ــ زنځیر مې خوښ دی!
ــ ولې؟
ــ ځکه چې ډېر ښه څيز دی.
ــ په زنځیر کې، نو څه ښه والی دی؟
ــ بدوالی یې نو څه دی؟
دا خو څرګنده خبره ده، چې زنځیر یعنې زولنې او زولنې یعنې چې بند.
زنځیر د انسان خپلواکي اخلي، لاس او پښې یې تړي، دروازې تړي او هره لاره بندوي. زما یې له نوم بد راځي او ته وايي چې ښه څيز دی، عجب انسان یې، ښه نو اوس هم ته زنځير خوښوې؟
هو! اوس هم وايم چې زنځیر ډېر ښه او غښتلی څيز دی.
ولې او په کوم دلیل ښه څیز دی؟
د زنځیر جوړښت داسې دی چې یوه کړۍ له بلې کړۍ سره تړلې وي او یو لوی زنځیر یې جوړ کړی وي، په همدې کې هر څوک بندولی شي؛ ځکه چې یوې کړۍ بلې ته په رښتینولۍ لاس ورکړی او همداسې ټولې کړۍ لاس په لاس شوي او یو پیاوړی زنځیر یې جوړ کړی دی چې هرڅوک پرې تړي.
په زنځير کې یووالی دی، په زنځیر کې یوه خبره او یوه ټینګه اراده موجوده ده،
حتآ که ته هم بې لارې شې تا به هم وتړي.
نو اوس وايه چې زنځیر ښه څيز دی که بد ؟