په تیرو زمانو کې به اکثره هیندارې له فلزاتو جوړیدلې او چې زنګ به ووهلې، سمه استفاده ورنه نه کیدله. پخوانو شاعرانو او عارفانو زړه هینداره بللی دی او ویلي یې دي چې که یې د ګناه او خودخواهي زنګ ووهي، د ازلي معشوق یعنې خدای ننداره پکې نه شي کیدلای. د دوی په نظر، د زړه د هیندارې ناپاکي او ناصفایي، د بنده او حقیقت تر منځ په حجاب بدلیږي.

د شلمې پیړۍ نامتو عارف او مفکر کرشنا مورتي وایي چې د یوه شي حقیقت ته د رسیدو لپاره پکار ده چې د لیدل شوي او لیدونکي تر منځ حجابونه نه وي.

د لیدل شوي او لیدونکي تر منځ تر ټولو لوی حجاب نفساني غوښتنې دي. موږ چې په ځان میین یو او خودبینه یو، یوازې هغه شی ممکن راته حقیقت ښکاره شي چې خپله ګټه مو پکې وي او زموږ ایګو او ځانولي ورباندې خوشحاله شي.

که یو محقق راولاړ شي او له پردي قام سره زموږ د خپل قام مخالفت داسې انځور کړي چې ملامتي په پردو واوړي، موږ یې د تحقیق ستاینه کوو او په خوند خوند یې لولو. که د سګریټو عملي ته ووایو چې سګریټ عمر نه کموي، که یې کمولای د پلاني عمر به یې کم و چې سل کلن دی او سګریټ څکوي؛ عملي سړی ممکن دا خبره او دا مثال هیڅ وخت هیر نه کړي، حال دا چې مخالف مثالونه به یې په اسانۍ سره هیر کړي او له نظره غورځولي وي. موږ د هغه خارجي د کتاب ژباړې ته مټې رانغاړو چې موږ او زموږ نظرونه یې ستایلي دي خو چې بد یې راپسې ویلي دي، د هغه د هیرولو یا ځواب ورکولو کوښښ کوو.

دغه کانه لږ او ډیره په هر انسان او هرې ټولنې کیږي. البته، هرڅومره چې ټولنه وروسته پاتې وي، هغومره دا امکان ډیر دی چې د حقارت د درد د کرارولو لپاره خودبیني او ځانولي پکې زیاته شي.

د اوسني علم او تمدن یو اصلي مخکښ فرانسیس بیکن څلور پیړۍ له مخه ویلي وو چې د هغې خبرې په حقیقت کې لا زیات شک وکړه چې خوند درکوي او ورباندې خوشحاله کیږې.

صوفیانو او عارفو شاعرانو چې حقیقت یاداوه، منظور یې خدای پاک و خو د فرانسیس بیکن او کرشنا مورتي موخه د همدې مادي او محسوس عالم حقیقت ته رسیدل دي.

د حقیقت د نندارې لپاره له خودبینۍ ، ځانولۍ او خودپرستۍ څخه د لاس اخیستلو په اړه د خوشحال خټک مثال، هم نوی او هم رسا دی. دی فرمایي:

دا په دا چې خودبیني ورڅخه نشته

د جهان ننداره ځکه دوه لیمه کا

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *