په لوړه ولاړه وه. ټوله سیمه ور ښکاریده. لغړې ونې، د ریبل شویو کروندو ژیړ مخونه او بامونه.

ژۍ  ته نږدې شوه. په ذهن کې یې یوه جمله وه؛ نور نو هر څه ختم شول. د غاړې زنځیر یې ښکته ونیو، ور ویې کتل، باد شوراوه. ګوتې یې سستې کړې، زنځیر ښکته ولوید. ورپسې یې لاندې وکتل. په شا یې منډه کړه. سړک ته چې رسېده، ساه یې بنده بنده کیده. پښې یې بې حسه غوندې وې. د سړک په غاړه د ډبرو په  چوکۍ کیناسته. جېب ته یې لاس کړل.  سیګرېټ نه و. روانه شوه. د ښي لاس خوا  ته پخوانۍ کلیسا ته تم شوه.  لکه د جادو تصور اثر یې کاوه. زړه یې غوښتل ورشي، وژاړي، خدای ورته ووايي زه له تا سره یم او له کلیسا چې راوځي هر څه ګل و ګلزار وي.

 کلیسا ته نږدې شوه. ‌په دروازه کې د ځوان کشیش د دعا اواز و. منډه یې واخیسته. جېب ته یې د سېګرېت لپاره لاس کړ. سینه یې کلکه ونیوله. احساس یې کاوه نفس ته نور پکې ځای نشته. د سړک چپې خوا ته واوښته، د بار په لور. له باره  د کټ کټ خندا اواز راته. له کړکۍ یې ور وکتل درې سړي ناست ول.

 مخامخ د کور په خوا رهي شوه. خپلې کوټې ته ورغله. لپ ټاب یې روښانه کړ. په سکرین باندې د څو ساعتونو مخکې پرانستې پاڼه وه. د دې د میین د نوې ملګرې عکس. د شونډو پوست یې په غاښ ‌واړاوه. شونډه وینه شوه. خپله وینه یې تیره کړه. له فیس بوکه یې  ټول نارینه ملګري لرې کړل. د مور او پلار یې اواز  جګ شو. په څه خبره یې سره بحث وو. دې سر په زنګنو کیښود. دې منلې  وه چې پلار ملامت دی. خو حوصله یې نه وه چې له کوټې ورووځي او له موره دفاع وکړي.

غوږی یې په غوږ کړ. د سندرې اواز یې تر پایه لوړ کړ. نوکان یې په غاښونو مات مات کړل. خوږ شوه. غاړې ته یې لاس کړ. نور نو زنځیر نه و.

پراګ

2018/8/15

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *