تاند- د مځکې لور ته یو چټک توپان، چې سرعت یې په ثانیه کې ۵۰۰ کیلومترو ته رسېږي، راروان دی.

د بیزنس اینسایډر ورځپاڼې د راپور له مخې، دا چټک توپاناوس په اسمانلارې کهکشان کې پیل شوی او د مځکې خوا ته رادرومي.

د هسپانیا د زاراګوزا پوهنتون څېړونکي وايي چې د دې توپان څرک یې د اروپا د فضايي ادارې د سپوږمکۍ ګیا (Gaia) په مرسته لګولی دی.

ساینسپوهان وايي چې دا توپان به غالباً مځکې ته تاوان پېښ نه کړي.

دوی وايي چې دا توپان د تورې مادې دی. د نړۍ په درو کې څه باندې دوې برخې له دې فرضي مادې څخه جوړه ده. دا مرموزه او نه لیدل کېدونکې ماده ده او نور یا رڼا نه منعکس کوي.

همداراز ساینسپوهان وايي چې تر اوسه پورې یې دا ماده په مستقیم ډول نه ده لیدلې.

د تیاره مادې له رازه خبرېدا له انسانانو سره مرسته کوي چې د هغې مادې په اړه یې معلومات ډېر شي چې عالم یا نړۍ ورڅخه جوړه شوې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *