د دفتر په وره کې ډیر بیروبار وو هیڅ نارینه ته نوبت نه ورکول کیده، نیم یوه خوا نیم بله خوا ولاړاو ترمنځ یی وړه لاره تیره وه د دروازې تر څنګ په ګوډه ماته څوکۍ ناست سپینې ږیرې او کوپې شاو والا سړي به د لاس په اشاره خلک شاته کول چې لاره بنده نه شي .
ـ مدیر صیب وایی چې اول باید ښځې را شي بیا نارینه اول حق دې دوی دې تورسرې دي .
تور سرو به نو داسې سینګارونه کړي وو چې څه ووایم
هلته نو نارینه ساعتونه باید په انتظاروی ځکه نارینه دي نو .
سپین ږیری کاکا ګلو له هر زنګ سره چې د دروازې په سر به یی ووړ چړونګ وکړل ننوت او بیا به سیخ له دهلیز نه ووت،له هغې خوا نه به یی د څښاک لپاره یوه انرجي، پیپسې یا جوس راووړ.
کاکا ګلو به چې په ډیرو وتو ننوتوستړی او غصه شو نو ورو به وبوږنید ـ زنچو
نارینه بیچارګان به پښو شل شول.
غرمه به شوه رسمیات به خلاص شول کاکا ګلو به چیغه کړه
ـ ځئ ځئ د دفتر مخه خلاصه کړئ یو سات مو په کرار پریږدئ چې دا ډوډۍ زار تیر کړو
خلک به ټول وبوږنیدل هر چا به له زړه ښیرا ورته وکړه چا به آمین کړه چا به بیا نوې پسې وشړله
یوه به ویل کور دې ړنګ شه ، بل به ویل آمین چا به ثم آمین .
کاکا ګلو به چې دا حالت ولید سر به یی و ښوراو وږدې سپینې ږیرې به یی لنډ ټال وخوړ او په شونډو به یی تیره کړه صیب، زنچو صیب ډرتو صیب د څه شي صیب ورو به د خیرن ترموز څنګ ته ورغی په وچه ډوډۍ پسې به یې د چای پیالې وغړنګوله .
هلته به دننه په دفتر کې د مدیر صاحب او نورو ښځینه میملنو ترمینځ د غرمې سمه میلمستیا وه د کباب بوی په ټول دهلیز کې تاویدو، له دفتر نه سم انډوخر جوړ وو .
زنچو چې کله په پوهنتون کې وو همدا خاصیت یی درلود ټوله ورځ په همدې مصروف وو چې کله به یی نجلۍ ولیده بیا یې نوکه ښه خوږ ملګري هم سلام ورته کړی وای نه یی علیک کولو. کړه وړه یی ټول همداسې وو. ټوله ورځ به په ټولګې کې له نجونو سره ولاړ و خندل به یی، په یوه خاصه نازکه لهجه به غږیده، د خندا خبرې به یی نجونو ته کولې، هغوی به ناستې وې دی به ورته ولاړ وو زنچو د ځان په شان نور ملګري هم در لودل . دوی به چې یوازې شول بیا به یی یو بل ته له خپلو کړونو کیسې کولې .
زنچو د ټولګي نماینده شو خدای ورکړه .
هلکانو به په چیپټر پسې خپله تلل او نجونو ته به بیا د وخته رسیدلي وو .
په ټولګي باندې د نجونو حکومت پیل شو د زنچو له برکته ټول ټولګی د دوی په لاس کې وو امتحان د دوی په زړه وو ځای ځای ته تلل د دوی په لاس وو تقسیم او قات د دوی په لاس وو که هلکانو به خپل نظر ورهم کړو کوم چا سر نه پسې خوږولو .
یو تور درب به وو په صنف کې خندا، درز دروز، یو ګډیدا ته خبر و نه رسیده نور حتی د استادانو او شګاردانو څیرې په تخته رسمېدې خو هلکانو به هیڅ هم نشوای ویلی او چا به ویلی شوای هم څه به یی نه ویل ځکه بې ګټې وو .
هر چا ورباندې یو نوم ایښی وو چا ورته ټلواله ویل چا ورته همغه وخت هم زنچو ویل او چا ورته بورس ( د بوټانو بورس) خپل شخصیت یی له لاسه ورکړی وو ده ته به حتما ځان ښه ښکاریده ځکه کله کله به یی ډیر په افتخار خپلو ملګرو ته ځینې کیسي کولې
با الاخره په همدې اړه دوړه کې له پوهنتونه خلاص شو ډیر وخت بیکاره وو تر څو یی چې د ځان په شان یو ایخوا دیخوا کس پیدا کړ هغه په یوه اداره کې مامور کړ .
ورځ یی څوک لوړیده ځکه زنچو په تلي څټۍ کې ښه تکړه وو .
وخت راغی چې د خپل مدیر په ځای چوخ شو. په اوله ورځ یی خپلو نارینه همکارانو ته وویل چې زمونږ حساب بیل دی شعبه بیله ده زما سره به یوازې یو ګروپ کار کوي او هغه زه ټاکم .
دی تر ننه دا خوی لري حتی که زه څو ځله کاکا ګلو ورولیږم چې ورته ووایه ټولګیوال دې راغلی دی نو دی ورته وایی مونږ واسطه نه منو په خپل نوبت راشه دسپلین مه خرابوه حق باید حق دار ته ورسیږي .
زه حیران شوم
- واه دا څومره با انصافه شوی دی ښه مې وخندل ښه ډیر کاکا ګلو وویل که نجلۍ وي اوس به د کار شوی وو .