ژباړه: امین الله عادل –

د څوارلسم لويي د حکمرانۍ په زمانه کې یو بندي په اعدام محکوم شو. د نوموړي د اعدامېدو نېټې ته یوازې یوه شپه پاتې وه. وايي چې څوارلسم لويي نادره او نا آشنا کارونه کول او په همدې وروستۍ شپه کلا ته راغی او د زنداني شخص د خونې دروازه یې خلاصه کړه او له خپلو عسکرو سره یو ځای د زنداني خونې ته ننوت. هغه ته يې وویل چې سبا ستاسې د اعدام ورځ ده خو زه تاسې ته ��ن شپه د خلاصون یو فرصت درکوم، ته کولی شې له دې یوازیني فرصت څخه ګټه پورته کړې او سبا له اعدام څخه ځان خلاص کړې. داسې یوه لاره شته، چې کوم عسکر او ساتونکی نه دی ورباندې ولاړ. که تاسې دا لاره پیدا کړه نو کولی شئ، چې له زندان څخه پښې سپکې کړئ.

د زنداني لاس یې خلاص کړل او امپراطور له خپلو ګاردانو سره لاړ. زنداني هم په زندان کې پلټنه پیل کړه او د هغه ټولې سوري او کونجونه یې وکتل.

هغه وخت هیله ورته پیدا شوه چې د یوه زاړه ټوکر په لرې کولو سره ورته یو غار معلوم شو او په غار کې دننه زینې راښکاره شوې. دا زینې یو ځل کښته تللې وې او له هغه ځایه بېرته پورته ختلې وې، چې زنداني د بیرون هوا احساس کړه او د آزادۍ هیله یې پیدا شوه.

بالآخره یو لوړ برج ته وخوت چې ځمکه ترې لاندې نه ښکارې. ډېر یې شا او خوا وکتل خو بهر ته د تلو لار نه وه. زنداني بېرته پرېشانه او ناهیلی را وګرځېد خو په دې باوري ؤ، چې امپراطور چل ورسره نه کوي.

هر څه په لغته وهي او یا یې په لاس لمس کوي ګوندې یوه لاره ورته پیدا شي. همدا وه، چې د پښې په لګېدو سره یوه ډبره وښورېده، په بیړه په ډبره بوخت شو او هغه یې له ځایه را وایسته که ګوري چې یو تنګ غار ورمعلوم شو او په دې کې په سینه سینه وښوېېده او مخ ته په تلو سره د اوبو غږ یې تر غوږ شو. هیلې یې لا زړه پوره نه ؤ خوشاله کړئ، چې د غار پای ته ورسېد، ګوري چې کړکۍ لوی سیند ته ختلې، لوی سیند ښکاري خو د غار خوله په پنجره کلکه بنده ده. بېرته ناهیلۍ په شا را وګرځېد خو هوډ یې لا بې سکه نه ؤ او د زندان هره ډبره او خښه یې وښوروله، یو ځل به یې هیلې تر اسمانه وختې او بیا به ناهیلۍ او خفګان د ځمکې زړه ته ټیټ کړ. هر ځل به یا بندې کړکۍ ته ودرېد او یا به په داسې غار سر شو، چې پای به یې نه درلود او هرڅومره مزل به یې چې وکړ بېرته به د زندان منځ ته راغی.
ټوله شپه همداسې په هڅو او کوښښونو سره وستمېده. په همدې منډو ترړو سره شپه سبا او د لمر وړانګې په زندان را ولیګېدې. د زندان دروازه پرانېستل شوه او امپراطور په دروازه کې ودرېد، په حیرانۍ سره یې زندانی ته وویل: آیا تر اوسه همدلته یې!!. زنداني وویل: ما فکر کاوه، چې ته به ما ته ریښتیا وایې خو تا هسې ځور راکړ! امپراطور وویل: ما خو تا ته ريښتیا ویلي و. زنداني وویل: د زندان هېڅ ډبره او خښته مې نه ده پرې ایښې چې ښورولې مې نه وي خو د وتلو لار مې پیدا نه کړه!
امپراطور وویل: آیا د زندان دروازې ته ورغلې؟ او د هغو د پرانېستلو هڅه دې وکړه؟ زنداني ویل: نه. امپراطور ویل: د زندان دروازه ټوله شپه خلاصه وه او تا کولی شوای چې دروازه خلاصه او له زندان څخه وتښتې!

پند: انسان تل ستونزې سترې ګڼي او د هغو لپاره د سخت حل په لټه کې وي مګر شا او خوا نه ګوري او نه دومره فکر کوي چې د ستونزو لپاره اسانه حلونه هم شته! هرڅه باید دومره سخت او ستونزمن ونه ګڼل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *