څو ځله دوبۍ ته روان وي، نو له دغسې پولیسه دا توقع لرل بې ځایه ده چې د آمر صاحب په امر به له سره تېر شي. تر هغو چې په دولت کې لاس لاندې کسان د لاسبرو کسانو په معنوي او ا خلاقي شخصیت باندې باور ونه لري، دا بعیده ده چې د لاسبرو کسانو خبرې د زړه له تله واوري او عمل ورباندې وکړي.

او بالاخره کمزورې حکومتداري د دې سبب شوې ده چې د خلکو او نظام تر منځ واټن زیات شي. خلک چې له نظامه نهیلي وي ، نو که د نظام په خلاف تخریب نه کوي، د نظام د حمایت لپاره به هم ګام نه اخلي. کله چې خلک نظام خپل وګڼي او خوا یې ورباندې بده شي، بیا دا اسانه ده چې د ترهه ګري او ناامني بلا ته ځولنې ورواچول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *